ملي مفاهیم په مارکېټ کې / عصمت قانع

0 944

یوه زمانه وه چې اسلام او جهاد د پېښور په مارکیټ کې د خرڅلاو له‌پاره تود بازار درلود، که به شوراګانې وې، که به محاذونه وو، که به حزبونه وو، که به قومي اتحادونه وو، دا ټول به جهادي او اسلامي وو.

د اسلام او جهاد نوم افغانانو ته د ورپېښې لانجې او جاخې د حل مجربه نسخه وه. د هر ايتلاف، د هر اتحاد او د هرې جبهې نوم به اسلامي او جهادي و.
زما د یوه خپل ملګري چې خورا را باندې ګران و، په کور کې زوی شوی و، د نوم د ايښودلو په ورځ یې راته وویل، ملاصاحب نوم ورباندې اسلامي خان ايښی دی. زه ورته چوپ شوم، په زړه کې مې ویل چې قانع ګله بچو اوس یې نو ګزوه.
ځینو خلکو خو خپل سم دم نومونه چې لږ څه اسلامي او جهادي صبغه یې درلوده په بشپړو عربي نومونو واړول.

د پغمان عبدالرسول عبدالرب شو، د وردګو شین ګل، زمرک یاسر شو، د کندهار د اڅکزو منډ پهلوان ابوذر پهلوان شو، د هلمند غیبانه جندالله شو، د بدخشان جومه دین مسیرالله دانشیار شو، دانشیار له غفورزي سره یو ځای په بامیان کې د طیارې په پېښه کې مړ شو. تنها د پکتیا ځدراڼ، تڼي، منګل، ځاځي، توتاخېل، احمدزي او سهاک وو چې همداسې ناتراشه او ناخراشه پاتې شول.
جلال الدین حقاني ته به عربانو پېغور ورکاوه چې رسمي خلک مو په نومونو کې د اسلامي او عربي هویت غوښتنې نه رعایت کوي او نومونه یې اسلامي ریښه نه لري.

زموږ د وخت په جمیعت اسلامي کې یو شین‌سترګی چالاک او چوتار بدخشی و چې له عربانو څخه به یې د اخوانیت او وهابیت په نامه شوړې وهلې.
دغه بدخشي یوه ورځ په غونډ مجلس کې خپل مور و پلار په ډاګه وښکنځل، ویل یې بر پدر و مادر ما لعنت این چه نام اس که بالای ما مانده، قربان قربان چه مفهوم دارد؟ نام مه دیګه حسن البنای اسلامی اس.

په سهار یې د مجاهد په جریده کې اعلان خپور کړ چې قربان له دې وروسته حسن البنایې اسلامي دی او خلک دې په نوي نامه ورته اواز کوي.
پر مکتوبو، لېسو او ښونځیو باندې هم د هجرت په چاپېریال کې اسلامي نومونه کېښودل شول. غونډونه، کنډکونه، جبهې او ګروپونه خو هسې هم اسلامي وو. جبهه ابوذر، غنډ خالد بن ولید، لښکر جندالله، کنډک حمزه او داسې نور…
دا خو لا څه کوې تالارونه، تشنابونه، حمامونه، اشپزخانې، سرایونه او هوټلونه هم په نویو نومونو ونومول شول. د برهان الدین رباني په مرکزي دفتر کې یوه لویه او غټه اشپزخانه وه چې خلیفه جمال بغلانی یې اشپز و. ددغه اشپز ازبکي پلاو او قابلي په نام وو.
پر اشپز خانه یې په غټ شنه توش قلم یو عبارت لیکلی و چې زما اوس هم دغه عبارت په یاد دی، عبارت داسې و؛ «اشپزخانه‌ی جهادی و اسلامي جمعيت اسلامی افغانستان.»

کله چې د احمدزي نجیب الله رژیم د ببرکي فراکسیون د ستمیانو دوستمیانو او هزاره‌ګانو په توطیه کې رانسکور شو؛ نو د جهادي او اسلامي نومونو صبغه نوره هم پیاوړې شوه. د کابل په کمریو کې یوه دیګان د خپلو خښتو له‌پاره په پل‌باغ عمومي کې لوحه لیکلې وه او پرې لیکلي یې وو؛ کره‌ی خشت پزی اسلامی حاجی محمد امین و پسران.

له پېښوره کابل ته روان وم او په جلال‌اباد کې مې شپه شوه، په یوه هوټل کې مې کوټه ونیوه، سهار یې شیطان کافر خطا کړی وم، نورې جامې مې له بکس څخه راوښکې او چوپه خوله حمام ته روان شوم چې پر حمام مې سترګې ولګېدې؛ نو څه ګورم چې نه ګورم حمام هم اسلامي شوی و.
د حمام مخ ته یې پر یوه سپینه ټوټه لیکلي وو، د ننګرهار اسلامي حمام ته ښه راغلاست. دا خو لا څه کوې د کابل د ارګ په لومړي نمبر قصر کې د نر زامنو تشناب هم جهادي کړی و.

د تشناب پر دروازه یې لیکلي وو، تشناب ۴ جهادی قصر نمبر ۱ دولت اسلامی افغانستان. یوه بله ناپړیته به درته وکړم، یوه ورځ مولانا قیام الدین کشاف له موږ سره په یوه ادبي جلسه کې ناببره وګواښېد او غوښتنه یې وکړه چې د شعر او لنډ داستان جوله او صبغه هم باید اسلامي شي، یانې شعر او داستان هم باید مسلمان شي.

زما یوه ملګري ورته وویل چې ګنې تر اوسه پورې شعر او لنډ داستان دواړه کافران وو، خو مولوي صاحب پر خپل خره سپور و او یرغه یې ځغلاوه.
په مطبوعاتو کې د جهادي او اسلامي عنوانونو او سرلیکونو بازار خورا تود و. خواب در اسلام، عذاب در اسلام، ثواب در اسلام، کباب در اسلام او نورې داسې لیکنې وې چې عنوان به یې حتمي د اسلامي او جهادي کلمه درلوده. یوه د نر زوی خو د مزاق کردن در اسلام او پیخ کردن در اسلام په نوم مضمون لیکلی و او ماته یې د ګواښ په ژبه وویل، که مضمون مې سانسور شو، قانع‌ګیه خیر دې نه‌شته. د کابل نقشبندي صاحب چې اوس په اسټرالیا کې دی، یو مضمون لیکلی و چې عنوان یې ورته ټاکلی و، زدن زن در اسلام.

په دې عنوان پسې پسې پسې جوړ شوو، ملګريو چې اکثره یې مجردان و، یوه بله مانا ترې را اېستله چې د لغمان محمد نسیم فقیري راغی او د عنوان شکل یې بدل کړ او په لت و کوب کردن زن در اسلام یې واړاوه. د اسلامي او جهادي عنوانو مارکېټ اوس سوړ را مالومېږي.

زما یوه شعري مجموعه خو په همدې وجه سانسور شوه، چې نوم یې ولې اسلامي نه دی. اما اوس خو نخرې دغه د ملي کلمې شروع کړې دي. پخوا به مبارزین اسلامي مبارزین وو، خو اوس ملي شوي دي. راډیو ټلوېزیون خو هسې پخوا هم ملي وو، اما اوس خو بېخي ملي شوی دی، ځکه چې د ملي ژبې پښتو ونډه پکې دومره ده لکه د مالګې ونډه په اوړو کې. په کابل کې جوماتونه هم ملي شوي دي. د کابل د شش درک پر جامع مسجد یې لیکلي دي، چې مسجد جامه ملی شش درک.
د عمرونو دبړه‌ماران خدای وهلي، رسول شرمولي او چاریارو ترټلي ټول د ملت او ملي رنګ په خم کې غوپه شوي دي. د ملي اخلاقو پر خلاف په اوسنۍ اداره کې که یو وزیر هزاره وي؛ نو د وزارت ټول پرسونل ورسره هزاره وي، که سید هزاره وي؛ نو بیا ټول وزارت د سیدو هزاره‌ګانو دی.

د هېواد په اوسنۍ اداره کې د سکټاریسټي تمایلاتو پر بنیاد منطقوي پرسونلي رنګ ته مشارکت ملي ویل کېږي. د ملي مشارکت تر شعار لاندې سکټاریسټي او ژبني ګروپونه لګیا دي، د ملي روحیې جرړې باسي، خو لا د حقوق اقلیت‌ها و مشارکت مردم ستمدیده شعارونه له موډه نه لوېږي.

د امریکا غږ خبریال عبدالحی ورشان راته کیسه کوله چې قره بېګ پنجشیري د خپل ریاست په وخت کې د افغاني سرې میاشتې ټول پرسونل له پنجشېره را غوښتی و او سره میاشت چې اوس یې هلال احمر افغاني بولي په پنجشېریانو پر مامور کړی و. ما یو نورستانی سړی د کار له‌پاره ور ولېږه، چې و یې لید له واره یې راته وویل، درس به یې کړم. ده ویل ما ورته کړه، چې سواد نه لري، ده راته ویل چې په سواد پسې یې مه ګرځه در مشارکت از قوم پشتون نماینده‌ګی خات کرد، چرا که قواره‌اش از پشتون‌های شرقی تفکیک نه می شه.

په کابل کې اوس پښتانه د المارۍ د نندارې د توکيو په توګه استعمالېږي. زما توصیه دا ده چې د رنګ له‌پاره خو دې پښتانه و هڅول شي چې لږ تر لږه د ملي مشارکت جوله او څېره خو پرې بشپړه نه‌شي، دا خصیان پښتانه په حکومت کې د رنګ له‌پاره تاواني نه دي.

Leave A Reply