غزل/ نظیف تکل

0 538

رانه ماتيږي هر وخت شيشې په خوب کې
تعبير به څه وي د دې کيسې په خوب کې

دلته ليونتوب هم ليونی شي کله
دلته شلوي هر سړی جامې په خوب کې

په دې وطن کې دا روانه کربلا
لا په کې ويني خلک جګړې په خوب کې

له تانه درومي او بيرته تاته راځي
داسې خوبونه داسې وعدې په خوب کې

تکله هير دې شول جنګونه د کابل؟
چې لا اوس هم ډارکوې د شپې په خوب کې

Leave A Reply