غزل

بارکوال میاخېل

357
پاڼې مو توی کړې انتظار کوو د بل پسرلي
یو رژېدلي موږ په غېزه کې د خپل پسرلي
ورته مو ډېرې زارۍ وکړې چې بدله کړي لار
لوټ قافله یې د خوشبو شوه نه منل پسرلي
تورو بادونو ترېنه وړلې جنازې د ګلو
نن یې په شونډو د شبنم نه ښکلول پسرلي
غوټۍ یې غواړي له لاهوره خیراتونه د ژوند
څومره مجبور دې کړلو وخته د کابل پسرلي
یْوه توره شپه وه، نسیم پروت وو د سکوت په تبه
ورته کتل مې له وږمې سره ژړل پسرلي
بیا یې د ژوند ونې ونه کړله مېوه د رڼا
چا چې په لښتو د تیارو باندې شړل پسرلي
چې مو ټکور پرې بارکواله! نه شي زړه د وطن
څه یې کوو که راشي لاړ شي داسې سل پسرلي

Comments are closed.