په افغانستان کې د خوړیزې نا امني موجوده وضعیت؛ لاملونه، اغیزې او ممکنه حل لارې

لیکونکی: ولي خان احمدزی

313

د خوړو او کرنې د نړیوالې ادارې د تعریف په اساس؛ داسې يو حالت چې ټول وګړي، هر وخت، په اقتصادي، او فزیکي ډول داسې مناسبو خوړو ته لاس رسی ولري چې د بدن اړتیاوې يې پوره کړي خوړیز امنیت ویل کيږي؛  او د دې برعکس خوړیزه نا امني ګڼل کيږي. خوړيز امنیت څلور اړخونه لري.

۱.  د خوړیزو توکو شتون (Availability): په سیمه کې په کافي اندازه خوړيز توکي شتون ولري. د یو ملت په کچه خوړیز توکي خپل تولید، زیرمه، او واردتو جمع يې مرستې تشکیل کوي. له دې ارقامو څخه باید صادرات، تخم، خوړل شوي، او ضایعات منفي شي. پاتې ارقامو ته د نفوس اړوند سنجش وشي. د اړتیا په وخت کې که کافي خوړیز توکي شتون ونه لري د مرستو له لارې پوره کیدلی شي.

۲.  خوړیزو توکو ته لاس رسی (Accessibility): دا د اخیستلو په قدرت پورې اړه لري، یعنې که په بازار کې خوړیز توکي موجود هم وي ایا څوک يې د اخیستلو لپاره کافي پیسې لري؟ دا بیا په ځینو نورو فکتورونو پورې اړه لری د بیلګې په ډول عاید، د خوړیزو توکو بيه، او د کار کولو فرصت.

۳.  د خوړیزو توکو څخه ګټه اخیستنه (Utilization): دا په دې دلالت کوي چې ایا د یو انسان بدن له موجوده غذا څخه مناسبه ګټه اخیستلی شي که نه. دا حالت بیا د خوراکي توکو په کیفیت، کميت او تنوع پورې اړه لري. د دې ترڅنګ صحي خدمات او پاکوالی هم په پام کې نیول کيږي. له بله اړخه د خوړو څخه ګټه اخیستنه د خوړو مناسب مدیریت پورې هم اړه لري چې په دې کې بیا د خوراکي توکو مناسب پروسس کول، زیرمه کول، او مناسب ویش شامل دي.

۴. پایښت (Stability): د خوړیز امنیت پایښت دې ته وايي چې د اړتیا وړ خوړیز توکي په فردي او کورنۍ په کچه هر وخت د لاس رسي وړ وي. د خوړو پايښت د خوړو د بې پايښته عرضې په پایله کې ګواښل کيږي. کمزورو اړیکو، دودیز انتقالي سیستم، سیاسي او اقتصادي بې پايښتي، او غيري تولیدي موسمونه کې خوړیز امنیت ډیر بې پايښته کيږي.

افغانستان کې خوړیزه نا امني

د احصائي د مرکزي ادارې د راپور په اساس په 2015 زیږدیز کال کې د خوړیز امنیت له مخې افغانستان په نړۍ کې171 م هیواد وه. د IPC د راپور له مخې تیر 2020 کال کې د افغانستان 11 ميليونه وګړي د غذايي نا امني سره مخ وه. خو دا خوړيزه نا امني دومره شدیده نه وه ډیره يي په لومړیو دوو مرحلو کې وه. په دې ورستیو کې د نورو لومړیو خوراکي توکو تر څنګ د غنمو بيې 40 سلنه لوړې شوې دي. د ای پي سي او خوړو د نړیوالې ادارې د نوي راپور له مخې 18.8 ميلیونه وګړي له خوړیزې نا امنۍ سره لاس او ګریوان دي. د دغې ادارې د وړاندوينې په اساس په راتلونکې شپږ میاشتو کې به دغه شمیره 22.8 میليونه ته ورسیږي. د دغې شميرې څخه 7 ميلیونه په بیړني حالت کې دي، ۱۱ ميليونه يې په بهراني حالت کې دي. پاتې وګړي هم 13.6 ميليونه د غذا د کمښت له فشار سره مخامخ دي، او يوازې تقریباً 7 ميليونه يې په نسبي ډول خوړیز امنیت کې دي. دا د ځمکې په سره د خوړيزې نا امني تر ټولو بد حالت دی. چې يوازې د تیر کال په پرتله پکې تر 50 سلنې پورې ناڅاپي زیاتوالی راغلی، او د هیواد تر نیمايي زیات نفوس له سختې خوړیزې نا امني سره مخامخ دی.

په افغانستان کې د خوړیزې نا امني لاملونه:

۱. داخلي تولید کمښت:

د کرنې په برخه کې دا يو جمله يوازې د کتاب پرمخ پاتې شوې ده او هلته ښه ښکاري “افغانستان يو کرنیز هیواد دی او ۸۰ سلنه وګړي يې په کرنه بوخت دي”. په داسې حال کې چې د خپلو روانو اوبو يوازې 0.9 سلنه هم نشي را ګرځولی، او د غنمو اړتیا له داخلي تولید څخه ۲۰ سلنه هم نشي پوره کیدلی. د اوبو د سیستم نشتوالی، د څیړنیزو مرکزونو نشتوالی، دولتي تصدۍ نه موجودیت، دودیزې کرنې او نورې ګڼې ستونزې موجودې دي. د کرنې برخه کې پراخه اصلاحاتو او کار ته اړتیا ده کوم چې په یوه لنډه لیکنه کې نشي راټولیدلی.

۲. جګړې

جګړې، او شخړې هم د خوراکي توکو په تولید اغيزې کوي. نړیوالې تجربې ښايي په هغو هیوادونو کې چې کلونه پکې کورنۍ جګړې کیدلې خوړیزه نا امنۍ يې پکې ډیره زیاته وه، سومالیه، سويلي سوډان او افريقا يې ښې بیلګي دي.  افغانستان کې هم جګړې نسبت نورو عواملو ته خوړیزه امنیت ډیر زیات زیانمن کړی دی. څه کمه نیمه پيړۍ جګړې يوزې دا نه چې د پرمختګ مخه يې نیولي وه، بلکې جوړې شوې زیربیناوې يې هم په ډیره بې رحمۍ سره ونړولې (په دې موضوع کې ډیر نه تم کيږم چې خبره سیاسي نشي، خو زمونږ د بربادۍ بنسټیز لامل دا څلويښت کلنه جګړه ده).

۳. داخلي تولید څخه ملاتړ نشتوالی:

که څه هم په تیرو دوو لسیزو کې افغانستان په ډیرو برخو کې په ځان بسیاینې ته نږدې شو، خو لا هم ډیر کار پاتې دی او ډیر څه باید شوي وی. په ځانګړي ډول د دريمې نړۍ د يو هيواد په توګه باید دلته د خوړیزو توکو د تولید له کوچنيو کاروبارونو څخه ملاتړ شوی وی. د ځان سره د مرستې ګروپونو او کوپراتیفونو په وسیله د دوی محصولات راټول شوي وی او مناسب بازار ورته پیدا شوي وی. د دې قضيې بل اړخ دا دی چې په لوی لاس د هیواد د داخلي بازارونو واک يې د بهرنیو مؤلدینو په لاس کې ورکړی دی.

۴. بد ګاونډیان

تر جګړې وروسته دا تر ټولو بد عامل دی چې له بده مرغه افغانستان ورسره لاس او ګریوان دی. که څه هم بدلیدلی نشي، خو سمیدلی شي. په تیرو څو لسیزو کې د سوداګري په برخه کې د په ځانګړي ډول د خوړیزو توکو په سوداګري کې ډیرې ناسمې او یو اړخیزې پریکړې کړي دي.

 ۵. د نفوس زیاتیدل

د نړۍ د نورو پرمختیایي هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم د نفوس په زیاتیدونکي ډول (2.3%) زیاتیږي. که څه هم افغانستان تر موجوده نفوس څخه د زیات نفوس لپاره د اوسیدنې وړ دی، خو د نفوسو د زیاتوالي سره باید په تولید کې هم زیاتولی راشي.

۶. طبعي پيښې

طبعي پيښې هم یو د خوړیزې نامني له لاملونو څخه دي بیلګې په ډول سیلابونه،ناروغۍ او وچکالي. د افغانستان په شرایطو کې وچکالي يي تر نورو ډیره ضرري وه/ده. موجوده وچکالي د تیر به څیر يوه عادي دوراني وچکالي نه بلکې د اقلیمي بدلون له اړخه یو د خطر زنګ  دی.

۷. د خوړو ضایعات

که څه هم د تیارو خوړو ضایعات په پرمختللو هیوادونو کې زیات دي. په پرمختیایي هیوادونو کې بیا له د حاصل او حاصل ټولونې څخه مخکې ډیر ضایعات صورت نيسي. د غذا او خوړو د نړیوالې ادارې د راپور په اساس په ټوله نړۍ کې د يو کال په جریان کې 1.3 بیلیونه ټنه خواړه ضایع کيږي.

د خوړيزې نا امني اغیزې

۱. په ماشومانو يې اغیزې

ماشومان نسبت د ټولنې نورو قشرونو ته د خوړیزې نا امنۍ په وړاندې ډیره حساس دي. د مناسبو خوړو د نشتوالي په صورت کې د وینې کمښت تر څنګ په ګڼو نورو ناوړه ناروغیو مبتلا کيږي. د دې څنګه يې په فزیکي او فکري جوړښت ناوړه اغیزې کوي کوم چې په راتلونکي کې د زدکړو او او ټولنې سره د اړیکې ځواک ننګوي.

۲. د خوړیزو توکو د بيو لوړوالی

د خوړیزې ناامني يو اړخ د خوړیزو توکو کموالی هم دی. کله چې خوړیزه نا امني رامنځ ته کيږي نو د اړوند توکو بيې نورې هم لوړیږي.

۳. بې کاري

کله چې په يو هیواد کې وګړي خوړیزو توکو ته لاس رسی ونه لري، اقتصاد یې د رکود به حالت کي وي. د دې مانا دا دی چې دوی به دندې له لاسه ورکړي.

۴. د روغتیا اړوند لګښتونو زیاتوالی

د خوړیزې نا امنۍ لوړه کچه د ناوړه ناروغیو کچه هم لوړوي د بیلګې په ډول د زړه ناروغۍ. د يو څیړنې له مخې خوړيزې نا امني سره مخ کورنۍ، د روغې کورنۍ په نسبت 45 سلنه زیات لګښت په درملو کړی وه.

۵. شخړې

دا يوه اساسي پوښتنه ده چې خوړیزه نا امني د اختلاف لامل ده، که اختلاف د خوړیزې نا امني لامل دی؟ دواړه حالتونه سم دي. په ځانګړي ډول کله چې د خوړیز توکي کم شي او بيې يې لوړې شي. د فقر اړوند دا پوښته بیا ځينې استثنات لري، هغه دا چې د نړۍ ځينې داسې هیوادونه شته چې د فقر کچه پکې لوړه ده خو بر عکس د اختلافونو کچه په کې کمه ده.

د خوړیزې نا امني حل لارې

د نړۍ د هیوادونو حالت ته په کتلو سره بیلابیلې حل لارې لري. د افغانستان په حلاتو کې يې ځينې ممکنه حل لارې په لاندې ډول دي.

۱. د مؤلدیت لوړول

له منابعو څخه تر ټول لوړ حاصل لاسته راوړل. په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې، کروندګر د تولید اړوند منظقي پریکړه نشي کولای. د دې لپاره د هیواد په بیلا بیلو برخو کې څیړنیز مرکزونه جوړ شي چې د سیمي د حالت سره سمې څیړنې تر سره کړي او پایلي له مؤلدینو سره شریکې کړي. د خاورې حاصلخيزي په زیاتوالي کار وشي، او تر دې اړینه دا چې د عواملو څخه د متوازنه ګټنې لپاره وړاندیزونه وشي. د دې تر څنګه مؤلدینو ته د تولید مناسب عوامل وړاندې شي.

۲. د خوړیزو توکو سوداګري

لکه څنګه چې دې نقطې ته د لاملونو په برخه کې هم اشاره وشوه. دا ستونزه باید متخصص کادرونو ته وړاندې شي، او دوه اړخیزه مذاکرات ورباندې وشي. په سميه کې ګڼ سازمانونه او ادرسونه موجود دي باید هلته مطرح شي. د بیلګې په ډول د اقتصادي همکاریو سازمان ECO چې افغانستان يې هم غړیتوب لري. د شانګهای د همکاریو سازمان SCO چې افغانستان يې تر اوسه پورې څارونکی غړیتوب لري. د جنوبي اسیا د منطقي همکاریو سازمان(SAARC)، افغانستان يې بشپړ غړیتوب لري. د دې ټولو ادرسونو تر څنګه د هیواد په داخل کې د يو واحد او په ملي ګټو ولاړ دریځ ته اړتیا ده. ښه بیلګه يې هم تیر 2020 زیږدیز کال کې د لومړي ځل لپاره پاکستان د افغانستان لاریو ته اجازه ورکول وه چې مستقيماً د واګه بندر له لارې ۱۴ لارۍ هند ته لاړې.

۳. د ضایعاتو کمول

دې نقطې ته هم د لاملونو په برخه کې اشاره وشوه. د پرمختیايي هيواد په توګه په افغانستان کې د حاصل راټولونې او د حاصل څخه مخکې د محصولاتو ضایعات ډیر دي. دې ستونزې د حل لپاره  باید د حاصل راټولونې، انتقال او پروس لپاره له مناسبې ټکنالوژي څخه ګټه واخیستل شي. لکه وړاندې ذکر شوه چې د خوړو د نړيوالي ادارې د يو راپور له مخې هر کال 1.3 بیلیونه ټنه خوراکي توکي ضایع کيږي.

۴. د موجوده زیربیناو پراخول

ډیری مؤلدین بازار ته د تولید د انتقال په وخت کې د خرابو سړکونو، کمو سهولتونو، او د خوړو د پروسس د دستګاو د نشتون له امله له ستونزو سره مخ کيږي. که دغه زیربیناوي او سهولتونه برابر شي د خوراکي توکو د کمیت په زیاتوالی به مثبتې اغیزې ولري.

۵. د سوداګري پالیسیو ته وده ورکول

د ناسمو سوداګریزو پالیسیو له امله ډیری کوچنیو کروندو بزګران په بازار کې له سیالۍ څخه لویدلي وي. دولت باید د سوداګري او بازرا په برخه کې مناسبې پاليسي جوړې کړي تر څو د هرې کچې مؤلدین په بازار کې برخه ولري. د دې ترڅنګ د تولیدي توکو لپاره لومړیتوبونه وټاکي.

۶. متنوع کول

یوازې په یو نبات باندې تاکيد ونشي ځکه دا د خوړيزې نا امني سره د مبازې په لار کې موثر نه ثابتیږي. په کښت تنوع ته پام وشي. له يوه اړخه متنوع خواړه د روغتیا په برخه کې اغیزمن وي، به بل اړخه د نرخونو نوساناتو او يا نورو افتونو په وخت کې به يې زیان کم وي. تر ټولو اړینه دا چې د متنوع کښت له امله به په بازار کې په مناسبنو بیو په بیلابیلو موسمونو کې بیلابیل خوراکي توکي د لاس رسي وړ وي.

۷. د اقليمي بدلون سره مبارزه

اقلیمي بدلونونه په ډیر بد ډول سره ورځنی ژوند او خوراکي توکو تولید اغیزمن کوي. که د اقليمي بدلون سره په سم ډول مبارزه وشي، د اړتیا وړ خوراکي توکو د کمښت ستونزه به هيڅکله راپيښه نښي. دا د خوړیز امنیت لپاره يو بل ستر ګام دی.

۸. مرستې

دا که څه هم د اوږد مهال لپاره يو مناسب حل نه دی. په لنډ مهال کې د هغو وګړو لپاره چې د خوړیزې نا امنۍ په دریمه او څلورمه مرحله (بیړني او بد حالت) کې دی، د هغوی لپاره يو لنډ مهاله حل بلل کیدلی شي. د ای پی سي د راپور په بنسټ په راتلوني شپږ میاشتو کې به څه کم 9 میلیونه افغانان په بیړني حالت کې وي، او 14 میلیونه به په بهراني حالت کې وي. د دې حالت د کابو کولو لپاره او د معضلې د لنډ حل لپاره 22.8 میلیونه وګړي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. بیا د اووږد مهال لپاره د کاري فرصتونو په ایجاد سره زیانمن وګړي له خوړیزې نا امني څخه ژغورل کیدلی شي.

په درنښت،

تل دې وي افغانستان،

Comments are closed.