غزل

عبدالباري جهاني

364
خزان به تېر وي پسرلی به وي ګلان به نه وي
ساقي به وي خُم به لبرېز وي حریفان به نه وي
سُر به په خپل تار کي زیندۍ وي شرنګ به نه مستوي
رباب به وي ترنګ به پردی وي آدم خان به نه وي
له مرغکیو به وي هیري مورنۍ سندري
پیالې به نه وي شور به نه وي مست یاران به نه وي
له توتکیو به وي تشې د سپرلي لمني
غاټول به نه وي پر غونډیو ارغوان به نه وي
د بلبلکو له سېلونو به وي ساه ختلې
ویالې به وچي باغ به وي مګر باغوان به نه وي
د لمر په وړانګو کي به نه وي د وګړو نصیب
د تورو وریځو به غړومبی وي خو باران به نه وي
ستوني به وچ خولې به ګنډلي وي ګونګي به ګرځو
مُلا به وي منبر به وي ږغ د آذان به نه وي
چا به ویل چي یوه ورځ به داسي هم ووینو
خدای به مني قرآن به لولي مسلمان به نه وي
په ژبه خپل په هدیره او په وطن به خپل وي
په تول به هر څه برابر وي خو افغان به نه وي
جهاني ما دي د خوبونو تعبیرونه کړي
غزل به وي سارنګ به وي خو مطربان به نه وي
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د آګسټ یوویشتمه، ویرجینیا

Comments are closed.