ځوانان د جمهوریت تر ټولو قوي ستن/ میراحمد یاد 

0 471

د طالبانو وروستي کلونه وو، موږ د یوه خپلوان واده ته د لومړي ځل لپاره کابل ته راغلي وو، د کابل هغه ورانه څېره چې وینم، باور مې نه کېږي چې دا دې هماغه زخمي او ټپي ښار وي، بېرته چې تلو، په ټونس موټر کې کېناستو، موټر لا په هډه کې ولاړ و چې چیغې شوې، څو کسان له یوه موټروانه راتاو وو او د کلاشینکوف د کنداغ ګوزارونه یې پرې کول، د سړي سرې وینې په ړپ خاورو کې جذبېدلې، هيچا دا جرات نه درلود چې غږ پورته کړي، زما کوچنۍ خور مې پلار ته وویل چې هغه سړی وهي، اوبال دی، ترې خلاص يې کړه، پلار مې سر ټيټ کړ، موټر همداسې روان شو، هيڅوک نه پوهېدل چې دا سړی ولې وهل کېده، موږ بیا ډېر وخت وروسته پوه شوو چې د دې سړي موټر د جګړې لیکو ته بېګار شوی و، خو دی نه و تللی، ځکه د وخت حاکمانو په سرو وینو ولمباوه.
سل کاله شاتګ؛
د افغانستان د خپلواکي اتل غازي امان الله خان چې له انګریزانو ازادي واخیسته؛ نو د عیدګاه په جومات کې یې یو اعلان دا وکړ چې تاسې ازاد یئ، هيڅوک به د چا غلام نه وي او هيڅوک به بېګار نه کوي. د همدې غازي په وخت کې ښځو ته د فعالیت او زده‌کړو اجازه ورکړل شوه، بهرنۍ اړیکې را منځ ته شوې، رسنیو فعالیت پیل کړ، هنرونه وغوړېدل، معارف وده پيل کړه او له بهرنیو هېوادونو سره سیاسي او دوستانه اړیکې را پيل شوې.
د هماغه غازي په وخت کې نظامنامې ترتیب شوې، واک له افرادو واخیستل، قانون ته ورکړل شو او د افغانستان هر وګړي ته د قانون له مخې مساوي حقونه او درجه ورکړل شوه.
له هغه وخت سل کاله تېر شول، په دې سلو کالو کې څو څو ځله د جمهوریت، فردي ازادي، مدني حقونو، مطبوعاتو، معارف او نورو لسګونو اصلاحاتو لړۍ په منځ منځ کې پرې شوې او ودرېدلې ده. یوه تر ټولو سخته او قید دوره د طالبانو د امارت وه چې افغانانو تقریباً سل کاله مخکې ورکړل شوي حقونه یې ټول بېرته له خلکو واخیستل او داسې فکر کېده چې افغانستان یو ځل بیا له اماني دورې مخکې او د نړیوال تاریخ په اصطلاح تیاره او منځنیو پېړیو ته ستون شوی دی.
بیاځلي ژوند او جمهوریت؛
د طالباني امارت له را پرځېدو وروسته یو ځل د بې‌ثباتي له دورو هاخوا د خپلواکي او جمهوریت له دورو سره تاریخي، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي … پرې شوې اړیکې ورغېدې. د افغانستان اسلامي جمهوریت را منځ ته شو، معارف پیل شو، کلتوري خوځښتونه وشول، مدني ټولنه فعاله شوه، اساسي قانون ساز شو، خلک ورته تابع شول، ټولې چارې یوه نسبي نظم ته وغورځېدې، مطبوعاتو د بیان ازادي خپله کړه، ټاکنې وشوې، خلکو په خپله خوښه پارلمان وټاکه، جمهور ريیس ته یې رایه ورکړه او په پارلمان کې د خلکو استازو د خلکو په ګټه قوانین طرح او تصویب کړل.
له اوږدې مودې وروسته خلکو په ملي پرېکړو کې ځان دخیل وباله، د وګړي په حيث یې د حکومت په جوړېدو کې خپله ونډه وپېژندله او د جمهوریت تر عنوان لاندې یې فردي ازادي او مدني حقونه له ډېر وخت وروسته یو ځل بیا تجربه کړل.
دغه جمهوري نظام له ډېرو ستونزو او ننګونو را تېر شو او تقریباً یو حرکت «مومنټيم» یې پيدا کړ، هیله خو دا وه چې دا جمهوري نظام چې نښې یې سل کاله مخکې ايښودل شوې، دا به په افغانستان کې پېړۍ پېړۍ دوام وکړي، د پخلي خواته به لاړ شي، فرد به په ملي پرېکړو کې خپله ونډه ولري، ستر واک به له ملت سره وي او بالاخره به افغانستان په هغه لار د پرمختګ خوا قدمونه واخلي چې پېړۍ مخکې پرې د نړۍ پرمختللي هېوادونه تللي دي.
بیا امارت غوښتل؛
خو په دې وروستیو کې چې طالبانو له امریکا سره د روغې جوړې خبرې پيل کړې، دا ګنګوسه هم خپره شوې چې طالبان بېرته په افغانستان کې خپل پخوانی امارت غواړي، هغه امارت چې یوه لنډه خاطره یې ما د لیکنې په پيل کې درسره شریکه کړه، خو موږ چې د دې امارت نوم اورو؛ نو ځینې تراخه حقیقتونه مو په ذهن کې پیدا کېږي؛
۱.ایا هماغه امارت چې نږدې دوې لسیزې مخکې و، بیا ټولې نړۍ ته خطر ثابت شو او د له منځه وړلو لپاره یې مټې رابډ وهلې.
۲.هماغه امارت چې خپل اتباع یې پردیو هېوادونو ته کډوالي لپاره اړیستل او حتا له ماشومانو یې خپل ملي او تاریخي هویت هېر کړ.
۳. هغه امارت چې رسنۍ پکې بندې وې او د هغه امارت مدعیان اوس هم د رسنیو په کارمندانو مرګوني بریدونه کوي.
۴. هغه امارت چې له کوره د ښځې را وتل پکې منع و او پلویان یې اوس هم ښځې صحرايي محکمه کوي، سنګساروي یې او ښوونځي یې د اور د لمبو خوراک کوي.
۵.هغه امارت چې د ځوان نسل د روزنې لپاره یې یوازې له سپینې پګړۍ تړلو ور هاخوا نه تعلیمي برنامه درلوده، نه یې نصاب درلود، نه یې سیسټم درلود او نن د هماغه امارت مدعیان د ماشومانو د ښوونځیو په خوا کې موټربمونه الوځوي.
۶.هغه امارت چې بېګار او شکنجې سل کاله مخکې بندې شوې وې، خو دوی یو ځل بیا د افغانستان ټولو ارزښتونو ته شا کړې وه او په معاصره نړۍ کې دا منع شوي شیان یې بېرته پيل کړي وو.
۷.هغه امارت چې د ولس د تفریح او سرګرمي تر ټولو لویه وسېله یې په میدانونو کې د خلکو نه سرونه، لاسونه او نور غړي پرې کول او هغوی شکنجه کول وو.
نن چې طالب له خپل پخواني لباس او پخوانۍ مفکورې سره د عصري هېوادونو په هوټلونو کې ناست دی او معاصرې نړۍ سره د سیالې خبره کوي، د کوم لرلید «وېژن» او کوم موډل له مخې؟ ایا موږ په نړۍ کې تر اوسه د امارت داسې موډل لرو چې د اوسنۍ معاصرې نړۍ ټولې اړتیاوې یې پوره کړې او ستونزې یې حل کړې وي؟ ایا دوی د خپل پخواني امارت عصري شوی، تراشل شوې او د عصري نړۍ له اړتیاوو سره سم شکل او موډل لري؟ ایا دوی تر اوسه داسې لوی بدلونونه ښودلي چې په راتلو به يې یو ځل بیا امارت نړۍ ته خطر نه وي او شته ګواښونه به له منځه لاړ شي؟ ایا دوی په اسلامي امارت کې د ولس او خصوصاً ځوان نسل حیثیت تعریف کړی؟
که دا هر څه نه وي او یو ځل بیا تېر امارت بې‌له کوم پلانه، بې‌له کومې برنامې، بې‌له کوم جزيي بدلون او بې‌له کومې معمولي اصلاح را منځ ته کېږي؛ نو دا خو په دې مانا شوه چې افغانستان یو ځل بیا یوه پېړۍ شاته ځي او افغانان یو ځل بیا له خپلو ټولو بشري او مدني حقونو بې‌برخې کېږي.
که د دوی ادعا دا وي چې اوسنی سیسټم به روان وي؛ نو بیا امارت یانې څه؟ که زموږ پوځ همدا وي، که زموږ ادارې همدا وي، که زموږ نظام همدا وي؛ نو دا خو په ټوله مانا اسلامي جمهوري نظام دی، که دوی یې امارت کوي؛ نو د دې کلیمې په بدل کې افغانستان او افغانانو ته کوم امتیاز ورکوي؟ ایا همدا امتیاز چې موږ به مو ناحقه نه وژنو؟ ښوونځي او روغتونونه به مو نه ورانوو؟ او له تاسې به ستاسې ازادي او حقونه نه صلبوو؟ بیا خو د اوسني نظام ټول امتیاز د ولس دی، دوی له ولسه د یوه بل تر لاسه شوي امتیاز د تروړلو هڅه کوي؟
په کوم وخت کې چې نړۍ لګیا ده د خپل ولسونو د سوکالې او د هېواد پرمختګ لپاره معاصر او معتدل اسلام ته مخه کوي، زموږ په هېواد کې ځينې بېرته شل کاله نه، بلکې له سلو کالو زیات شاتګ غواړي او دا ټول پر موږ د امارت په نوم را تپل غواړي.
د تېروتنې تکرار؛
په نړۍ او هېواد کې چې څوک طالبانو سره د روغې جوړې خبره کوي، یو دلیل یې دا دی چې شل کاله مخکې په بن کنفرانس کې یوه ډله له واکه لرې پاتې شوه چې نن هغه ډله د افغانستان اسلامي جمهوریت ته په ګواښ بدله شوې ده، په دې خاطر باید هغه وخت شوې تېروتنه اوس تکرار نه‌شي، خو هيڅوک دې ته پام نه کوي چې دا تېروتنه باید په کومه بیه ورغېږي؟ هغه وخت د افغانستان ټولې ډلې او اړخونه په جمهوریت سره سلا شول او د ولس له خوښې ارادې سره سم حکومت یې را منځ ته کړ، که اوس یوه ډله په دې شرط واک کې برخه اخلي چې د هغو خلکو په توافق را منځ ته شوی چې جمهوریت دې له منځه لاړ شي.
نو دا ځل تر هغه وخت څو ځله لویه تېروتنه نه کېږي؟ دا ځل د هېواد ۶۰٪ سلنه ځوان نسل چې همدا د ځوان کلیمه ورته هم د جمهوریت له برکته کارول کېږي، دوی ټول له یوه نظامه بهر پاتې کېږي، دوی چې له کومو ارزښتونو سره را لوی شوي او ځان ته یې ترې د منزل لاره سازه کړې هغه ارزښتونه ترې تروړل کېږي، دا هغه قشر دی چې د وطن په دفاع کې يې تر ټولو لویه قرباني ورکړې او لا یې هم ورکوي، دا هغه قشر دی چې په ټاکنو کې تر ټولو ډېر حساب د هم دوی په رایه کېږي، خو نن چې د جمهوریت په مقابل کې د امارت خبره کېږي؛ نو د نورو ډېرو قشرونو تر څنګ لوی ګواښ همدې ۶۰٪ قشر ته متوجه دی. نن که د دې قشر په ونډې سترګې پټېږي، حیثیت یې ترې اخیستل کېږي او د جمهوریت ورکړي حقونه ترې اخیستل کېږي؛ نو د امارت مدعیان څه فکر کوي چې دا ځوانان به ګني د تېرو وختونو په څېر همداسې په خوب ویده وي او د خپل حق پوښتنه به نه‌شې کولای؟
کوم ځوان نسل چې دوې لسیزې د جمهوریت د دفاع لپاره خپل سر په تلي کې نیولی و، له دې وروسته به یې هم نیسي او له خپل نوم، حیثیت، هویت او حق نه به دفاع کوي، که چېرې پر دوی سترګې پټېږي؛ نو هماغه تېروتنه بیا تکرارېږي چې کلونه مخکې تکرار شوې او دا ځل به یې پایله تر هغه ځل ډېره لویه فاجعه وي.
ځوانانو ته وړاندیز؛
موږ په رسنیو کې اورېدلي چې له جمهور ريیسه نیولې تر نورو ډېرو چارواکيو تل د ځوانانو په ځواک او قوت اعتراف کړی او هم دوی يې د افغانستان راتلونکی بللی دی. دا خبره یوازې شعار نه دی، دا اوس د افغانستان په اداره کې د ځوانانو ونډه په ډېرېدو ده او د دې ټولو تر څنګ په ټاکنو کې د رایو تر ټولو لوی بانک همدا ځوانان دي. دا په دې مانا چې په افغانستان کې د جمهوریت یوه قوي ستن ځوانان دي او دا جمهوریت او ځوانان له یو بل سره متقابله مثبته اړیکه لري.
همدا جمهوریت دی چې ځوانانو ته حیثیت او قوت ورکوي او همدا ځوانان دي چې بېرته یې جمهوریت ته اوږه ورکړې او ساتنه یې کوي. که چېرې جمهوریت ته ګواښ پېښېږي په دې مانا ده چې په ټولنه کې د ځوانانو شته ونډې، حیثیت او وقار ته ګواښ پېښېږي او که ځوانانو ته ګواښ پېښېږي؛ نو په دې مانا چې د جمهوریت یوه لویه ستن له ګواښ سره مخ ده.
کله چې په ټولنه کې د ځوان قشر قوت دومره دی؛ نو ولې وسره بې‌تفاوته چلند کېږي. هر ځوان باید دا فکر وکړي چې زه څوک یم؟ په ملي پرېکړو کې مې ونډه څه ده؟ د خوښې نظام مې څه دی؟ حیثیت او وقار مې چېرته خوندي دی؟ او زه د یوه فرد په حیث د خپل ځان، د خپلې کورنۍ، د خپلې ټولنې او خپل نظام پر وړاندې څه مسوولیت لرم؟ که موږ د ځوان نسل په توګه ځان ژوندی احساسوو؛ نو لږ تر لږه په هر لوی تحول کې د دې پوښتنې حق لرو چې زما برخلیک به څه وي؟
زما راتلونکی به څه وي؟ او بالاخره په دې را روان تحول کې به زما امتیاز یا زیان څه وی؟ ښه دا ده چې دا بحث لومړی له ځان، بیا له خپلو نږدې ملګرو او بیا په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو نورو همزولو سره مطرح کړو او د خپلو حقونو د دفاع په خاطر لږ تر لږه یو داسې غږ پورته کړو چې د هر تحول رهبري کوونکيو ته ورسېږي او هغوی په دې پوه شي چې موږ دلته له یوه داسې قوت سره مخ یو چې د ماتولو وسله یې لا نړۍ کې نه ده سازه کړې.
حکومت ته وړاندیز؛
د سولې په روانو مذاکراتو کې که څه هم حکومت خپل دریځ وخت په وخت څرګند کړی، خو دا دریځ یوازې سیاسي اړخ درلود او ولس ته تر اوسه داسې یو دريځ نه دی وړاندې شوی چې ټول ولس پرې راټول شي او د حکومت او نظام همدا غږ بدرګه کړي. په کار دا ده چې د نظام او جمهوریت د ارزښت، ساتنې او اړتیا په اړه بېلابېلو کچو کې ولسي بحثونه راپورته شي او د نظام د دفاع شعار دومره ولسي شي چې هر وګړی د جمهوري نظام د دفاع یو قوي شعار ولري.
ځوانان که څه هم د نظام د ساتنې لپاره تر ټولو ډېره قرباني ورکوي، خو د سولې په روانو مذاکراتو کې د ښځو د حقونو ساتل یو قوي موقف نیول شوی، ولې د ځوانانو د حقونو د ساتنې هيڅوک موقف نه دی نیول شوی او تر اوسه پورې هيڅ داسې پلاوی نه دی تشکیل شوی چې د ځوانانو مستقل استازیتوب دې وکړي او مقابل اړخ ته د افغان ځوانانو ارزښتونه او سرې کرښې وړاندې کړي.
ښه به دا وي چې حکومت د سولې په روانو مذاکراتو کې افغانان ځوانو ته مستقیمه ونډه ورکړي او په نړیوال سټيج د افغان ځوانانو دريځ وړاندې شي، دې سره به حکومت د نظام او جمهوریت د دفاع یوه بله قوي جبهه هم تر لاسه کړي او د ۶۰٪ افغانانو اراده به هم څرګنده او روښانه وي.

Leave A Reply