غزل / شاهنواز باقر

0 899

تا د محبت کږې وږې لارې خو ګرانې دي
اوښكې مې له سترګو نه هجرت کوي روانې دي

ستوري دي، وعدې او که صحنې ورباندې شمارمه ؟
ماته خپلې ګوتې د لاسونو اوس حيرانې دي

ته راته انکار کوې، او سترګو نه دې اوښكې ځي
شونډې دې کافرې دي، او سترګې مسلمانې دي

زويه! خپل راتلونكي ژوند ته هم ډېر سنجيده اوسه
ستا د غبارې نه د پښتون وينې ارزانې دي

څو ځلې مې وڅښله پياله د زهرو مړ نه شوم
چا راته باقره! کړې داسې دعاګانې دي ؟

Leave A Reply