غزل

محبوب شاه محبوب

295
چې مالک یې زموږ نه لیدل ارمان ته
مودې وشوې زه هم نه ګورم اسمان ته
خدایه! ودې لیدل خپلو کې یو بل خوري
رښتیا څه و ضرورت دغه انسان ته؟
خپل لاسونه مې له خپل ځانه راتاو کړل
تنهايي مې هم حیرانه کړله ځان ته
ما چې مخ ولید د اشرف مخلوقاتو
نو دعا مې له زړه ووته شیطان ته
مجبوري وه ځکه وږي مې بچي وو
په زارۍ یې کړمه بیا د کلي خان ته
پسرلي د بل وطن څه کړم محبوبه
هک حیران یمه د خپل وطن خزان ته

Comments are closed.