پخواني امنیتي چارواکي تخریب کوي / حامد مایار

0 1,126

په افغانستان کې لوی بریدونه څه نوې خبره نه ده، خو یو شمېر پخوانيو چارواکو خپل وخت هېر کړی او اوسني بریدونه ورته ډېر ستر ښکاري.

په تېرو پنځلسو کلونو کې د کابل او لویو ښارونو داسې امنه او مهمه سیمه به د مخالفینو په ځانګړې ډول د طالبانو له بریدونو په امن کې نه وي پاتې شوې کومه چې د وخت چارواکو یې د ساتلو لپاره غټې غټې خبرې کولې.

د امریکا له سفارت څخه یې راونیسئ، دفاع وزارت ، ارګ، لویه جرګه، د خپلواکۍ جشن، ملي شورا، کانټیننټال، سرینا هوټل، لوی ملي او نړیوال کنفرانسونه او ګڼ نور مهم ځایونه طالبانو هدف وګرځول او له اوسنیو بریدونو څو چنده خونړي وو.

دا بریدونه د نورو په حضور کې نه بلکې د هغو اشخاصو په واکمنۍ کې شوي کوم چې اوس له خپلې تنې او فکر لوړې خبرې کوي.

د امرالله صالح له یاده وتي چې لویه جرګه  دوو طالبانو ورته ګډوډه کړه او کم پاتې وو چې ولسمشر هم په کې خپل سر وبایلي.

د افغانستان د خپلواکۍ جشن یې له یاده ووت چې د دومره امنیتي اورګانونو په حضور کې یې ولسمشر محاصره او د وتو لاره یې پرې ورکه کړه.

د نبیل به هم له یاده نه وي وتي چې د ټولو امکاناتو سره سره بریدګرو د ارګ تر خولې ځانونه ور ورسول هغه برید چې د نبیل د فکر څخه پورته پلان شوی برید وګڼل شو.

پښتونستان واټ او ارګ ته نیږدې د فروشګاه په سوداګریزه ودانۍ کې ځای په ځای شوي بریدګر به یې هم له یاده نه وي وتي چې د دوی د سترګو په وړاندې یې خلک شهیدان او مالونه یې ورته وسوځول.

د امنیت ریاست په سر عبدالحق څلور لارې کې دنګه ودانۍ خو ټولو لیدلې چې د مرمیو نښې نښانې یې تر اوسه شته او څو بریدګرو ټولې مهم دفاترو ته خطر جوړ کړی وو.

د کانټیننټال او سرینا هوټل د خونړیو بریدونو شاهدان خو ټول دي.

له کوچنیو بریدونو به هیڅ خبره نه کړو، په سلګونه بریدونه وشول چې هر یوه یې د قمر څلور لارې په څېر د پوځي افسرانو قرباني واخیسته.

په دې ټول پوهیږي چې افغانستان په نړیواله جګړه کې ګیر هېواد دی او د داعش له حضور سره جګړې نوی رنګ اخیستی.

زما هدف دا نه دی چې د اوسني حکومت په ښو او بدو سترګې پټې کړم، له اوسنیو بریدونو څوک سترګې نشي پټولی چې د حکومت کمزوري په کې له ورایه ښکاري او دوی هم په زغرده خپله ناکامي مني.

خو اوس خبره دا ده چې پخواني ناکام چارواکي اوسنیو چارواکو ته د تازه بریدونو پيغور ورکوي او له دې موقع څخه په ګټنې سره غواړي ولسونو ته ځان بریالي او دې وطن ته ژمنې څېرې وښيي.

د دوی کورنۍ چې په اروپا او امریکا کې هوسا ژوند لري دوی دلته د دې پوچو عقديي نیوکو په جاري ساتلو سره غواړي تر څو د خوار افغان ولس په سترګو کې خاورې وشېندي.

صالح، نبیل د امنیت په اپراتیفي پیسو ځانونه وپړسول، چې اوس د هغو غلا شویو پیسو په مټ نظام ګواښي.

هغوی د خپلې واکمنۍ په مهال خپل اولادونه په اروپا او امریکا کې استوګن کړي.

دوی چې د خپلو اولادونو ساتنه دلته نشو کړای نو نورو خلکو به له هغوی څه تمه کړې وای.

ازمویل شوي چارواکي دې د نیوکو په ځای ولس ته خپلې لاسته راوړنې بیان کړي، دوی دې د نیوکو په ځای د اوسني نظام ملا ور وتړي.

که دوی د دې کار په ځای د حکومت تخریب کوي نو حکومت ته په کار ده چې دا کسان د نورو مخالفینو په څېر تر جدي پوښتنو لاندې راولي، او قیودات دې پرې وضع کړي.

اوس ټول په دې پوه شوي چې د بیان آزادۍ په بهانه د دې خلکو ژبه اوږده شوې او خلک هم په دې باور دي چې د دې ژبې لنډول په کار دي.

Leave A Reply