پر کانټیننټل برید د وحشت ننداره/ محمد روښان ښاد

0 557

د روان کال د سلواغې په لومړۍ شپه پلازمېنه کابل د تروریستي ډلو او د هغوی د ملاتړو له لوري د یو بل وحشت او جنایت شاهده وه، د شپې څه کم نهه بجې پر کابل کانټیننټل هوټل تروریستي برید چې پوره پنځلس ساعته یې دوام وکړ د ډېرو خوب او ارام ورڅخه واخیسته.

تروریستي ډلو پر کانټیننټل د برید له لارې نه یوازې د دغه هوټل طبیعي ښکلا په خپلو جنایتونو بدرنګه او لوغړنه کړه، بلکې د هېواد ځوان، تحصیل یافته او باتجربه ځوانان یې هم د دوی د دغه جنایت ښکار شول او همدارنګه یې د نورو بهرنیانو په ګډون د کام ایر هوایي شرکت پیلوټان، انجنیران او تخنیکران هم ووژل.

دا نه لومړی وحشت وو او نه به هم وروستی وي، له دغه وړ وحشتونو څخه یوازې په دعاګانو او یا ښېراو هم نجات نشو موندلی، د دې لپاره اساسي تدابیر او اقدامات پکار دي. یوازې د حکومت تدابیرو ته سترګې نیول او د هغو په تمه کېناستل هم کافي نه دي، بلکې تر هر څه لومړی د ستونزې په رېښه ځان پوهول پکار دي. زه باوري یم چې له تېرو څه کم دوه لسیزو راهیسې د دغه وړ وحشتونو اصلي رېښه یا د دې تر شا پټ عامل او لاملونه اوس ډېرو ته واضح دي او ولس هم په دې خبر دی چې اصل کیسه څه ده.

د دغو وحشتونو تر شا پټ اصلي عامل پاکستان دی  او د وحشتونو ترسره کوونکي طالبان، ترهګرې او تروریستي ډلې دي. نو په لومړي سر کې د پاکستان چاره پکار ده او د هغه چاره افغان دولت تر یوه حده کړې هم ده، ځکه د پاکستان په اړه یې په تېرو درې کالو کې کافي اسناد، شکایتونه او شواهد نړیوالې ټولنې ته ورکړي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي د سفر پرمهال یې هم هغوی ته شواهد ورکړل.

د پاکستان چاره یوازې د افغان ولس او افغان حکومت په وس نه ده پوره، په دې برخه کې نړیواله اجماع او فشار ته اړتیا ده. حکومت په دې برخه کې لګیا دی او خپل کار کوي، مګر د طالبانو او نورو تروریستي ډلو چاره چې هم د حکومت او هم د ولس په وس پوره ده، پکار دی چې خپل امکانات یو له بل سره شریک کړي او په ګډه د هغوی پر وړاندې ودرېږي.

ځکه تر هغو چې دغه تروریستي او وسله والې ډلې د هېواد له هرې سیمې څخه ونه شړل شي او ونه ځپل شي، نو تر هغو به مو نه خلک ارام ولري او نه به هم هېواد له دغه ډول وحشتونو څخه لکه پر کانټیننټل هوټل د برید پرمهال چې رامنځته شو، بېغمه شي.

د هېواد د ثبات او د خلکو د ارامۍ لپاره دا حتمي او ضروري ده چې په کلیو کې خلک په خپل اتفاق، اتحاد او قوت سره هغوی ته د اوسېدو او ګرځېدو مجال او اجازه ورنه کړي او له هغو ځایونو دې وشړي که یې وس نه ورباندې رسېږي او یا له هغې ناحیې د وېرې او خطر احساس کوي ، نو بیا کولای شي چې له حکومت څخه همکاري وغواړي او د دوی په اړه حکومت ته خبر ورکړي.

Leave A Reply