ملا د افغاني ټولنې د بربادۍ لامل/ شاداب شبير

0 935

په محفل کې يو چشماټو ملا ته مخامخ ناست وم. څنګ ته يې يو قاري ګوټی کښېنولی و. په خپلو کې يې سره کيسې کولې. ملاګوټي خپل چړي مخاطب کړی و او په نري اواز يې ورسره کيسې کولې. ويل يې د افغانستان خلک جاهلان دي چې د پاکستان په مقابل کې دومره حساسيت لري. څومره اسلام چې په پاکستان کې شته په افغانستان کې يې نيم هم نه شته.

وايي يوه ورځ راته يو جاهل ويل چې په پاکستان کې عياشي ده. ما ورته ويل چې د ميلو بچيه! ته ورشه دا خپل کابل دې وګوره! څومره عياشي چې په کابل کې شته په پاکستان کې يې نیم هومره هم نه شته. په کابل کې ښځې په پتلون کې ګرځي او نيمه لستوڼي جامې اچوي. خو په پاکستان کې تر اوسه چا داسې نه دي کړي. وايي د پاکستان له هره کوره د دين او قران اواز راځي او د  افغانانو له کورونو د ډمتوب اواز راځي.

ملا خپل چړي ته لګيا دی او زه يې اورم: په پاکستان کې چې عالم هر څومره ډېر وخت تېروي، همغومره په ولس ګرانېږي او قدر يې ورسره ډېرېږي؛ خو د لته چې عالم له ولس سره هر څومره وخت تېروي همغومره يې ورسره قدر کمېږي. خپل چړي يې متوجه کړ: که ستا په ياد وي په هغه جومات کې (مردان کې) چې هغه ملاصيب مړ شو، مقتديانو يې ورته هغه ځوی ته پګړۍ وتړله او دی يې خپل امام کړ. نو ته څه وايې که زه مړ شوم، دوی به زما زوی دلته امام کړي؟ چړي د (نا) او حيرت په دود سر وخوځاوه.

د خپل اتو کلو مخکې يوه کيسه يې وکړه. (کله چې زه له مردانه وطن ته راتلم؛ نو زما په مقتديانو کې يو پاڅېده اعلان يې وکړ: (استاجي خو کابل له ځي. خو دا تګ خو هسې نه کېږي؛ تاسو ټول خپل وس امداد له استاجي سره وکئ!) څادر يې هوار کړ. هر څوک راپورته شو، چا سل، چا پنځه سوه او چا د زرو نوټ راته واچوه. ته منې!؟ پنځه ويشت زره روپۍ راته ټولې شوې. او په هغه وخت کې په نهه زره روپۍ دلته موټر راته. نورې راته پاتې شوې. خو دا خلک ولاکه يوه روپۍ عالم ته ورکړي.

تاسو داسې فکر مه کوئ چې دا ملاګوټی دی ګوندی پاکستانی وي. دا افغانی ملا دی؛ خو د پاکستان د د مردارو دهشتګرو فابريکو توليد دی. ما غوښتل چې دې کثيف ملا ته دده د هرې خبرې منطقي ځواب ورکړم. خو ما ته مشرانو ويلي چې يو به له ملا سره ځان نه ښکېلوې او بل له ډم سره. ځکه دوی هيڅ دليل نه مني او او نه درسره دليل وايي هسې د خپل ذوق مطابق لګيا وي او بس. خو زما خپله تجربه راته همدا وايي چې د خپلو مشرانو پر وصيت او نصيحت سربېره زه بايد د مجاهد په نامه له شر وفساد سره هم ځان ښکېل نه کړم. ځکه دوی هم په حماقت کې له تېرو يادو پاړکيو سره ګډ خصوصيات لري.

پردي  پالنه، په مادياتو غولېدل  او  دين د ګټې او شخصي لاسته راوړنو په توګه استعمالول د امان الله خان له وخته په دې ټولنه کې دود شوي دي. لومړی ځل په اماني دوره کې ملا د مادياتو او شخصي ګټو په موخه يا شعوري او يا لاشعوري وغوليد او دين يې سپر کړ چې پردۍ موخې دلته عملي کړي. دا کيسه له هماغه وخته ښه په شور کې روانه ده او هر کله چې بهرنيان زموږ د تسخيرولو نيت وکړي خپل پلان په ملا عملي کوي. ځکه دا پاړکي د نورو اهدافو د عملي کولو لپاره په هر ډول مناسب پېژندل شوی دی. ځکه خلک پرې باور کوي او ده بيا دين په ټيکه او اجاره اخيستی، چې هر ډول يې زړه وي هماغسې يې کاروي.

يوه لويه ستونزه چې اوس زموږ په ټولنه کې موجوده ده هغه د ټولنې د مختلفو پاړکيو تر منځ عقدوی چلند دی. ملا د دې ټولنې پر وړاندې ډول ډول عقدې لري او ډېر کله د محروميت احساس کوي. د ملا همدا خپل محروميت دی چې دين يې د سپر په توګه وکاروه او نړي والو ته يې د فطرت او طبيعت دين د ترهګرۍ په نامه ورپېژنده.

زما د استاد سعید حاوي خبره په ياد ده. هغه وايي چې دين بايد له حالاتو او شرايطو سره په مطابقت کې تشريح شي. خو ملاصيب دا خبره کله درسره مني. هغه وچ په وچه د دې پلوی دی چې څه پيغمبر کول او څه صحابه و کول هغه بايد موږ هم وکړو. خو هغه ډول مثالي ټولنه جوړول اوس ډېر ستونزمن کار دی.

سعيد حاوي همدا خبره ليکلې ده. کوم عالم چې په منبر د حضرت ابوبکر الصديق مناقب بيانوي چې له تېلو سره يې ډوډۍ خوړله او حضرت عمر د خپل زوی له لاسه مڼه واخيسته…. دا مناقب بيانول ښه کار دی؛ خو اوسنيو حاکمانو ته دا نه ده په کار چې هغسې سياست دې غوره کړي. ځکه په دې صورت کې د اسلام دين نړۍ والو ته د فقر او غربت دين په نامه پېژندل کېږی.

نوموړی د رسول الله ص يو حديث رانقلوي: ژباړه: څوک چې زموږ مامور دی هغه دې له بيت الماله ځان ته کور جوړ کړي، که واده نه لري واده دې وکړي او څوک  چې له دې ورهاخوا له بيت الماله يوه روپۍ په غير قانوني ډول اخلي، هغه خاين دی. يوه بله خبره چې هغه ډېره په زړه پورې کړې ده هغه دا ده چې ( هر کله چې کوم عالم د يوې موضوع په اړه فتوا صادروي، نو زمان، مکان او شرايط دې له پامه نه غورځوي.)

خو نن ملا صيب له دينه يوه تنګه دايره جوړه کړې ده، چې هره خبره دين ته راکاږي. ملا د خپلې عقدې له مخې وچ په وچه درته وايي دا کار د پيغمبر ص په وخت کې داسې نه و. يا په قران کې الله ج د جهاد په اړه داسې ويلي نو اوس ته له جهاده انکار کولی شې؟ سړی مجبور ورته چوپ پاتې شي. وه ملا صيب ته اوس دې ټولنې ته وګوره موږ خو اوس داسې نه شو کولی چې د صحابه و په څېر هماغسې مثالي ټولنه جوړه کړو؟

د ملا اوسنۍ کړنې او مازې وچه اسلام غوښتنه داسې مثال لري لکه يو څوک چې په دښته کې له تندې مري او د دښتي خېرنې اوبه ورته نه رسي؛ خو دی وايي چې نه! زه دا اوبه نه څکم. ماته معدني اوبه راکړئ!  په اوسنيو شرايطو کې د صحابه و د دور خلافت غوښتل همداسې ده لکه په يوې دښتې کې د معدني اوبو غوښتل.

اوس دې ته اړتيا ده چې اسلامي ټولنه او اسلامي امت سره راټول شي. لږ تر لږه د دوی د انتشار او تفريق مخه ونيول شي. دا اوس چې کوم اسلام ملا او يو شمېر نورو وضع کړی په والله چې د هر چا زړه يې له اسلامه تور کړ. نړۍ وال چې زموږ اسلام ګوري له اسلامه تښتي. خو ملا صيب هغه د پيغمبر کړنې هم په امانت ډول نه عملي کوي. کومې وژنې، کوم وحشت او کوم بربريت چې نن د اسلام په نوم او د جهاد په نوم کېږي، دا د اسلام استازولي نه شي کولی. د اسلام مبارک دين او د حضرت پيغمبر ص مبعوث کېدل د انساني ژوند د بقا لپاره وو؛ خو نن اسلام د نړۍ د تباه کوونکي دين په توګه خلکو ته پېژندل کېږي. دا هر څه بيا هم د ملا صيب له لاسه. هر څه د ملا صيب د کمترۍ د احساس او عقدوي چلند له مخې کېږي. پايله داده چې ستونزه په دين کې نه شته ستونزه په اشخاصو کې ده چې د دين په نامه ځانته امتيازات غواړي او غواړي چې دين د خپلو شخصي ګټو لپاره د يوې الې او وسيلې په توګه وکاروي.

ملا ولې داسې شو؟

دغه فتنه چې په هر څه کې دې دين تداعي کېږي، د مثالي ټولنې په نوم شخصي امتيازات غوښتل کېږي، د دين په نامه عقدوي چلند کېږي، په دين کې کوچنۍ تېروتنه او د سنتو ترک تر کفره او مرګه رسول کېږي، لومړی له افغانستانه راپورته شوه. کنه موږ په نړۍ کې ښه ښه علما لرو. هغوی له نړۍ سره د دين په تار کلک تړلي او ډېر ښه اړيکي لري. خو افغانستان کې ملايانو دين تجريد کړ. دين يې له نړۍ والو بېل  کړ. دوی دين له پرمختګ او اجتماعيت څخه راووېست او پر شاه يې راکاږه. خو اوس اصلي خبره داده چې د دې ټولو لامل څه دی؟ زه يې په اړه څو دلايل لرم.

لومړی خو دا دی چې په افغانستان کې یو وخت ( افغانستان ته د روسانو له راتګ وروسته او د کمونستي دورې له واک ته رسېدو سره سم) له دين سره شعوري يا لاشعوري دښمني وشوه. اشرافو، ښاريانو او متمدنو انسانانو د دين زده کړې ته شاه کړه او د عصري علومو په زده کړه يې ځانونه بوخت کړل. دين يې يواځې د غرو او درو خلکو  ته ورپرېښود. د غرو او درو خلک  چې په اصل کې ناپوه او کمزوري خلک وو، د دين په ارزښت او اهميت هم پوه نه شول. دوی له دين سره بل ډول ناوړه چلند وکړ چې دين يې د شخصي لاسته راوړنو او شخصي ګټو د حاصلولو لپاره يوه وسيله وګرځوله او نن همدا دی چې هر چېرته ګورې همدا ډلې به  له هر چا وړاندې وړاندې کېږي او په هر څه کې دين تداعي کوي.

دوه يمه خبره دا ده چې ملا په ټولنه کې د ټول عمر لپاره سوالګر پاتې شوی او دين يې د خپلې خېټې ډکولو يوه وسيله ګرځولې ده. په حقيقت کې د دين او ملا دغه موقف او پرستېج نه دی. هغه چا چې دينې علم کړی وي، هغه بايد د ټولنې پېشوا او رهنما وي؛ خو ملا خپل دغه موقف په افغانستان کې ونه شو ساتلی. هغه د غني خبره چې :

زما بادار وې ټوکړي خور وظيفه خور شوې زما

همدا لامل دی چې ملا د خپل کمترۍ د احساس له مخې په ټولنه کې عقدوی چلند کوي او اوس د دين په نامه يو بل ډول امتياز غواړي.

درېیمه ستونزه خو دا ده چې ملايانو په مجرد ډول د دين زده کړې ده، خو له عصري علومو بيا بېخي ناخبره دي. سره له دې چې ټول علوم له قرانه راوتلي دي او عصري زده کړې د دينې زده کړو زېږنده دي؛ خو ملا جان بيا يواځې عبارت زده کړی او لکه د ګاډۍ اس اخوا دېخوا نه ګوري يواځې په همدې مستقيمې لارې روان دی. په دې معنا چې وچ په وچه د اسلام غوښتونکی او د عصريت دښمن دی.

د ملا مسوليت څه دی؟

ما په يو ځای کې لوستي وو، چې زموږ د ټولو پر ذهنونو د منفي‌ګرايۍ ملکه حاکمه ده. هغه داسې چې  په مديريت کې د تشويق پر ځای تهديد، په ژورناليزم کې د سولې او هيله بښونکو خبرونو پر ځای د انتحار او انفجار خبرونه او په منبر باندې د بشارت پر ځای د نذارت، دوزخ او عذاب خبرې ډېرې کېږي.

ما ته يو ملاصيب وويل دا خبرې ځکه کوم چې خلک په دې پوه شي چې دين سخت دی او جنت ته تلل څه اسان کار نه دی. که ورته د جنت او خوشالۍ خبرې وشي؛ نو بيا دوی دين ته اسانه فکر کوي او عبادت نه کوي. يعنې دا په دې معنا چې له انساني ټولنې په لوی لاس د دين پټول دي.

اصلا ملا د خپل مسوليت په پېژندنه کې پاتې راغلی دی. دی بايد دين په حقيقي ډول لکه څنګه چې دی په هماغه ډول خلکو ته ورسوي. د ټولنې ذهنونه بايد مثبتې خواته سوق کړي. د وژنې، انتحار او انفجار پر ځای باید د سولې، ورورولۍ او مينې تلقين وکړي. د جهاد په اړه بايد د حقيقي او رښتيني جهاد وضاحت ورکړي. دا نن چې کوم جهاد روان دی ايا جهاد همدې ته وايي؟ دا مسائل بايد د دين له مخې ټول واضح او څرګند شي.

د وطن د مينې، د وطن د ابادۍ او د خدای د مخلوق د خدمت په اړه ولس ته د شريعت له مخې معلومات ورکړل شي.  په شريعت کې زموږ د خوږ پيغمبر ص په اړه نقل دی چې کله يې له مکې معظمې څخه مدينې منورې ته هجرت کاوه؛ نو له مکې څخه د وتو پر مهال يې بېرته مکې ته مخ کړ او په ژړا يې وويل: ای مکې زما زړه له تا څخه نه کېږي؛ خو څه وکم د ظالمانو ظلم او زور دی ځکه درڅخه ځم!

زموږ خوږ پيغمبر او د بشريت ستر لارښود کله هم ددين په نامه وطن وران نه کړ او نه يې ورسره خيانت وکړ. په نوره نړۍ کې هم جهاد داسې نه تعبرېږي، يواځې په دې افغانستان کې جهاد همداسې دی چې وطن دې ورسره وران شي. ما يو ملا صيب ته همدا خبره وکړه؛ خو هغه راته ويل چې زموږ لپاره دين مهم دی. موږ وطن څه کوو؟ سبا مړه کېږو. زموږ اصلي وطن هغه دنيا ده. ما ویل ملاصيب چې وطن، ځمکه او رقبه نه وي نو بيا د اسلامي خلافت حاکميت په چا کوې؟ ملا خوله ورانه، ورانه کړه. ما هم د ده د ضعیف فطرت له مخې نور پرېښود.

زه د ملا مخالف نه يم؛ خو د ملا صيب د دغسې کړنو سخت مخالف يم. زما هيله له ملايانو همدا ده چې خپل مسوليت دې وپېژني. خپل اصلي رسالت دې تر سره کړي. دين دې له خلکو نه پټوي او نه دې له ځانه لويې لويې او بې ځايه فتواوې صادروي؛ کنه د قيامت په ورځ به له ټولو وړاندې  همدی سرچپه په دوزخ کې پروت وي.

Leave A Reply