د وطن ژړا – د مېـږي گډا

آصف بهاند

270

 

په افغانستان کې د وروستیو سیاسي نظامي بدلونونو د رامنځته کېدو په ترڅ کې له ځینو سوریو ته ورته خولو نه د وطن د ویش زورونکي غږونه جگېـږي او ورسره ازارونکي بویونه ورنه پورته کېـږي، افغانستان د ټولو افغانانو د مینې گډ کور دی، هېڅکله به د مینې دا کور بېلېدو او ړنگېدو ته پرېنږدو.

 دا لاندې څو توري د وطن د ویش د پلویانو په ځواب کې څنگ په څنگ اېښودل شوي دي:

 

شا و خوا وچه وچوبه وه مرگ شپېلۍ وهله

د وطن تبه وه دردونه وو پرې

باد و باران ورته ژړل تېرېدل

لمر او سپوږمۍ گوته په غاښ حیران وو

څوک د خبرو اورېدو هم نه و

وطن کیسه یوه میـږي ته پیل کړه

د څو ناخوالو کیسه:

لکه د فیل په شان بچیان ناځوانان

د گاونډیانو ډېـر ناولي پلونه

او څه پلید فکرونه

اوږده کیسه د جگړې

او زورونکی د دردونو نکل

کورونا نېښ او د لمسیانو لوږه

او ورسره د څو سنگسار بدنو لنډه کیسه

ټپي ـ ټپي حالت خو پرېږده پر ځای

اوس ځینو تورې را ایستلي راپسې

ځینې مې لاس و پښې ټوټې بېلوي

څوک مې پر سر باندې لمبې بلوي

زما دا اوښکې او ستومانه بدن

او ورسره څو نورې، نورې ناویلې کیسې…

*****

مېـږي لاس ملا کې ونیو، وگډېد راتاو شو، په خندا یې ووې:

تا څوک وژلی بېلولی نه شي

ته زموږ د ټولو مور یې

د انسانانو، الوتونکو، خوځېدونکو کور یې

زموږ د خوښیو یو خیالي جنت یې

تا څوک سېځلی، ورانولی، بېلولی نه شي

جگړه دې ورکه وي او رنگ دې ورک وي

اور بـلـونـکـي او نــیــرنــگ دې ورک وي

زه به له خپلې ځالې تخم راوړم وبې کرو

ته ژاړه مه غلې دانې به وشي

د تا د خوښې زمانې به وشي

۱۰/۰۹/۲۰۲۱

هیدرسلیف

ډنمارک

Comments are closed.