غزل

ذبیح الله احساس

136
که څومره ښه شوو او که څومره هم بدېږو مونږه
هسې ورکېږو مونږه داسې هم ورکېږو مونږه
دا چې احسان د باران وړو نو خدای لويي راکړې
کنه د للمې ګلان هر ځای راټوکېږو مونږه
د زور پر وړاندې مو هنر د بري زده نه کړ هېڅ
تل لکه لښته بل وهوو خپله ماتېږو مونږه
بیلتونه! مخ دې تور شه، څه دې وکړل، هېڅ هم نه
ګوره هماغسې لا يو بل ته يادېږو مونږه
دلته خبره د وجود نه ده، قاتله! زړه دې
په يو نوم مرو، په بل نوم بېرته پيدا کېږو مونږه
ليندۍ، ۱۴۰۰لمريز

Comments are closed.