د ملي اډانو او بنسټونو تخریب او ویجاړی /حفیظ الله غښتلی

0 448

ښاغلي رحمت الله نبیل، چې يو وخت يې د افغانستان د ملي امنیت ادارې مسوولیت درلود، په يوه سياسي بحث کې له طلوع تلوېزیون سره په مرکه کې څرګندونې داسې وې چې موږ يې بيا په جدي ډول د يوې داسې ادارې او کاري ځواک تشې ډکولو ته متوجه کړو چې په وارو وارو مو يې د ایجاد او فعالیت غږ کړی.

دلته په دې خبره نه کوو چې د ملي امنيتي ځواکونو مسوولين د دندې او له دندې وروسته د هغې لوړې پر اساس چې د دندې د پيل پر مهال يې کوي، د نافذه قوانينو، مقرراتو او په ټوله کچه د ملي ګټو د خونديتوب په پار څه ډول څرګندونې کولی شي او څه ډول نه؟ حدود يې څه دي؟ ولي باید داسي وِي؟ د دوی څرګندونې په ملي امنيتي ځواکونو څه ډول اغېز ښندي؟ په نورو ملي ادارو يې اغېز څه وي؟ په عامه اذهانو يې تاثیرات څه وي؟ ممکن دغه ډول د لومړۍ درجې مسوولین د شخصي ټکرونو او ګټو په بنياد څرګندونې وکړي، او…

که دغه ډول اشخاص کتاب يا مقاله ليکي کومه اداره يې بايد مقاله يا کتاب له خپرېدا مخکې وګوري او سم او اصلاح يې کړي.

همدا ډول اوس دلته د دې خبره نه کوو چې ښايي دغه اشخاص بايد د ملي امنيتي ځواکونو په روزنه او پالنه بوخت شوي وای او هغوی ته يې ښودلی وای چې ملي امنيتي ځواکونو له څه ډول ننګونو سره مخ دي او څه ډول هېواد د هوساينې په واټ برابرولی شي. د مسوولیت پر وخت يې تېروتنې څه وې؟ برياوې يې څه وې؟

که مو يوه ناپېيلي ملي اداره او جوړښت درلودای، نو وار له واره به دغې ادارې د ښاغلي رحمت الله نبيل او ګردي مېز د نورو ښاغليو ګډونوالو پر بحث شننه کړې وای او خلکو ته به يې د هغو په رڼا کې وضاحت ورکړی وای.

که داسې ونه شي نو باور دی چې د ښاغلي نبیل په څېر د اشخاصو څرګندونې زموږ د ملي ادارو په تخریب او ويجاړي، د عامه اذهانو په بې باورۍ، له هېواده د بشري ځواک او مغز په فرار کې ستر رول لري او بالاخره همدوی د وطن د ويجاړۍ لامل ګڼل کېدای شي.

+++

تېر کال د یک تلوېزیون يوه مسوول ښاغلي عبدالله ازاده خنجاني له ښاغلي رنګين دادفر سپينا سره مرکه درلوده. د هماغې مرکې شننه او تحلیل هم و نه شو چې سپينا څومره رښتيا وايي، وطن او خلک ورته لومړيتوب لري که نه؟ که يې نه لري ولې؟ د ځان ښودنې او ځان غټونې څومره هڅه کوي؟ د ملي بنسټونو په تخریب کې د سپينا مرکه څومره رول لري؟ د انتخاباتو د بدنامولو هڅه ولې کوي. ښاغلي سپينا ته دا پوښتنه چې په پکتيکا کې نجونې ښوونځي نه ځي نو رايې يې ولې له نارينه وو سره برابرې يا ډېرې يا هم په لږ سلنه ترې کمې دي؟ د ښاغلي سپينا دا پوښتنه داسې ايسې لکه يوه دوه کلن هلک چې نوی په خبرو راغلی وی او داسې يوه پوښتنه دې مطرح کړي! د ښاغلي سپينا او نورو دغه او دې ته ورته نورې پوښتنې په داسې شننو تحلیلونو ځوابېږي چې د ناپېيلو ادارو له لوري وشي. که شخص ووایي چې په خوست کې د رايې ورکولو په ورځ يوه شخص د خپل اولاد د مرګ خبر په دې خاطر پټ وساته چې هسې نه – خلک به رايې ورکولو ته لاړ نه شي او په تدفين به بوخت شي. د دغه شخص د کورنۍ يوې ښځينې هم ښوونځي نه و لوستی خو ټولو رايې ورکړې. په داسې حالاتو کې ممکن د شخص خبرو منلو ته د ټول هېواد په کچه عامه اذهان برابر نه وي، خو د يوې ناپېيلې ادارې شننه او رپورټ منلو ته فکرونه چمتو وي او اغېز يې ښه وي.

+++

هیله کېده چې د پژواک په څېره يوې ناپېيلې ادارې په دې اړه دغسې يو بحث کړی وای او خلکو ته يې وړاندې کړی وای. اوس هم د دې اړتيا ده چې د ښاغلي رحمت الله نبيل په خبرو يو نابېيلی بحث وکړي، د رواني ناروغيو يو متخصص، د ټاکنو د چاروو يو مسوول او يو د ټاکنو د چارو متخصص، د حقوقپوهانو له ډلې يو شخص، د امنيتي چارو يو کارپوه او عامه اذهانو د مدیریت کولو يو ماهر په کې برخه واخلي.

+++

په بحث کې د نبيل په اړه څو پوښتنې رامخې ته کېږي:

ښاغلي نبيل رښتيا ویل؟ که رښتيا و، نو بيا د کردې مېز چلوونکي پوښتنو ته يې په خبرو کې ولې ګنګړو کېدو، ولې يې له پوښتنو او مسوولیتونو تېښته کوله؟

دا خبره به څومره عقل ومني چې د يو شخص په کور کې د چاب ماشين کېښودل شي او بيا دې د رايې اچولو کارډونه پرې چاپ کړې؟ په دې ماشين کاردونه چاپ شول؟ چېرته هغه کاردونه وکارول شول؟ د چاپ د ماشين څخه يې مطلب څه و؟ دا ځانګړی شخص څوک و چې په کور کې يې د چاپ ماشين ايېښې و؟ دا د چاپ ماشين څه ډول و؟ افسېسټ و؟

ښاغلي نبيل د انتقال پروسه او ادراه د کمپاين بهیر وباله او پخواني جمهور ريیس ښاغلي حامد کرزی یې په دې متهم کړ چې دغه اداره يې د دې لپاره جوړه کړه چې داکتر محمد اشرف غني ته کمپاين وکړي.

نه د مېز چلوونکي ته دا معلومات و او نه ښاغلي نبيل ته چې د انتقال پروسه د پخواني جمهور ريیس په غوښتنه رامنځته شوه که د نړیوالو ټولنې يا د کابل د کنفرانس له لوري او يا هم د يوه ځانګړي هېواد په وړانديز. د ښاغلي نبيل دا خبره د ادارو په اړه د ولس باور څومره زیانولی شي.

د جمهوري رياست راتلونکيو ټاکنو ته دومره ډېر وخت پاتې نه دی، نو د ښاغلي نبيل اوسني څرګندونې خو به د دې په خاطر نه وي چې په راتلونکيو ټاکنيزو ټيمونو کې ځان ته ځای معلوم کړي؟ که نه دا څرګندونې يې د شخصي مسایلو په پار کړي او هغه امکانات پرې بند شوي چې د يوه اتهام له مخې يې د ملي امنيت د ۷۶۰ کارمندانو معاشونه اخېستل؟ نور څه امکانات دي؟ د ښاغلي نبيل روغتيايي او رواني حالت سم دی که نه؟

په لويه کچه داسې څرګندونې د ملي بنسټونو په تخریب او ويجاړۍ کې څومره ونډه لري. په يوه هېواد کې هره اداره چې جوړېږي او ملي کېږي د زړه په وينو او بې خوبيو، په نه ستړيا نه مننونکيو هوډونو او فکرونو او بالاخره د سرونو په نذرانه جوړېږي. د افغانستان د ملي ادارو څخه يوه يو هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون دی چې شاوخوا لسیزه مخکې د دې ادارې يو مسوولیت لرونکی وم. د ښاغلي نبيل دا ډول څرګندونې د دې ادارې د بدنامۍ ستر لامل دی.

په ۲۰۰۵ کال کې مي د ټاکنو د کمېسيون د يوه کارکوونکي په حیث له افغان پلاوی سره د په بنګله دېش کې د پارلمان د يوې څوکۍ لپاره ټاکنې څارلې. د بنګله دېش د ټاکنو له کميسيون سره مو څو ناستې وکړې، مسوولینو يې په بار بار ویل چې د افغانستان د ټاکنو کمېسيون په لږ وخت کې ډېر کار کړی او د افغانستان ټاکنې يې د بنګله دېش په پرتله ډېر رڼې او ښې بللې.

له ۲۰۰۵ کاله وروسته د ټاکنو کمېسيون او ټاکنې د ارګ او نورو مسوولینو په نظر اهمیت کم شو. د هېواد په کچه د دغه بنسټ د پياوړي کېدو لپاره ګام وانخېستل شو، بلکې ورځ تر بلې کمزورې کېده او د ولس باور پرې له منځه تلو.

+++

که د ښاغلي رحمت الله نبيل خبرو ته او په ټوليزه بڼه دغه بحث ته راوګرځو، نو له بده شامته په دغه بحث کې هېڅ داسې خبره و نه شوه چې څنګه د ټاکنو بهیر رڼېدلای شي؟! څنګه د ټاکنو اداره پياوړې کېدلای شي؟ څنګه کولی شو چې ټاکنو له کورنيو او بهرنيو لاسوهنو پاکې کړو. څنګه ادارې د ولس باور ترلاسه کړي؟

ارواښاد عبدالجلیل وجدی په خپل کتاب “د زړونو او دماغونو مایونه” کې هغه موضوعات راښيي چې دا ډول تخریبي مسایل څومره د يوه هېواد د ټيکاو په وړاندې زیان رسوونکي تمامېدای شي. له هغو خلکو سره چې په فزيکي ډول د هېواد بنسټونه د مایونونو او بمونو په وسیله ویجاړوي دا ډول خلک يې څنګه د بې باوري د فضا په رامنځته کولو ويجاړوي.

د ښاغلي رحمت الله نبيل ټولې خبرې داسې دي چې تم کېدل ورته په کار دي، خو هیله دا ده چې دا ډول موضوعات د ناپېيلو ادارو له خوا په خورا دقت تحلیل شي او خلکو ته واضح کړل شي. د تحلیل لپاره د ښکېلو خواوو خو معلومات او نظرونه راټول شي. د ساري په توګه د ۲۰۰۴ کال څخه تر تر ۲۰۱۴ کال پورې په ټاکنو کې د ښکېل او فعال شخص په توګه د ښاغلي رحمت الله نبيل خبرې ما ته هسې بابېېزه، اتهامات، په شخصي عقدو ولاړ تورونه ښکاري چې بې ارزښته دي، خو د ولس په اذهانو دا ډول اتهامات اغېز لرلی شي.

د ادارو له لوري دا ډول شننې هم ښه اغېز لري او هم د شخص په پرتله خوندي وي.

Leave A Reply