د وکيل وکيل بد اېسي، د ولس دواړه

0 563

د پارلمان له يوه وکيل څخه يې درې کاله وروسته پوښتلي وو چې په پارلمان کې دي لکه چې ښه سات تېر دی؟
وکيل صاحب د غاړو تر تازه کولو وروسته ويلي وو، خاورې مې سات تېر دی، له ديغته مې نفس پکې وخوت، تمامه ورځ سياسي بحثونه پکې روان وي.
وکيل صاحب غوښتل د ولسي جرګې په رسمي غونډو کې هم غيبت وکړي، نسوار واچوي، پيتاوي ته کښېني، له تربوره شکايتونه، د زوی صفتونه، د غوا د شيدو بيان، د قيمتونو د کښته کېدو او پورته کېدو يادونه، د جومات د ملا نوبت، د عسکرۍ د وخت کيسې او د ژمي د ازوغ برابرولو کيسې وکړي.

زموږ پارلمان ته له څېلمې همداسې ښاغلي تللي چې نه په سياسي بحث پوهېږي، نه په سياست کې دلچسپي لري، نه دندې ته ژمن دي، نه مسووليت مني، نه د وطن، خاورې او ولس غم ورسره دی.

يا له څېلمي غله دي، غله هم داسې غله چې غرونه غصبوي، اوښان په بډه وهل خو ورته نسوار هم نه ښکاري، يا فساديان دي، درګرده همدا مردارې شتمنۍ دي چې تر ستوني يې تېروي، يا سړي تښتوونکي دي، خلک ژوند ته نه پرېږدي، کرۍ ورځ يې په دسيسو او معاملو تېريږي، هغه څو چې ګونګ ناست دي، هغوی بيا حيران دي چې کوم باز يې پر کښېناست چې دوی پارلمان ته ورسېدل، دا اووه اته کاله کېږي، همدې چورتونو وړي دي.

پارلمان د مردارو اوبو ډنډ دی، څوک پکې تر ستوني غرق دي، د چا اوبه تېرې شوې دي، کانګې وهي، چا پرتوګ پړسولی نيم ډوب دي او بل تر غاړه نيسې چې پکې و يې منډي، څوک بې‌حاله شوي ها خوا پړمخې پراته دي تر خوله يې ځګونه بهېږي، چا د چا پښه نيولې، بل يوه بيا يو بل تر ستوني نيولی، شرم، حيا، افغانيت، اسلاميت، وطن‌دوستي او انسانيت لکه ايستلي پرتوګونه تر ډنډ ها خوا ډېر لېرې پراته دي.

له کومې ورځې چې دغه پارلمان جوړ شوی، له يو دوو پرېکړو پرته چې د وطن په خير به يې کړې وي، بيا څوک وښيي چې پارلمان او وکيلان له تاوانه پرته دې وطن ته څه ورکړي دي؟

وکيلان د ولس په څټ کې سپاره دي، ټرافيک دوی ډبولی وي، ټکسي وان دوی شهيد کړی وي، پوليس دوی په وينو لړلی وي، ځمکې دوی غضب کړې، نظام دوی ګواښي او ننګوي او نورې شل او سل ناکردې او خيانتونه دي چې ځينې يې ښکاره او ځينې په پټه کوي.

دوی ته وطن تر هغه وخته ګل و ګلزار ښکاري چې د دوی ګټې سمې روانې وي، خو په کومه ورځ چې يې يا ګټې په خطر کې شي، يا مفلسه شي، هماغه ورځ بيا حکومت ناچله وي، له وزيرانو د اعتماد رايې اخيستل شوې وي، هېواد په خطر کې وي او بايد د دوی په خوښه اضطراري حالت اعلان شي.
دوی هغه وخت هم چيغې وهي او حتا يو پر بل خولې لګوي چې يو بل ته يې تاوان ورسېږي، يا يې ګټې د يو بل په وهلو کې وي او يا يې ګټه په دې کې وي چې د بل لمن پر سر ور واړوي.

د پارلمان مشر غلا کړې، لومړی مرستيال يې ورپسې دی چې څوکۍ خوشې کړي، حميدزي بيا يوه ګوته نور پورته کېدو ته پياز په ګنډه وهلی.
دا دی مودې تېرې شوې چې هره ورځ په پارلمان کې غوبل روان وي، له شرمه يې د ټلوېزيون نشرات قطع شي. هغسې خبرې يو بل ته کوي چې ولس يې په يادولو شرمېږي، تمامه ورځ يو د بل په څټ کې سپاره وي.

اوس يې يوه له ځان سپين چرګ جوړ کړي وي، هغه بل ته يې ګوته نيولې چې ته غل يې او داسې ښيي چې دی د ولس له غمه مړ دی.
هغه بل يې بيا د ده لمن په څټ کې ور تړلې وي او ادعا کوي چې دی سپين چرګ او د ولس اصلي استازی دی، خو ولس له دواړو امان غواړي، دواړه يې بد ايسي، له دواړو بېزاره دی.
پښتنو به عمر خوړلي خلک يادول او ويل به يې پښې يې د قبر پر غاړه دي، له خدای دې وډارېږي، دعاګوی دې پيدا کړي.

پر دې غلو خو دويمه رايه د «ط» ټکی دی، خو که غواړي سبا دې ولس ته لږ د سترګو پورته کولو جوګه شي، نور دې د دې در په دره هېواد په روی له دې لنډه‌غريو لاس واخلي. په دې اخېرو مياشتو کې دې د وطن او خاورې پر ګټه څه وکړي. که نه لمسيان به يې لا بيا په دې وطن کې چا ته سترګې نه‌شي

 

سرخط ورځپاڼه

 

Leave A Reply