غــــــــزل/ ملالی حيا

0 580

په هغه سيمه کې چې لوږه غريبان ووژني
خان که يې شرم لري خپله بايد ځان ووژني

انسان ته مرګ په کار دى سپى يې بويوي په دې چې
داسې شى نه وي ورسره چې انسانان ووژني

د پښتنو چم دى د ښځو سودا ولې راوړې
څوک به دې مخته دکانداره ددکان ووژني

مسلماني په هغه ورځ کفر ته مخ نه لري
يو مسلمان چې شي ولاړ بل مسلمان ووژني

دحيـــا” شعر لوړ خو د نامه بيت يې په زړه کې وايه
پښتون وطن دی هسي نه بیادې لالاګان ووژنې

Leave A Reply