غزل/ ملالۍ حیا

0 474

د خپل وطن ملي بيرغ ته سلامي پروت دى

شهيد سرباز دى لاس يې ايښى په تندي پروت دى

نن نڅا ګره په محفل کې نڅا سمه نه کړي
له غټې ږيرې يې حيا کوي صوفي پروت دى

د کلي ټول درانه سپين ږيري په جرګې کې ناست دي
پنډ خېټى خان تک سره بالښت ته بغلي پروت دى

ما وې ريموټ چيرې دى ګرانې خبرونه نيسم
هغې راغږ کړله جانانه پر سي ډي پروت دى

يو سړى ناست دى هلته ګوتې په فيس بوک کې وهي
بل سړى هلته د يو شي فکر وهي پروت دى

موږ خپل بانډار کو د خونې په کونجک کې مې ورور
په کتابچې کې له کتاب نه څه ليکي پروت دى

لويان يې ښکته پورته ځي ماشومان لوبې کوي
د ښار کوڅه ده په ډېران يو پوډري پروت دى

سوالګره مور پر سړک ناسته ده تک شين سهار دى
ويده دى څنګ ته يې ماشوم په چادري پروت دى

جنګ دى يو دوه کسه يو بل ته بدې ردې وايي
يو سپى حيران دى لکۍ شاته ښوروي پروت دى

وېل که اودس کوې اوبه ګرمې دي مورجانې
حيـــــا!وېل ډک تورچايبر پر نغري پروت دى

 

Leave A Reply