زړه سناریو؛ نوي لوبغاړي

محمد شریف افغانمل

397

د سولې خبرو لپاره د حکومت ضد مقاومت شرایط او غوښتنې که د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر ضد د مجاهدینو له مطرح کېدونکو شرایطو او غوښتنو سره پرتله شي، ډېر توپیر پکې نشته او ان هڅه کېږي د تاریخ دغه سناریو بیا تکرار شي.

د سولې اوسنۍ سناریو او لوبغاړي کټ مټ د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ په څېر دي؛ دا ځل د ډاکتر نجیب الله احمدزي پر ځای محمد اشرف غني (احمدزی)، د مجاهدینو اوه ګوندونو پر ځای د طالبانو بېلابېلې ډلې، پاکستان او د افغانستان په تړاو بهرنی سیاست یې پخپل ځای، د روسیې پر ځای امریکا او د امریکا پر ځای روسیه، د ملګرو ملتونو سرمنشي پطرس غالي د ځانګړي استازي بینن سوان پر ځای د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکتر زلمی خلیلزاد او مجاهدینو ته د ډاکتر نجیب الله له لوري تر وخت وړاندې ټاکنو ترسره کولو، د اساسي قانون تعدیل، له واک څخه د تېرېدو او د ملي پخلاینې لارنقشې اعلانولو امتیازاتو پر ځای د ډاکتر اشرف غني د سولې لارنقشه، تر وخت وړاندې ټاکنې، د بندیانو خوشې کول او له قید او شرط پرته د مذاکراتو پر مخ وړو وړاندیزونه ښودلی شو.

د ۱۹۸۸ کال د اپرېل په ۱۴ د جینوا تړون پر اساس ډاکتر نجیب الله له واک څخه د لاس پر سر کېدو ژمنه وکړه او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې پنځه توافقات وشول: په ۹ میاشتو کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د ټولو ځواکونو وتل، پاکستان به د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، پخپله خوښه هېواد ته د کډوالو ستنېدل، امریکا د توافقاتو د عملي کېدو تضمین ورکړ او د تطبیق ژمنې د عملي کېدو لپاره یې پر دې تړون لاسلیک وکړ.

محمد اشرف غني د سولې لپاره پخپلې اعلان شوې لارنقشه کې تر وخت وړاندې ټاکنو ته زمینه برابرول، په ټاکنو کې بیا نه کاندېدل او عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره سیمه ییز او نړیوال تضمین برابرول اعلان کړي دي.

هماغسې چې په ۱۹۹۱ کال د ډاکتر نجیب الله لپاره د سولې لپاره د پرېکړو سخت کال و، د اشرف غني د حکومت لپاره ۲۰۱۹ کال تر ټولو سخت و، ځکه د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت افغان حکومت په ځینو پرېکړو کې تر نهایي فشار لاندې راوست. د ۵ زره طالب بندیانو خوشې کول او د دوحې یو طرفه هوکړې لاسلیک یې عمده برخې دي.

د دغو توافقاتو د لاسلیک او عملي کېدو نتیجه اوس او هغه وخت یو شان ده. جګړې لا زور واخیست، پاکستان مداخله ونه دروله او د واک خلا افغانستان یو پېړۍ شاته بوت، چې د تکرار ډېره هڅه یې وشوه، خو ولسمشر غني یې د بدیلو لارو په وسیله په مخنیوي کې تر اوسه بریالی ګڼل کېږي.

د ډاکتر نجیب الله حکومت د افغانستان په شمال کې د بغاوتونو له وجې له سخت وضعیت سره مخ شو. له روسیې سره پولې ته نږدې په حیرتان بندر کې د ۷۰ مې لېوا قوماندان له دولتي ډسپیلین سرغړونه وکړه او ډېری تاریخ لیکوونکي دغه بغاوت مخامخ د شوروي اتحاد په زمینه سازۍ بولي چې په پایله کې یې د ډاکتر نجیب حکومت له شمال څخه له سختو ننګونو سره مخ شو.

د دغه سناریو دوام یو ځل بیا د افغانستان په شمال کې په څرګندېدو دی، خو ډاکتر غني یې د مهارولو لپاره ځينې قېمتونه ادا کوي او ښایي د دې سناریو د تکرار مخنیوي لپاره دغه قېمت د ده پخپل تحلیل له رامنځته کېدونکې فاجعې ارزانه وي.

په شمال کې د دوستم د بغاوت له مدیریت نیولې، تازه په فاریاب کې د والي د بدلېدو پر سر جنجال او د لانجې د هواري لپاره د فاریاب پخواني والي نقیب الله فایق ته د غازي میربچه خان دولتي مډال او د انتصابي سناتور څوکۍ ورکړه یې هم د همدې لپاره ده چې پر ځای یې داوود لغمانی چې د افغانستان په ملي امنیت شورا کې د کار کولو سابقه لري او حکومت ته نږدې کس دی، وګماري ترڅو په شمال کې احتمالي رامنځته کېدونکي بغاوتونه باوري مهار کړي.

په ادا شوي قېمت د تاریخ د تکرارېدونکې سناریو مخنیوی تر اوسه بریالی دی، د واک د خلا مخنیوی او د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرني سیاست د اهدافو روښانولو د مجاهدینو په څېر طالبان له پوښتنو سره مخ کړي.

له طالبانو سره د امریکا د سولې د یوې مبهمې معاملې په جریان کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د جوړښت ژوندي ساتلو لپاره پرلپسې قول اردوګانو ته د ولسمشر غني سفرونه او پر هغوی د پاملرنې لپاره د خپل کاري وخت درې برخې ورکولو سره، ولسمشر د افغانستان له وسله وال پوځ سره د ډاکتر نجیب الله د تکرارېدونکې سناریو مخنیوی وکړ.

یو شمېر خورو ورو سیاسیونو ته امتیازات ورکول او تر یو چتر لاندې راوستل، په ځانګړي ډول په شمال او سویل کې د احتمالي بغاوتونو مخنیوي لپاره د یوې اغېزناکې نقشې پر اساس چټک اقدامات، د بهرنیو ځواکونو د وتو اعلان سره سم د طالبانو سیاسي زړه کندهار ته سفر او طالبانو او بهرنیانو ته د خپل پیغام بیانول، له پاکستان سره د اړیکو د څرنګوالي وضاحت او بالاخره د اسلامي هېوادونو د علماوو شوراګانو د فتواوو او د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو څرنګوالي په اړه د وضاحت رامنځته کولو له لارې د طالبانو جګړه ییز مشروعیت ننګول، ټول د تاریخ د تکرارېدونکې سناریو مخنیوي لپاره ترسره شوي بریالي اقدامات دي.

Comments are closed.