تاوتریخوالی بس دی!/محمد روښان ښاد

0 378

له بده مرغه زموږ ټولنه هره لحظه د تاوتریخوالي له تهدید سره مخ ده  اوهېوادوال مو په ځانګړي ډول مېرمنې، ځوانان او ماشومان د تاوتریخوالي اصلي قربانیان دي. تاوتریخوالی یوازې د جګړې په سیمه او لومړنیو کرښو کې نه دی، زموږ کورونه، ښوونځي، چاپیریال، ادارې، کلي، ښارونه، جوماتونه، لارې او واټونه هم د تاوتریخوالي ځایونه او مرکزونه دي.

په کورونو کې میندې او پلرونه یا د کورنۍ نور لویان له ماشومانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي. په مازې خبره هغوی رټي، وهي او سپکوي یې.  معلومدار چې د لویانو دغه وړ چلند د ماشومانو په روزنه، شخصیت او وده بد اغېز لري. دغه اغېزې د ټولنې ښېرازي بربادوي.

د حکومت او پوهنې وزارت د مکررو لارښوونو او سپارښتنو باوجود لا هم په ښوونځيو کې ځینې مهال ښوونکي خپل زده کوونکي په مرګ وهي. سوک، څپېړه، رټل او تهدیدول، خو د اکثرو ښوونکو همېشنی عادت ګرځېدلی دی. له همدې امله ښوونځي زموږ ماشومانو ته په زندانونو بدل شوي دي.

اکثره ماشومان او زده کوونکي هره ورځ د کورنیو په عذر، زاریو، دلاساینه او سپارښتنه ښوونځیو ته ځي او یا یې لاس نیولي بیایي. ځینې زده کوونکي د لویانو د سخت فشار له امله ښوونځیو ته په تګ مجبورېږي چې ځینې یې بیا په لارو کې پټېږي او د ښوونځي وخت له ښوونځي او کوره دباندې په لارو، کوڅو او نورو نامناسبو ځایونو کې تېروي.

په جومات، کوڅه، ښار، بازار او کلیو کې هم له ماشومانو سره د لویانو له لوري له قهر، غوسې او تاوتریخوالي ډک چلند کېږي. د لویانو د دغه وړ چلند په پایله کې ماشومان سخت زړي، کینه کښ، وېرندوکي او ناسالم روزل کېږي.

همدغه ماشومان چې کله ځوانان شي، بیا ناوړه کارونو او تاوتریخوالي ته مخه کوي، ځکه یو دلیل یې دادی چې له دوی سره په کوچنیوالي کې همغسې چلند شوی، دویم دلیل یې دادی چې هغوی له نورو څخه د غچ اخیستنې په فکر او هڅه کې وي او دریم دلیل یې دادی چې د هغوی سالمه روزنه نه ده شوې. بل عمده دلیل یې دادی چې زموږ په ټولنه کې د ماشوم روزنې او پالنې ته چندان توجه نه کېږي او داسې فکر کېږي چې ماشوم په لوینې هر څه په خپله زده کوي.

سره له دې چې  زموږ هېوادوال نور د زور زیاتي ، تاوتریخوالي او وینې تویدنې له کلتور نه ستړي شوي او د ټولنې ثبات  او دقانون واکمني یې  په جدي غوښتنه اوښتې ده، خو دوی لا هم د ټیکاو او قانون د واکمنۍ په اسانه او اغېزناکو لارو فکر نه کوي او نه هم د خپل تاوتریخوالي ډک چلند د بدلولو او نرمولو په فکر کې دي.

د دې لپاره حتمي اوضروري ده چې موږ خپل کور، ښوونځی، کلی، کوڅه، ښار، بازار، اداره او بل هر هغه ځای چې موږ ورسره تل او زیات په تماس کې یوو او یا زموږ ماشومان ډېر وخت هلته اوسېږي او پاتې کېږي باید د تاوتریخوالي له کلتوره پاکه کړو او تاوتریخوالی باید په نرمۍ، مهربانۍ او ښه چلند بدل کړو.

تر هغو چې په اساسي توګه په ټولنه کې د تاوتریخوالی نوغی او رېښه له منځه لاړ نشي، نو همداسې به مو ماشومان او لویان نه یوازې له تاوتریخوالي او افراطیت څخه رنځېږي، بلکې د همدغې بدې او ناوړه پدیدې ښکار او قربانیان به وي.

 

Leave A Reply