د ملا صاحب دوې عمده ستونزې / مولوي رحمت الله اندړ

0 1,128

له ملا صاحبه مطلب مروج ملایزم، طالبي طرز تفکر او د شرعیاتو د پوهنځي هغه محصلان دي چې دیني علوم یې یوازې څلور کاله لوستي وي او جذبي یې پر عقل غالبې وي، په ټوله کې دا هغه څوک دي چې نه په دین او نه په سادین خبر دي، یوازې د دین الفبا یې لوستې وي، ځانونه ورته علماء ښکاري، په بل تعبیر نیمچه ملایان او اخوندان هم ورته ویلای شو چې تل یې د دین او د ټولنې په خلاف موقف نیولی وي، دوی به پرېږدو پر ستونزو به یې تم شو.

لومړۍ ستونزه
ملا صاحب ټول انسانان په دوو ډلو وېشلي دي چې لومړۍ ډله یې عوام او دویمه ډله یې خواص دي، یا په بل تعبیر ملا او امي هم ورته ویل کېږي، هغه ډېر بې‌نزاکته تعبیر چې ملا صاحبان یې تر خپلو منځونو دا نورو خلکو ته کاروي، هغه دا دی چې دوی ملاصاحبان او دا نور ټول شین‌پوندې دي.
په دې وېش کې خواص، علماء او ملایان دوی خپله دي او دا نور ټول خلک که ډاکټر، انجینر، معلم، استاد… او بل هر څوک وي، عوام، امیان او شین‌پوندې بلل کېږي.

دا کومه افتراء نه ده چې په ملا صاحب پورې وتړل شي، همدا نن دې د خپل کلي له ملا صاحبه پوښتنه وکړه، کټ مټ همدغسې یې درته وايي او په دې وېش دوی له شرعي او منطقي پلوه ټول قانع دي، دلیل داسې وايي چې په قران‌کریم کې ټول علوم شته او تر ټولو کتابونو غوره دی؛ نو د ملا صاحب قران‌کریم زده دی، مانا تر ټولو کتابونو غوره کتاب یې زده دی او ټول علوم یې زده دي، طبیعي ده چې تر نورو خلکو دی غوره دی. دویم، علماء د انبیاوو وارثان دي. درېیم، دیني علوم تر دنیايي علومو غوره دي، ملا صاحب هم د پیغمبر وارث دی او هم یې غوره علوم زده دي.
دې او دې ته ورته نورو دلایلو ملا صاحبان له عقلي او شرعي پلوه ډاډه کړي چې ګواکې دوی تر نورو غوره دي، درنښت یې باید وشي.

دا په حقیقت کې یوه عمده ستونزه ده چې د نورو وړو ستونزو بنسټ ګڼل کېږي، لکه په ټولنه کې باید ملا صاحب ته ځانګړی مقام ورکړل شي او خلک ورته په ځانګړي احترام قايل شي، هره خبره یې د کاڼې کرښه وبلله شي او هیڅوک یې په مقابل کې نه استدلال او نه د استدلال جرات وکړي، ځکه ملا صاحب تر نورو خلکو هم عالم دی او هم غوره.

که ملا صاحب په ډانګ پېیلي دروغ ویل او بې‌سنده خبره یې کوله، موضوعي احادیث یې ویل، د قران‌کریم تفسیر او تعبیر یې په غلطه کاوه، د مسلمان د وژنې فتوا یې په خپل سر ورکوله یا یې له ځانه د پيرانو، پېریانو او ولیانو کیسې کولې او په دین پورې یې تړلې… ته عامي/امي یې، هیڅ حق نه لرې چې له ملا صاحب سره د پړي سر ونیسې او دلیل ورسره ووایې، ځکه ملا صاحب په دې اند دی چې له ملا پرته بل څوک نه دین زده کولای شي او نه د دین د زده‌کړې حق لري، دا خبره یې هیڅ زړه ته نه لوېږي چې یو سړی دې هم ډاکټر وي او هم دې دیني پوهه ولري یا دې انجینر وي او دیني پوهه دې ولري او داسې نور…

څه د ټولنې سستي او زیاته د ملا صاحب چالاکي ده چې دین یې له خلکو ګرو کړی دی، خلک هم له لویه مسوولیته بې‌غمه دي، دین یې د ملا صاحب په غاړه کې ور اچولی دی او وایي چې الا بلا به ګردن ملا، ملا صاجب ته خو زرینه موکه په لاس ورغلې چې د ټولنې دیني رهبر دی، ټول واک له ده سره دی او هیڅوک په دین کې ورسره ګوتې نه ماتوي، بلکې ملاتړ یې کوي، که څوک له ملا صاحب سره په دیني مساله کې په استدلال واوړي، خلک د ملا صاحب خوا ته لوټه اچوي، ځکه د دین اصلي مالک یې بولي.

د دین دا ډول ګروي تر هغه وخت بې‌زیانه وه چې ملا صاحب یوازې د مسجد امام او عامي یې مقتدي و، ګروي هغه وخت تاوان وکړ چې ملا صاحب خونړی او ایډیالوژیک شو، سیاسي اقتدار ته یې هم لاس واچاوه، په ټولنه کې یې په دیني تفوق سربېره د سیاسي تفوق غوښتنه هم وکړه او عوام بې‌چاره‌ګان یې تکفیر کړل، د جاسوس ټاپې یې پرې ولګولې، تبعید یې کړل او بالاخره هغه مقتدیان یې هم په یو او بل تور ووژل چې له دوی سره یې د دوی په امامت لس او شل کاله لمونځونه ادا کړي وو، لنډه دا چې له ځانه پرته نور ټول خلک یې بې‌دینه وګڼل، بلکې په دې یې هم بسنه و نه کړه، سل کاله شاته ولاړ او امان الله خان غازي یې هم له دینه وایست او ګوډ چې ملا وو د الله تعالی ولي او د دین حامي یې وباله.

امي بې‌چاره هغه وخت را ویښ شو چې زوی یې د دین په نامه ور وژلی، کور یې ور سوځولی، ورور یې ور تبعید کړی، سیمه یې ور ورانه کړې… اوس هم لا ګنګس دی، ځان په ناحقه او ملا صاحب ورته په حقه ښکاري، ځکه دی خو له پېړیو را هیسې داسې تلقین شوی دی چې د ملا صاحب هره وینا او هره چاره له کتابه ده؛ نو د ملا صاحب په اړه د عادي تېروتنې هیڅ فکر ورسره نه پیدا کېږي او له کبیره ګناهونو خو بېخې معصوم ورته ښکارېږي، خو ملا صاحب لګیا دی دا ټولې چارې هم د دین په نامه کوي او هم یې د دین په نامه تبریه کوي.

تر اوسه ملا صاحب ته چا و نه ویل چې عرب پر عجم او عجم پر عرب هیڅ غوره‌والی نه لري او د الله تعالی پر وړاندې غوره انسان هغه دی چې له الله تعالی وېرېږي، نه دا چې له ده خلک ووېرېږي او یا خلک د دین په نامه تسخیر کړي.
په دې کې شک نه‌شته چې علماء د انبیاوو وارثان دي، خو دا باید ورسره په یاد ولرو چې انبیاوو په میراث کې مال او شتمني نه ده پرېیښې، بلکې علم یې پرېیښی دی؛ نو ته خو تر اوسه د قران‌کریم ایاتونه «۶۶۶۶» شمېرې او بیا دا دعوه هم لرې چې زما قران زده دی…

قران خو د بشریت د نجات له‌پاره راغلی او ټول انسانیت ته لارښود دی، خو تا ورڅخه د بشریت د هلاکت وسیله جوړه کړې ده، ګرده ورځ په قراني؟ فتواوو انسانان وژنې. قران‌کریم بېلابېل قومونه او ملتونه یووالي ته را وبلل، سره یو موټی یې کړل، خو تا خپل قوم او ملت په بېلابېلو لارو روان کړ، یو نه یو ډول ټاپه دې پرې ووهله او لا هم دعوه لرې چې قران دې زده دی.

دویمه ستونزه
ملا صاحب پر دې باور دی چې ستر ذات د ټولو انسانانو دیني مسوولیت ده ته ور په غاړه کړی دی، دی تل پر حقه او د ټولو خلکو ناجي دی، که ملا صاحب او ملاییزم نه وي، ټوله نړۍ تباه ده، په هر ډول چې کېږي باید عوام اصلاح کړي او هدایت ورته وکړي، ان چې که ملا صاحب ګنهګار هم شي، خیر دی، خو چې عوام یې له ګناه را ګرځولي وي، مانا خپل ځان ورته هومره مهم نه وي لکه نور خلک.
خو الله تعالی بیا خپل استازي ته داسې فرمایي؛ «انک لا تهدي من احببت ولکن الله یهدي من یشاء، وهو اعلم بالمهتدین» القصص/۵۶

ستا چې څوک خوښ وي هدایت نه‌شې ورته وکولای، خو الله چې چا ته وغواړی هدایت ورته کوي، الله هغه خلک ښه پېژني چې هدايت مني.
سورة غاشیه کې داسې ورته فرمایي؛ «فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ، إِلَّا مَنْ تَوَلَّى وَكَفَرَ، فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ، إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ، ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُمْ» (۲۱- ۲۶) الغاشیة
ژباړه: نو «اې پیغمبره!» نصیحت کوه، ته یوازې ناصح یې، هیڅ پر هغوی مسلط/واکمن نه یې، البته که څوک مخ واړوي او انکار وکړي؛ نو الله به هغه ته درنه سزا ورکړي، بې‌شکه همدا زموږ لور ته د دې خلکو را ګرځېدل دي، بیا د هغوی حساب هم زموږ کار دی.

مبارک ایاتونه د الله تعالی د استازي مسوولیت او دنده په ډاګه کوي چې ته یوازې د الله تعالی لور ته بلونکی یې، ته نصیحت کونکی یې، ستا دنده همدغه ده، نور نو هدایت د الله تعالی په لاس کې دی چې چا ته هدایت کوي او چا ته یې نه کوي او که څوک کفر غوره کړي او له سمې لارې مخ واړوي، الله تعالی به هغه ته درنه سزا ورکړي، خو ملا صاحب د الله تعالی تر استازي هم دا مسوولیت زیات احساسوي او تر هغه وړاندې کېږي، العياذ بالله داسې انګېري لکه دی چې نېغ په نېغه د الله تعالی نايب وي، که یې څوک خبره و نه مني، دی پخپله سزا ورکوي او الله تعالی ته هیڅ اړتیا نه پرېږدي.

دا هغه ستونزه ده چې ملا صاحب فنا في الله شي، خپل ځان ورک کړي، له ځانه پرته ټول خلک ورته ګمراه ښکارېږي، یوازې ځان پر حقه ویني؛ نو ځکه یې له عوامو سره چلند ۱۸۰ درجې توپیر وکړي، الهي جزا او سزا خلکو ته په دې دنیا ورکوي.

حل لاره څه ده؟
مالومه خبره ده چې د وچو له کبله لانده هم سوځي، د موجوده وضعیت مهارول د هغو علماوو دنده ده چې له یوې خوا د دین په حقیقت پوهېږي او بلې خوا ته له خپل ولس، خاورې او هېواد سره خواخوږي لري، باید د نیمچه‌ګانو او اخوندانو مخه په هر ځای کې ډب کړي، که نه نو د واقعي علماوو حیثیت به په ټولنه کې ورځ تر بلې را ټیټ شي، ځکه دا هر څه چې روان دي د ملا په نامه کېږي او عام خلک د نیمچه ملا او عالم تر منځ په تفکیک نه پوهېږي.

حقیقي علماء باید د خپل دریځ د څرګندولو له‌پاره یو رسمي ادرس ولري، هسې نه چې هره خبره په دیني علماوو تاوان شي، هغه ناوړه چارې چې د دین په نامه کېږي او په حقیقت کې له دینه لېري وي، باید علماء یې له رسمي ادرسه وغندي، رد یې کړي او د خپل ځان سپیناوی وکړي.

ځیني خلک په دې اند دي چې ټولنې او ولس ته خدمت سیاسي نفوذ او قدرت ته اړتیا لري، خو له دیني پلوه د ټولنې او ولس خدمت سیاسي نفوذ او قدرت ته اړتیا نه لري، زموږ اسلافو هم د دین خدمت تر سیاسي چتر لاندې نه دی کړی، بلکې د وخت له چټلو سیاستونو څخه یې کرکه کړې، امام ابوحنیفه رحمه الله یې غوره مثال دی چې نه یې له اموي او نه یې له عباسي خلافت سره بیعت کړی، خو اسلامي امت ته یې په دیني ډګر کې بې‌سارې خدمتونه کړي، د دین خدمت، تقوا، اخلاص او ایثار غواړي، نه سیاسي نفوذ او قدرت.

Leave A Reply