ژوند!/ هارون حکیمي

0 486

د یادو ‌‌‌‌‌‌ډېوه بلېږي شپه روښانه
خپل پرون، نن او سبا پوښتم له ځانه

ولي راغلم؟ څنګه راغلم؟ چیري راغلم؟
دا کیسه به وي ترڅو پوري روانه؟

نه راتګ په خپل اختیارکي، نه مي تګ دی
په دامنځ کي د سفر لاره ده ورانه

جبریې مو لاس او پښې ورته تړلي
المیه ده له زمانه، له مکانه

باورونه، حجابونه، سانسورونه
آزادۍ ته ځنځيرونه دي پرېمانه

پارا‌‌‌‌‌‌‌ډوکس د عقیدې یو سوځولي
سېلاب وړي یو د فکر له بارانه

که مو خپل سرونه خپل کړل هغه وخت به
د فغان خدای پامانی وي له افغانه

ته به بیا زموږ د رنګونو نڅا وینې
د هغو ورځو شاهد اوسه اسمانه.

12-29-2017
واشنګټن ‌‌‌‌‌‌ډي سي

Leave A Reply