غــــــــزل / ملالی حيا

0 357

دښمن چې کله هم ټوپک زماپه سینه ونیسې
د پلار اروا می راشی لاس مې په سینه ونیسې

ملګرو زه په کورکې دومره نازولې یمه
چی وګودر ته ځمه مورراته کوزه ونیسې

پښتون چې وکړی بی ننګې زه دومره ودردیږم
لکه د چاچې د لاس ګوته دروازه ونیسې

ماته د دې ملک حلال شوی زلمیان ټول رایادشې
چی کوم قصاب حلالولو ته اوزه ونیسې

یوه ته نه یوه ته سترګې خامخا ور اوړی
په دومره ښکلو کې سړی څنګه روژه ونیسې

که څوک غواړې د حيــــا! په شان غزل ولیکې
هغه دې هم لمنه کلکه د حمزه ونیسې

 

Leave A Reply