غزل

دیا سنګهـ انجان

222
خپل منځو کې راځی خـپل شـو یو ځل
جار او قربان لـه یـو او بـل شـو یـو ځل
د امـن جــــوړه کـــــړو جـــــرګـه یارانـه
له لـر او بــر ټــول په کابـل شـو یـو ځل
راولــــو بــــیــا د محــبـت پســرلــــــــۍ
خواږه د شاتو پـه څـیر تل شـو يـو ځـل
هـرو مرو بــه څــادر ټــول کـــړي هجــر
نیږدې یو بـل تـه په څه چل شو یو ځل
دومـره خوږوالــی کـړو پـیـدا وجود کې
چې د هرچا لخوا مونږ ښکل شو یو ځل
اوړي به مـــخ د هـــر بــــلا پــــه بـــلـــه
په پـاک ایـمــان زه او ته مل شو يو ځل
لـه تیـري وڅــنــډو ځــانـونـه پـه شـوق
د یو او بل د زړونـو غشل شـو یـو ځــل
بیـا بـه انـجــانـه کـــرکــه ولــــې کــــوو
پوه چې د مینې مونږ په چل شو یو ځل

Comments are closed.