شرم که ګناه

عبدالوکیل سوله مل

426

ګاډی چې څنګه له تونله ووت ،ښي اړخ ته ېې لوی څپاندسیند تر سترگو شو. دسوارلۍ په سترگوکې دلمر وړانگو  چې له سيند سره غيږ په غيږ وې  انعکاس وکړ، اوبه يې وځليدي .دټولوسورلیو پام دسیندرڼواوبوته واوښت، وزیرپه ډرایورغږکړ:

ـ ښیښه ښکته  کړئ چې پاکه هوا راشي.

 ډرایورد ښیښې د ښورولو په بټن ګوته کيښوده، په هینداره کې ېې شاته ولیدل ، په ورو ېې وویل:

ـ یوه بس دی که ټولې

وزیرېې خبره پرې کړه :

ـ ټولې ….پریږده چې هم په مړه ګيډه د طبیعت ننداره وکړواو هم تازه هوا واخلو.

وزیرله ده سره څنګ کې ناست دموسیقۍ رئیس ته مخ کړ:

ـ پوهیږئ رئیس صاحب ،سیند نه یوازې ښکلاده،زړه ټکوروي اوسترګې خوږوي ، موسیقي هم ده .

د موسیقۍ رئیس چې د ده په څیرېې رڼواوبوته کتل ، دسیندله پاسه الوتونکومرغانوته لاس ونیو:

ـ مرغان خو وینئ ،؟ لاندې په اوبوکې دمرغابیو چوڼاری ،دانوبیا بله موسیقي ده.

وزیرېې په پلوۍ وویل :

ـ ځکه خوزه چې کله له داسې ځایونوتیریږم، که اوړی وی که ژمی ،ښیښې ټيټوم چې دا رنګینه موسیقي واورم.

ګاډی په پاخه سرک سوکه ،سوکه روان و. دسرک بلې غاړې  وچه دښته تر سترگو کيده  ، لږوړاندې دغرونولړۍ  پیلیده ، خودمخه تردې چې ګاډی دغرونویخې درې ته ننوځي ،ددرې په خوله کې  نږدې دنګه کلاراښکاره شوه.

د کلا څنګ ته لوی باغ وچې په لویواوسمسوروونوپوښل شوی وو. له باغ سره څنګ کې دسرک غاړې ته  دنگ  چنار ولاړ و. وزیردباغ او دنگ  چنارپه لیدلووړاندې لاس ونیو ،ډرایورته ېې امروکړ:

ـ دهغه چنارمخې ته ېې ودروه.

د سترګو په رپ کې ګاډی دلوی اودنګ چنارمخې ته ودرید، د ګاډي ټولې سورلۍ راکیوتې، د چنارډډې ته ودریدل. د چنارپه ښاخونو کې ګڼې مرغۍ ناستې وې، شوراو چیغوېې ټوله سيمه  په سر اخیستی وه . د باد نرۍ څپې د خپل ناز لاس دونو په پاڼو کي ننويسته . اوهم يې د پاڼوپه ښورولو ښایسته سندره غږوله.

وزير په یوه لوی منډه ناستو مرغیوته لاس ونیوه،  ریس ته  ېې مخ ورواړاوه :

ـ ګورئ ریس صاحب ،لکه یو لوی ارکسترچې ښایسته ترانه غږوي ،څه ښایسته چڼیږي !

د ریس سترګې وځلیدې ،دده په بدرګه ېې وویل:

ـ اوداښایسته وږمه او دپاڼونڅابیا بیل خوندلري.

وزیرسروښوراوه:

ـ بیشکه

ریس د خپلوخبروپه دوام خبره وغځوله :

ـ  پوهیږئ وزیرصاحب، په باد د پاڼواو ښاخونوغږماته د نړۍ نامتوکلاسیک کمپویزوتور رایادکړ،

وزیرپه خبروکې ورولوید، د نړۍ د مشهورو کمپویزتورانو نومونه ېې یو په بل قطار کړل:

ـ څوک؟ بتهون، چایکوفسکي، میشل لوګران ….

ـ نه

ریس فکرکې لاړ، د موسیقۍ د تاریخ په باب ېې د کړې مطالعې جاج واخیست، په خپلې حافظې ېې زورراوړ، ناببره ېې وخندل ،په لوړآوازېې وویل:

ـ ښه موتسارات

ریس وخندل ، سرېې د تصدیق په بڼه وخوزاوه :

ـ هوموتسارات

وزیرغوږونه څک ونیول ، پاس ېې دپاڼواو ښاخونو ښوریداته نظرواچاوه، وی خندل :

ـ پوهیږم چې څه وایی ، راته وایی به چې په باددښاخونو، ونو او بوټوزړه راښکونکي غږونه د موتسارات دګڼوکمپوزونوالهام او سرچینه وه.

ـ هوصاحب ، دا مې دده په ژوندلیک کې لوستي و.

 دوی دواړه سره ګډووچې له لږڅه لیرې دښتې د شپیلۍ زړه راښکونکی غږراغی، ډ ټولو پام ورواوښت، بیرته ګاډي ته پورته شول. له لږمزله وروسته هغه ځای ته ورورسیدل چې د شپیلۍ زړه راښکونی غږترې راته، له پاخه سرک وړاندې لویه رمه پنډه وه، لږ څه وړاندې په دښته کې د رمې خاوند لاهم شپیلۍ غږوله، سرک ته نږدې څوپسونه  څریدل ، په خواکې ېې دوه کوچنیان چې تڼۍ ېې شلیدلې اومزري څپلۍ ېې په پښووې ،ولاړوو، دواړوپه ګډه بدلې ویلې :

ـ سرګړی نه یم چې لمبه شم  

                  دا خدای راکړې غوښه ورو،وروتویومه

بل ورسره جوخته لنډۍ واچوله :

نن دجنان دیدن ته ځمه مستې نرۍ ورځې

                  خدایه که لنډ کړې دا دځمکې تنابونه

مستې نازنینې

او له دې سره ېې د خولې خوندوروغومبر وواهه، دواړو ته نه یوازې خدای ښه او خوږغږورکړی و، په خولې دموسیقۍ دګڼوالاتودوهلوچل هم پرې خدای لورولی و، وزیرددوي په لیدلودستي د موټردروازه پرانیسته، راښکته شو، په ده پسې نورې سوارلۍ هم له موټره ووتې . ګرددکوچنیوسندربولوسره نږدې ودریدل. کوچنیان ونه بیریدل خووشرمیدل، یوه بل ته وکتل ، وزیرله شفقته په ډک غږورنارې کړې، لاېې دنوروسندروبللو ته وهڅول:

ـ شاه بس ، افرین ،مه شرمیږئ .

سندربولوبیا یو بل ته وکتل ، په شونډوېې نرۍ موسکا وځلیده ، په خوندېې بله سندره راواخیسته :

ـ پاس په کمره ولاړه ګله

بل ورسره غبرګه کړه :

نصیب دچا ېې اوبه زه درخيژومه

لومړنی بیا پیل وکړ :

ـ جانان مې لاړو آسماني شو

ملګري ېې آسمان ته لاسونه ونیول :

ـ او آسمان چې ځمکې ته راځي قیامت به وینه

وزیراوریس دواړه داسې غلی ودریدل ،تابه ویل خوب یوړل او یا هم نشه شول. وزیرریس ته معناداره خنداوکړه ، سندربولوته ېې لاس ونیو:

ـ څه جادوګرغږونه !

ریس ېې هم په ستاینه کې د وزیرملګرتوب وکړ:

ـ څه استعدادونه ، څه هنري جوړې ، طوفان کوي ،طوفان

سندربولوسندرې ودرولې ، نااشنا کسانوته فکریوړل، په وزیردسندرغاړوسندرو خورااغیزوکړ، اوږې ېې وښوریدې ، لاسونه ېې بې واکه پرانیستل ، پښې ېې پورته کړې ، وړاندې لاړ، بیرته راغئ ،تابه ویل ،اتڼ ته ځان جوړوي ، خو زربیرته ودرید،  فکرورغئ ،له ځانه سره ېې وویل:

ـ دا غږونه روزل اوپالل غواړي .

ریس ته ېې مخ ورواړاوه :

ـ څه وایی ؟ که له ځانه سره ېې بوځو.

ریس لکه دښه خبرزیری چې پرې وشي ، په خوشالۍ ځواب ورکړ:

ـ دا خوبه ډیرښه شي ، دموزیک په ښوونځي کې به ېې شامل کړو، هم به درس ووایی او هم به ښه سندرغاړي ترې جوړکړو.

سندربول وترهیدل، لکه څوک ېې چې دتښتونې اویرغمل پریکړه وکړي، مخونه ېې لیرې کیږدیو ته ونیول، ځانونه ېې تيښتې ته جوړول چې ریس وزیرته وویل:

ـ ته واپلاربه ېې راضي کړو!؟

ـ هڅه خوبه وکړو

ـ یوازې خبرې به کله اغیزمنې وي؟

وزیرپه چرت کې لاړ، اخوا دیخواېې وکتل، په جیب ېې لاس ومانډه، څو زرګون ېې راوویستل، سندربولوته نږدې ورغئ ، دیوه په ولي ېې لاس کیښود، په بل لاس ېې نوټونه وروښوول:

ـ شاه بس ،دا ستاسو انعام

سندربولي هک پک شول ، سترګې ېې وځلیدې ، ویره ېې له سره والوته ، په شونډوېې نرۍ موسکا وځلیده، دلومړي ځل لپاره ېې دنوټونوبنډل ولید، دانعام کلمه ېې هم کله غوږونوته نه وه راغلې ، دانعام په اخیستلوکې زړه نازړه وو، سترګې ېې رډې ونیوې. غبرګون ېې ګونګ و، هیڅ ېې له خولې راونه وتل، پیسوته ېې هم لاس وراوږدنه کړـ خووزیرنه یوازې ددواړوپه جیبونوپیسې ورومنډلې، په سرونوېې په واردمهربانۍ لاس هم راکښود:

ـ شاه بس ، دا دومره ښایسته لنډۍ مو له چا زده کړي دي؟

یوه بل ته د سترګولاندې وکتل، وموسکیدل، په وروېې یوه وویل:

ـ له انا

دوزیرخوله وازه پاتې شوه ، شونډه ېې په غاښونوکې ونیوه :

ـ انا ؟

دواړوسرونه وښورول:

ـ هوانا

وزیروخندل:

ـ انا دې هم داسې خوږغږلري لکه تاسو؟

یوه وویل :

ـ هغه نه یوازې ښې سندرې وايي ،ښه ډول هم وهي.

داځل ریس هم په خبروکې ورګډشو:

ـاوپلاردې څنګه ؟

یوه وخندل:

ـ هغه یوازې شپیلۍ غږوي.

وزیرریس ته مخ ورواړه، بیاېې دوی ته مخامخ رمې اوله هغې سره ولاړشپون ته لاس ونیو:

ـ هغه به موپلاروي؟

سندربولوسرونه وښورول ، وزیرترې وغوښتل:

ـ کولی شئ چې پلارته موغږوکړئ؟

سندربولي لکه دکوم بولندوي امرته چې منتظروي، منډه کړه ،په دم ګړۍ کې ېې پلارراورسید، له روغبړوروسته وزیروویل:

ـ پوهیږئ ولې موراوغوښتئ ؟

دشپون سترګې وځلیدې ،مړه ېې وروکتل ، په خواره خوله ېې وویل:

ـ نه ولا، خدای پوهیږي څه ووایم صاحب.

وزیرریس ته مخ ورواړاوه ،بیا ېې ده ته وکتل:

ـ دشپیلۍ غږدې دچنارله سیوري دلته راکش کړوـ اودزامنوسندرودی دلته موټرراباندې ودراوه.

شپون زامنو ته مخ کړ، بیا ېې په وارریس او وزیرته وکتل:

ـ هو ولا دا حرموني په دې نخرواو غومبرخلک تیرباسي.

وی خندل ، له ده سره یوځای وزیر،ریس او نورو سورلیو هم په کټ ،کټ وخندل ،شپون خبره وغزوله:

ـ صاحب، دا حرموني دسندرودومره شوقیان دی چې کله درمې پوول ترې پاتې وي ، ډیروختونه ېې رمه دخلکوپه فصولونوکې ګډه وي.

ریس سروښوراوه ، دخبرو منځته ېې ورولوید:

ـ هوکنه ، داشوق خوداشیان لري.

وزیرته ېې مخ ورواړاوه ،بیاېې ده ته وکتل:

ـ خوراځه چې موږدې له دوي بې غمه کړو؟

شپون ټکان وخوړ،سترګې ېې بقې راووتې ، ګڼ فکرونه ېې په سرکې راوټوکیدل، وزیردریس په پلوۍ  وویل :

ـ مه ډاریږه، که موږېې درنه بوځودې کې به دې خیراوګټه وي؟

دشپون خوله لاړه اوراغله ، اندیښنې ېې لازیاتې شوې ،په ځیرېې وروکتل :

ـ چیرې ؟

ـ کابل ته

ـ دڅه لپاره ؟

ـ چې هم مکتب پرې ووایو او هم ترې لوي سندرغاړي جوړکړو.

شپون تا به ویل وزیرټوکې ورسره کوي ، وخندل خوزرېې ځان بیرته سره راټول کړ:

ـ ستاسوکورودان ، خو….

لکه په ستوني کې ېې چې خبره وچه شي اویا دنوروخبرودغزولو ویره ولري ،خبرې ودرولې . خووزیرپه کرارپرینښودڅوېې چې خبره بشپړه کړي نه وي:

ـ نوخوېې په څه کې ده؟

ـ خوېې داده صاحب چې زه به مې په قبرکې پلارته څه ځواب ورکوم؟

وزیرهک پک شو:

ولې ؟

شپون اوږې وښورولې ، اوږده ساه ېې وویسته:

ـ دا اوږده کیسه ده.

وزیرېې دکیسې اوریدوته لیواله شو، په اوږه ېې لاس ورکیښود:

ـ وایه ، وایه ، هرڅه چې وي ، مه شرمیږه او مه ویریږه .

شپون لږ څه راشاته شو:

ـ که پلارمې هغه وخت د هغه خبره منلې وای ،اوس به زه هم ستاسوپه څیرپه دریشۍ کې وای،

وزیرنورهم هک پک شو، پوښتنه ېې په سرکې راوټوکیده :

ـ دچا خبره؟

شپون وخندل ،له جیبه ېې زوړلسګون راوویست ، دوزیرمخ ته ېې ونیو،په غرورېې وویل:

ـ دپاچا

دوزیرسترګې وځلیدې :

ـ پاچا!؟

ـ هوپاچا،

بیاېې په سړه سینه دهغې ورځې نکل په خوندراواخیست :

ـ یووخت پاچا په دغه لارتیریده او ما …..

زامنوته ېې لاس ونیو:

ـ ددوي په څیرشپیلۍ غږوله ،پاچا ستاسوپه څیرموټرراته ودراوه، راښکته شو،له جیبه ېې درې زرګون راوویستل ،انعام ېې راکړاو زما پلارته ېې زارۍ وکړې چې ما له ځان سره بوځي او مکتب کې مې واچوي.

وزیرېې په خبروکې ورټوپ کړ:

ـ اوپلاردې دهغه خبره ونه منله !؟

شپون سروښوراوه ، له ده سره نږدې وریوته ېې وکتل:

ـ هوصاحب ،پلارمې ورته کړل چې څوک به مې بیا دا لویه رمه بیایی ؟

شپون وخندل، زامنوته ېې لاس ونیو:

ـ ښه دی چې ددې حرمونوغوندې پاچا زما غږنه دی اوریدلی.

وزیرهم موسکی شو:

ـ ته هم داسې خوږغږلرې ؟

شپون غاړه هسکه ونیوه ، په غرورېې وویل :

ـ له دی هم ښه غږ لرم ـ خواوس شرمیږم ، سندرې نه وایم .

وزیروپوښتل :

ـ نوته وا که پاچا دې سندرې اوریدلې وای، له ځان سره به ېې په زوربیولې وای؟

ده بې له فکرکولوپه منډه ځواب ورکړ:

ـ خود

ـ ولې داسې فکرکوې ؟

شپون لکه دپاچا ټول شوقونه چې ورمعلوم وي ،په بیړه ځواب ورکړ:

ـ ځکه چې وایی پاچا پخپله هم دسندرواوسازشوقي و.

وزیروخندل :

ـ نودخدای ساده چې پاچا دسندروپه شوق نه شرمیده ، نوته بیا له څه ویريدې اوشرمیدې ؟

شپون په فکرکې لاړ،په ځواب ېې شخوندوواهه ،یودم ېې وویل :

ـ نوپاچا چې نه شرمیده ولې ېې پخپله دخپل رعیت په مخ کې سندرې نه ویلې ؟

وزیرغلی شو،لکه له ځواب ویلو چې عاجزپاتې شي ، پرځای ېې ریس خبروکې ورودانګل ،ته وا ددوي سوال او ځواب ېې چې نه وی اوریدلي ، شپون ته ېې مخ ورواړاوه:

ـ ښه نو ته اوس ولې سندرې نه واېې ؟

شپون لاړې تیرې کړې ،له جیب ېې تسپې راوکښلې ، په وروېې وویل:

ـ ولاڅه ووایم ، دا ملایان وایی چې ګناه ده صاحب .

وزیرېې خواته رانږدې شو، په ځیرېې وروکتل :

ـ ښه نوته اوس دګناه له ویرې موږسره بچیان نه پریږې ؟

شپون اوږې وښورولې ،سرېې ښکته پورته کړ:

ـ یوازې کناه نه ده صاحب.

ریس پوښتنه وکړه:

ـ بس نوڅه خبره ده ؟

شپون سرټیټ ونیو، غلی شولکه په څه ویلوچې شرمیږي او یا بیریږي ، بیرته ېې سرراپورته کړ، په وروېې وویل:

ـ شرم هم دی صاحب .

وزیرموسکی شو، په وروورنږدې شو، په اوږه ېې لاس ورکیښود:

ـ ښه نو ته له شرمه نه غواړې چې بچیان دې له ځانه سره بوځو،که له ګناه ویریږې ؟

شپون لکه په خټوکې چې ونښلي ، بې ځوابه شو، لاړېې تیرې کړې ، زړه نازړه ېې وویل:

ـ ولاڅه ووایم صاحب ، ګناه خوبخښل کیږي ـ خودادشرم خبره….

لکه خبره چې ترې نیمايي کې هیره اویاېې په غزولو وشرمیږي بشپړه نه کړه ، وزیرېې لاس په لاس کې ونیو:

ـ ګوره نه دادومره ګناه ده او نه شرم…. شرم غریبي ده ، شرم بې کمالي ده، شرم بې سوادي ده.

شپون له وزیرنه لاس راخلاص کړ، شاته راغی، لاس ېې دوزیرلورته وړاندې ونیو:

ـ نوته اوس په سندروزما غریبي شکوې ؟

وزیرلاندې باندې وروکتل ، په شونډوېې نرۍ موسکا وځلیده:

ـ خودهم به له دې ستړوخلاص شې اوهم به دې زامن ټوله دنیا وپيژني .

شپون لکه دده خبره چې ېې له سره نه وي اوریدلي ، لیرې رمې ته وکتل ، بیا ېې ده ته مخ راواړاوه:

ـ یره ددې خړې رمې پسې همداسې لالهانده ښه یم ، نه چې د خلکو خولې ته ولویږم.

وزیرپه بریتولاس وواهه، تندی ېې تریوشو، دشپون خبرې ټکان ورکړ:

ـ ولې خلک به څه وايي ؟

شپون بې له فکرکولوپه بیړه ځواب ورکړ:

ـ ټوله دنیا به وايي چې دوس په سندروروزي ګټي.

دریس او وزیرخولې وازې پاتې شوې ، یوه بل ته حیران وکتل ، شیبه دواړه غلي شول ، خووزیرزرچوپتیا ماته کړه:

ـ نوکه په زورېې درنه بوځو؟

شپون لکه څوک ېې چې وکنځي، نیغ ودرید،لاړې ېې تیرې کړې ، زړه نازړه ېې په خواره خوله وویل:

ـ ولاپه زورکې به څه ووایم!…تاسوحکومت او موږرعیت یوـ خو….

غلی شولکه خبره چې ترې هیره او یا وویریږي، خووزیرپه کرارپرینښود:

ـ خوڅه به وکړې ؟

دشپون تندی هم تریوشو، غوسه ورغله، په خشکه ېې وویل:

ـ نوربه څه وکړم، دا وطن به درته پریږدم.

وزیر دا ځل بله لارونیوه ، په جیب ېې لاس ومانډه ،ته وا دبډو وړاندیزکوي:

ـ اوکه نغدې پیسې واردمخه درکړو!؟

شپون نورهم نیغ ودرید،غاړه ېې تازه کړه ،په غرورېې وویل:

ـ بیسې څه چې سره زرهم راکړئ دې شرم ته غاړه نشم ایښودای.

له دې سره دوزیراوریس دواړو خولوته کولپونه واچول شول، نورېې هیڅ ونه ویل ، سيده موټرته وختل اوپخپله مخه لاړل.

لندن ـ انګلستان

داګست ۲۰ـ ۲۰۰۱

 

 

Comments are closed.