باچاخان ته شکايت

نورالبشر نويد

511
لکه مستي چې دَ شراب نه ووځي
لکه معنې چې دَ کتاب نه ووځي
ستا دَ وجود نه ساه ختل داسې دي
لکه غورځنګ چې دَ درياب نه ووځي
دَ باچا خان روح ته جنت کښې وايه
دَ پښتنو پۀ کور کښې جنګ کېږي
اوس دې دَ ګل دَ تخم خوی بدل دے
ستا دَ سپرلي خاوره کښې بنګ کېږي
دَ شيشم باغ ونو کښې جالې نشته
او ستا زيارت کښې مَنجور نۀ کښېني
پۀ تاؤده زمکه ورختل ګران دي
اوس پۀ کابل کښې پَېښور نۀ کښېني
دَ پښتنو بابا ته دا ووايه
دَ مارګلې کرښې دې ورانې ښکاري
چې چا به ستا پۀ تاريخ فخر کوو
هغوي ته ستا خبرې ګرانې ښکاري
دَ ابدالي تُوره چا پټه کړله
دَ پښتنو دَ سر پټکے ورک دے
مُلا دَ خدای پۀ نامه پوزې پرې کړې
دَ ملالۍ نه مېخکے ورک دے
چې خاموشۍ ئې ماتولې دَ وخت
هغې ميګونو خلو کښې شور چپ شو
دَ اباسين دَ غورځنګونو بهير
لکه دَ ستړي پۀ لاهورچپ شو
اسلام آباد راله رانجۀ پورې کړي
خو پۀ سرونو راله خاورې نولي
ماله خپل نوم دَ شناخت نۀ راکوي
پۀ تاريخونو راله خاورې نولي
ستا دَ وطن غرونه دَ زاڼو ډک شو
ستا دَ سُورسترګي شهباز سترګې ګل شوې
ستا پۀ زمرو پَرکالي داسې زور شوه
ټولې ستانې دې دَ پردې غوبل شوې
دَ سر درياب چپې دې غريو نيولې
دَ ناګمان دَ ارمان مخ شين شو
دَ اشنغر خاوره دې زوز ټوکوي
دَ صوابۍ دَ مردان مخ شين شو
دَ پښتنو سياست نوے دے اوس
دَ دوړو ډک دې زوړ تصوير پروت دے
ستا دَ کابل نه تر خېبره پورې
دَ پښتنو څټ ته زنځير پروت دے
ستا دَ لوی کټ نه غريبان پاڅېدل
ستا پۀ حجره کښې نوابان ډېر شول
ستا دَ ښاغلو نه خپل نيت هېر دے
ستا پۀ جومات کښې امامان ډېر شول
زما بابا تَه ښۀ ريښتيا ووايه
ستا دَ څادر نه څوک زونډي پرې کوي
ستا دَ وطن غربت پۀ دې پټوي
ستا دَ زلمو نه څټوکي پرې کوي
دَ انقلاب رهنما کور اودۀ شو
انقلابيانو ځان له مخ تور کړو
دَ نظريې دَ سبقونو اُستاذ
پۀ کتابونو باندې بل اور کړو
زما شاعره خپل بابا ته وايه
ستا دَ پښتون نه بګيلے جوړ شو
دَ پښتونخوا دَ وظيفې باوجود
ستا دَ يو خان نه کشميرے جوړ شو
ستا دَ لوی ښار دَ سرمايې دلالان
ستا دَ ناموس دَ پګړۍ ول پرانيزي
ستا دَ تاريخ ستا دَ تحريک وارثان
ستا دَ کاله تړلے غَل پرانيزي
دَ اکوړي مېدان لا سوړ نۀ دے
لکه خوشحال به باچاخان يادوي
دَ هشنغر جاګير به نۀ غواړي خو
هر يو پښتون فخرِ افغان يادوي
دَ مچ دَ جېل خټک هم ستا پۀ شان شو
لکه لاله پۀ زړۀ کښې داغ ګرځوي
ستا دَ خاطره چپ دے، هېڅ نۀ وائي
اوس هم جولۍ کښې ولي باغ ګرځوي
ستا دَ دُومې نه بل ملنګ پاڅېدو
دَ پښتو زوړ کچکول دې بيا خالي شو
دَ پښتنو رباب دې بيا مات شو
يو نر غريب مئين دې بيا سوالي شو
دَ بيټ نيکه دعا دې بيا ښېره شوه
لښکر لښکر پښتانۀ بيا مات شو
دَ بيلتانۀ خواسړې ډيرې وشوې
ټبر ټبر پښتانۀ بيا مات شو

Comments are closed.