غزل/ سپوږمۍ میوندي

0 798

ته پرخه د سحر وی پرګلپانو وریدی
پر ښکلو اننګو د ګل غوټیو خندیدی

دا هيلې ماشو مانې به مې نه راځوانيدی
ليمې به مې په اوښکو لمديدې چې قتليدې

دا شونډې مې که څه دګل له پاڼو نه خايسته وي
خوته به دشبنم غوندې له لمره تښتيدې

دا څاڅکي دباران وو دصدف لپاره مرګ
نــــو څه که يې له تنه مــــلغلرې جوړيدې

دمينې په درياب کې وه کيښتۍ طو فان اخستې
د سترګو په چپو کې به چې سترګې ډوبيدې

سپوږمۍ به نور نو څه کول رڼا يې وروله
يو ته وې چې تيارو ته به له ورايه ګډيدې

 

Leave A Reply