دوه سرونه ــ دوه فکرونه

عبدالوکیل سوله مل

416

د غونډۍ سرته راپورته شو، په مورچل کې ولاړسرتیري ته ېې لاس پورته کړ. ودرید،لاندې پراخه درې ته ېې وکتل .له اوږې ېې ټوپک راواخیست ،يوې ډډې ته په لوی ګټ ېې کیښود، راوګرځید، عسکري کمپله ېې وغوړوله ، په لاس کې نیولې کتابچه ېې په کمپله کیښوده . له جیبه ېې وړوکی قلم راوکیښ ، دکتابچې له پاسه ېې کمپلې ته وروغورځاوه . پورته وخوت ، یوه بل لوی ګډسره ودرید. بیا د شنې سمسورې درې يه ننداره شو. سترګې ېې لکه کومه جټه ښایسته پیغله چې ووینې وځلیدې، له لیرې ېې په څپانده خوړکې دبهیدونکواوبوشورته ېې غوږونه څک ونیول . نری باد لګیده ،دسمسورې درې ونې اوبوټي ېې په خوند نڅول .

ناببره ېې د چا د پښوښکالو واوریده . څوېې چې مخ رااړاوه ، ده ته رانیږدی کیدونکي سرتیري غږکړ:

ـ انوره

،لکه ددښمن په کمین کې چې راایسارشي ټکان ېې وخوړ،زړه ېې ودرزید. مخ ېې راواړاوه ،ملګری ېې چایجوس په لاس په ستړوګامونوراپورته شو، له راختلوسره سمدلاسه ېې دده په اوږه لاس کیښود:

ـ بیا په کوموسوچونوکې غرق ېې ؟

د ده سترګې چې لاهم په دره کې خښې وې ، مخ ورواړاوه ، درې ته ېې لاس ونیو، غوږونه ېې په ګوتوکې ونیول:

ـ موسیقي اورم .

ملګری ېې هیښ پاتې شو،معناداره خنداېې په شونډوراغله :

ـ موسیقي ! د څه شي موسقي ؟

ده ګردچاپیره وکتل :

ـ د طبیعت موسیقي ، دڅپانده خوړداوبو شرهاری، ونې او بوټي…. نه ویني چې څنګه ېې بادنڅوي ،

مخ ېې ورواړاوه ، خوله ېې ورنیږدې کړه:

ـ دا موسیقي نه ده !؟

ملګری ېې څه ونه ویل ، په جیبونوکې ېې لاسونه ومنډل. له یوه ېې موبایل تیلیفون او له بل کوچنی لیږدیدونکی لوډسپیکر راوکیښ ،دی ېې له لاس راونیو :

ـ ته راځه چې زه درباندې اوس درښتیا موسیقي واورم .

ده وخندل :

ـ ته وادطبیعت له موسیقي به بله خوندوره موسیقي هم وي ؟

ملګري ېې په شونډوژبه تیره کړه ، هیڅ ېې ونه ویل لکه چې بې ځوابه وي او دده خبره تصدیقوي . دواړه په هوارې شوې کمپلې کښیناستل ، پلتۍ ېې ووهلې ، پیالې ېې له چایوډکې کړې ، ملګري ېې له چایوغړپ وکړ، درې ته ېې سترګې ونیوې، بیا ېې ده ته مخ ورواړاوه :

ـ یاره تاسو دا شاعران او لیکوال هم عجیب خلک یاست ، چې داسې درې او طبیعت وګورئ اوبیا لا ځانته هم شئ لکه د لیکلو مارغه چې مو په اوږه کښیني !

ده وخندل :

ـ داسې خوده ، ښکلاله عادي کس نه لیکوال او شاعرجوړوي ، اولیکلو ته ېې تخڼوي ، شاعران او لیکوال خولاڅه کوې.

ملګري ېې شونډې وښورولې ،په بریتو ېې لاس راتیرکړ،په شکمن اندازېې وویل:

ـ  نو ولې زما په اوږه دا دشعرمارغه نه کښیني؟

ده په ګټ باندې ایښي خپل ټوپک ته وکتل :

ـ د ژوند ځنې شیبې او حالات په چا دخلقت او ودانولومارغان کښینوي اوپرچا دوژلو او ورانولو

ملګری ېې ځانته لاس ونیو:

ـ په ما لکه چې دوژلو مارغه ناست دی .

پورې غره کې جوړې نرۍ لارته ېې وکتل :

ـ کاشکې پورې لارکې کوم څڼوراوږیرورراڅرکندشي !

له ځان سره ایښي ټوپک ېې راپورته کړ، د ټوپک شپیلۍ ېې پورې غره ته ونیوه ، ته وا نښه ولي، سترګه ېې پټه کړه، په ماشه ېې ګوته کیښوده :

ـ څومره خوندبه وکړي چې لک ېې راواوړم.

ناببره پاس په هواکې دزاڼوقطارراښکاره شو، ملګری ېې لکه ددښمن کوم ټولی چې لیرې راڅرګند شي سپک له ځایه پاڅید، نیغ ودرید،لټ ېې وواهه ، دټوپک شپیلۍ ېې هوا ته ونیوه، ډزشو، دټوپک غږ په دره کې لاړاوراغی.دی په منډه ورپورته شو، دده لاس ېې ونیو.

ـ څه کوئ ؟

ملګری ېې پاس د زاڼو قطار ته اشاره وکړه :

څنګه څه کوم ، خو ولم ېې !

ـ ولې ظالمه دخدای ، که غوښه وی خونن غرمه دې هم وخوړه !

ملګری ېې ژبه راوویسته ، لاړې ېې وبهیدې :

ـ مه کوه وایی چې دزاڼوغوښه ډیره خوږه وي .

ملګري ېې د زاڼو د قطار په لور سترګې ونیوې، زاڼې په درنګ شیبه کې لیرې تللې وې ، ګولۍ ېې لیکې ته زیان نه واړولي، ملګري ېې لنډه ساه وویسته :

ـ ته چې د زاڼو په مرګ دومره زوریږې نو انسانان ،دا ناولی دښمنان به څنګه وژنې ؟

دی غلی و، لاېې هم دزاڼوقطارڅاره ، په څارکې داسې ډوب و ، ته وا دده خبره ېې هیڅ نه وي اوریدلي . ملګري ېې هم آسمان اوبیا د زاڼو قطارته سترګې سیخې کړې ، ده ته ېې بیرته مخ ورواړاوه، په اوږه ېې لاس ورکیښود:

ـ نو دلته په عسکرۍ کې څه بلاغواړې ؟ په جګړه کې خو څه حلوا نه ویشل کیږي ، دلته به یا ته څوک وژنې اویا به تا څوک وژني .

ده بیا هم ځواب ورنکړ، لکه کوڼ چې وي اویا د ملګري خبرې بابیزه ورته وبریښي ، د زاڼو لیکه ډیره وړاندې تللې وه، له سترګو الونیا کیده ، ده ملګری ته مخ راواړاوه خو ژر ېې بیرته لاندې درې ته سترګې ونیوې ، ملګري ېې بیا په ولي لاس کیښود:

ـ تنخواه دې کمه وه ؟

ده مخ راواړوه ، وی خندل :

ـ د دې تنخوا دوه چنده

د ملګري غږېې لوړشو:

ـ نوبیا څنګه دومره لیرې دې غرونواو دښتو ته راغلی ېې ؟

ده راڼه وروکتل خولاېې خوله خبرې ته نه وه جوړه کړې چې ملګري ېې بیا وپوښت :

ـ ښه نودنوروله مرګه خوویریږې له خپله مرکه څنګه ؟

ده سروښوراوه ، چوپتیا ېې ما ته کړه

ـ که له مرګه نه ویریدای ، دلته مې څه کول ؟

ملګري ېې ټکان وخوړ:

ـ دا څنګه ، ته وا دلته نه وژل کیږې ؟

ـ خودلته یوازې زه وژل کیږم

ملګری ېې حیران وروکتل ،خوله ېې وازه پاتې شوه :

ـ او هلته ….!؟

ده مخ بیرته درې ته ونیو، اوږده ساه ېې وویسته ،سرېې ځوړندپه لاسو کې ونیو:

ـ هلته به زما وژنه دنورو دوژنوپیلامه وي !

د ملګري ېې سترګې بقې راووځي ؟

ـ ولې بدیدارخونه ېې ، څوک دی وژلی دی ؟

ده وخندل :

ـ ولې داسې فکر کوې ؟ فکرکوې یوازې هغوي وژل کیږي چې نور ېې وژلي وي ؟ يوهيږې، هر څوک د جګړې لپاره خپله انګیزه لري : د چا انګیزه هیواد وی، د چا غچ او د چا عقیده او ایدیالوژي.

ملګری ېې په خبروکې ورټوپ کړي :

ـ لکه زه چې غواړم غچ واخلم .

ـ د چا؟

ـ دپلار

دی بیا ورسره ووايي :

ـ د پلار

ملګری ېې سروښوروي ،اوازېې نورهم لوړشي :

ـ هو د پلار، خومخکې ددې چې زه دا داستان درواوروم ، ته دې اول خپله کیسه وکړه .

دا نورسربې واکه ځوړند شي ، تیریادونه ېې په مخه کړي ، شیبه غلی وي . بیا لوی اوسیلی له خولې وباسي :

ـ دا د یوې ناکامې مینې اودرندې غمیزې نکل دی.

ملګری ېې ټوپ کړي :

ـ مینه

ـ هو مینه ، پوهیږې څنګه ؟

ـ څنګه ؟

ـ لس کلونه دمخه چې نوی ژڼی شوی وم ، یوه شپه په هرات کې د یوه لیرې خپلوان کره میلمه شوم . نیمه شپه چې په درانه خوب بیده وم دخپلوان پيغلې لور له درانه خوب راپورته کړم ، په غیږ کې راپریوته ، ټکان مې وخوړ، ویرې ونیوم .

ملګري ېې چې په خوندکیسه اوریده په خبروکې ورټوپ کړ، په خندا ېې وویل:

ـ وبیریدې چې څوک به دې ځای پرځای ووژني ؟

ـ د وژلو ویره نه وه .

ـ نوله څه وبیریدې ؟

ده دملګري په ټوپک لاس کیښود:

ـ له مرګه نه ویریدم ، ویره مې له کناه او شرم وه.

ـ ملګری ېې جګ ودرید، ده ته ېې لاسونه وښورول، دده ویره ېې وننګوله:

ـ له کومې ګناه او شرم نه ؟ دا څه واېې ؟ یوه نجلۍ چې پخپله غیږې ته ځان درواچوي …نوڅه خورخودې نه وه!

ده په ځیروروکتل :

ـ د خپلوانو او ملګروخویندې او میرمنې لکه خویندې داسې دی ، ولې داسې نه ده څه؟

ملګری ته ېې دلیل خوندورنکړ:

ـ عجیبه ده ، کله چې زموږبې ارادې او خوښې زموږخپلوانې ، موږ ته راودیږي اوزموږمیرمنې جوړیږي هیڅ خبره نه ده ـ خوکله چې یوه خپلوانه درسره دمیني تارزغلوي …!

لکه خبره چې ترې هیره شي اویا نه غواړي نوره دا خبره وشاربي ، خبره ېې بل خوا یوړله :

ـ ښه پریږده ېې ، وړاندې ځه ، بیا څه وشول؟

ـ بیا نو په ما کې هم دشهوت اوربل شو،دزلمیتوب په ټول زورمې کلکه په غیږکې ونیوه ،

ملګري ېې چې يه غوراو تلوسه خبروته غوږواوشونډه ېې په غاښونوکې نیولې وه ،په خبروکې ورټوپ کړ:

ـ پلارېې چیرته و؟

ـ په دغه شپه کورکې نه و، ورونه ېې کوچنیان وواو مورېې په درانه خوب بیده وه ، له کوټې راووتو، بام ته وختوو، آسمان شین او له ستوروډک و، دلومړی ځل لپاره دیوې تنکۍ پیغلې سره یوازې وم، شرم او ګڼو اندیښنواخیستی وم، دا هم ویرې نیولې وه ، لکه پاڼه چې باد رپوي ریږدیده، خو له ویرې سره سره ېې کلک په غیږکې نیولی وم ، مخکې له دې چې خپلې شونډې ددې له پستوشونډوسره ونښلوم او توده مچکه ترې واخلم ، په ورومې وویل:

ـ نه ویریږې ؟

دی راڼه راوکتل :

ـ له څه شي ؟

ـ له مرګ نه !

پوهیږې څه ېې راته وویل ؟

ـ ما مړه وکڼه ، زه اوس هم مړه یم

غیږته مې نوره هم راجوخته کړه ،په تندي مې ښکل کړه :

ـ ولې خدای دی نه کړي .

په سترګوکې ېې رڼې اوښکې وځلیدې، زړه ېې راډک شو :

ـ یوه زاړه ملاته مې ورکوي ، هغه چې بله ښځه هم لري.

ټوپ مې کړ، اه مې له خولې ووت:

ـ داڅه واېې ، ولې ؟

ـ ښځه ېې شنډه ده.

له دې سره ېې په ستوني کې بنده ژړا راټوله شوه ، له اوښکو ډکې سترګې ېې زما په سترګو کې خښې کړې ،پړینګ په ژړا شوه .

ـ دا نو مرګ نه دی ، څه دي ، چې هم په بنه لاړه شې او هم دی خاوند دپلارپه عمر وي !؟

د خوښۍ او شهوت احساس مې بایلود. لکه یخ لرګی داسې شوم ، لاسونه مې بې واکه له دې لیرې شو:

ـ اوس څه وکړو؟

دی چې لاهم نرۍ سلګۍ وهلې او وجودېې ریږدیده :

ـ زه اول خدای او بیا تاته ځان سپارم .

اندیښنه راولویده ، دی پاس آسمان او سپوږمۍ ته وکتل ، خوزما سترګې بې واکه په ځمکه کې خښې شوې ، له شرمه وه که له ویرې ، ځمکې ځای نه راکاوه ، له سخت آزمون لاندې راغلم ، بیرته مې لاسونه ترې واړول ، غیږ ته مې رانږدې کړه :

ـ زه څه وکړم ؟

دا هم راجوخته شوه ، پخپله غیږکې ېې کلک ونیوم ، بې واکه مې ددې کلک تیان پخپلو لاسونوکې ومروړل، دشهوت اورراباندې بل شو، دې  په وروغوګونو ته خوله رانږدې کړه:

ـ ځه چې تښتو!

ـ کله ؟

یودم ېې وویل :

ـ اوس ، همدانن

ـ چیرته ؟

دی شاوخوا ښارته وکتل ، بیاېې پاس آسمان او په هغه کې ځلیدونکوستوروته:

ـ دخدای لویه پاچاهي ده ، هرچیرې چې وي !

زه غلی شوم ، ددې په وړاندیزپه فکرکې لاړم ـ خودې فکرته پرینښودم ، له زنې ېې ونیوم ، په ولي ېې ټپ راکړ:

ـ وبیریدې ؟

لکه سرتیری نیغ ودریدم ،په غرورمې ځواب ورکړ:

ـ ولې به ویریږم

ـ نوولې غلی ېې ؟

ـ په وخت او ځای فکرکوم

د دې په سترګوکې بیا اوښکې راماتې شوې، له ژړانه په ډک غږېې وویل :

ـ ته چې ترهغې وخت اوځای ګورې ، زه به ېې له توروغرونوپناه کړې یم.

موږپه تیښتې غورکاوه ،خبرې موروانې وې چې له نږدې جومات نه دګهیځ اذان راغی . دواړه پرته له دې چې پریکړه پلی کړو، له دې بیرې چې څوک مو ونه ویني په منډه له بام نه راښکته شو.

دی رښتیا ویل ،څوچې زه بیا راګرځیدم او له دی سره مې دتیښتې تقشه پلې کوله ،دا دمیاشې دننه کوژده او واده هم شوه .

ملګري ېې سروخوځاوه :

ـ اودا ېې بیا له توروغرونواړولې وه .

ده لوی اوسیلی وکیښ :

ـ هو، دابیا واده وه، بیاېې بچیان شول، ما هم ښوونځی او ورپسې پوهنتون خلاص کړ، ما موریت مې واخیست خوکورنۍ مو په کلي کې هستوګنه شوه.

ده لاسونه یو په بل کې ومنډل ، اوږده ساه ېې وویسته :

ـ پوهیږې څه وشول ؟

ملګري يې دځواب په طمعه سروښوراه:

ـ میړه ېې زموږکلي ته کډه راوړه او دکلی امام شو.

دملګري تندي ېې وغوړید، موسکا ېې په شونډووځلیده :

ـ او تاته لکه چې بیا خدای درکړه، زاړه اورونه دی بیا راتازه شول !

د ده په شونډوهم خندا ونڅیده :

ـ هو، خوشال وم .

ملګري ېې وخندل :

ـ نوخوشال به څنګه نه وې !

ده سروخوزاوه:

 ـ خوشال خو وخ خوبیا مې هم ډډه کوله ، هغه لورته نه ورتلم .

ـ ولې ؟

ـ ځکه چې کلی و، دا اوس مړوښه وه،بچیان ېې درلودل، خوپوهیږې څه وشول!؟

ملګری ېې خوله ورنږدې کړه:

ـ څه وشول؟

ـ زه چې به کله په رخصتۍ کلي ته تلم ، دماښام له ډوډۍ وروسته به حجرې ته تلم او هلته به بیدیدم، وروسته به مې یا کتاب لوست او یا به مې لیکل کول، بیا به خوب ته تلم . یوه شپه چې په درانه خوب بیده وم ، ناببره مې پرمخ دچا پاسته لاسونه لکه پاغونده ولګیدل، ټکان مې وخوړ، وښوریدم، سترګې مې وغړولې ،نږدې وچې له ویرې مې لویه کړیکه له خولې وتلې وای خویونازک غږمې دستي بیره والوځوله ،

ـ زه یم .

باورمې نه راته لکه خوب چې وینم، له هیښتیا مې سترګې بقې راووتې ،دا وارله مخه راسره پریوته .لکه ماشوم ېې په غیږکې کلک ونیوم، ما هم لکه دمودوشهواني وږي سینې ته  را جوخته کړه، د ځوانۍ په ټول زورمې غیږته رانږدې کړه، لکه اورچې واخلم ، دشهوت نشه راباندې راغله ، اورواخیستم، هرڅه مې له سره والوتل ، ترګهیځ دیوبل په لیدواو دوصال په سیندکې لمبیدومودنیمګړې دنیاګۍ دبیلتانه ټول درانه پیټي سپک کړل، له دی وروسته به چې زه هره رخصتۍ کلي ته راغلم ،دابه مې دکټ میلمنه وه.

د ملګری ېې له خولې ېې لاړې وبهیدې ته وا کوم سکسي ننداره چې ویني خوله ېې وازه پاتې وه او په ټول خوندېې دده دسوزنده مینې داستان اوریده ، له ده ېې وپوښتل :

ـ نومیړه ېې درباندې نه خبریده؟

ده وخندل :

ـ پوهیږې ولې ؟ ویل ېې چې په ډوډۍ کې اوږه ډیروي او کله کله هم …..

ملګری ېې لاسونه وپړکول :

ـ شاه بس ،افرین دنرلوروه

ـ خویوه ورځ چې مې رخصتوله ،پوهیږې څنګه مې له ځانه توری کړه چې بیا هيڅکله رانغله

ملګري ېې بې واکه له لاسونوکړپا پورته کړه:

ـ څنګه ، ولې ؟

دی په فکرکې لاړ، شونډه ېې په غاښونوکې ونیوه ، وی ویل:

ـ ورته ومې ویل : نه ویریږې ؟

دی حیران په ځیرراوکتل ،په تندي کې ېې ګونځې جوړې شوې:

ـ له څه نه ؟

ـ له مرګ نه

دی وخندل ، غاړه ېې پورته ونیوه ،په غرورېې ځواب راکړ:

ـ که له مرګ نه ویریدای ، دلته مې په دا توره شپه څه بلاغوښته !

ما په ټوکه ورغبرګه کړه:

ـ په دی خو پوهیږم چې سردی په لاس کې نیولی دی ـ خوله تاسره زما برخلیک هم تړلی دی .

دی حیران راوکتل ، اوږې ېې وښوریدې لکه په ستن ېې چې وچوخوې ، زما په خبره ېې سرخلاص نشو:

ـ پوه نشوم ، څه مطلب ؟

بیا مې هم په خندا ورغبرګه کړه :

ـ لیونۍ ، خوله تاسره به ما هم بلې دنیا ته بوځي .

دا خبره نه وه سم لکه دټوپک ډزچې پرې وکړم ، ته وا ځمکه ېې له لاندې وښوریده ، ځای پرځای تاو راتاوشوه، له غوسې سره راواوښته ، سترګې ېې برګې راته ونیوې ، لاسونه ېې زما سترګو ته ونیول، تابه ویل په ګوتومې سترګې راباسي :

ـ چې داسې ډارن ېې ، نوربه مې ان سیوری هم په سترګو ونه ګورې

اوله دی سره په منډه ولټیده ،روانه شوه ، راپاڅیدم ، له شاه مې راونیوه ، زنې ته مې لاس وروړ، لکه ما شوم ېې پرپښو پریوتم ، خودی هیڅ عذراوزارۍ ونه منلې ، په منډه لاړه ، او دتل لپاره ېې بیا زما پاڼه وانه ړوله ، نوره نو نه یوازې دشپې رانغله ، زموږپرخوا دورځې هم هیڅکله راپيښه نشوه ، هغه جاذبه او سوزونکی مینه ېې په کرکه واوښته .

ملګری ېې په کراروویل :

ـ او تا هم ددوباره پخلاینې هیڅ هڅه ونه کړه .

ـ څنګه مې کړی وای ؟

ـ ولې ډاریدې ،چې مړدی نه کړي ؟

ـ له مرګ نه ویریدم ، له رسوايۍ ، ددې اولادونو ته مې خوا بدیده ،

غلی شو، درې ته ېې سترګې ونیوې ، فکرکې لاړ، مخ ېې بیرته راواړاوه :

ـ پوهیږې دهغې له بیلتون وروسته مې دکلی شوق هم ووژل شو، بیا کلی ته هیڅکله ورونه ګرځیدم خوډیره موده وروسته چې لاړم ،پوهیږې څه پیښ شول ؟

ملګري ېې وخندل ، په ملنډوېې ورغبرګه کړه :

ـ لکه چې بیا خدای درباندې ولوروله که څنګه ؟

ده اوږده ساه وویسته ، لاسونه ېې ومروړل:

ـ کاشکې ، خوداسې نه وه ، هغه ېې په سپين سهارووژله ؟

د ملګری خوله ېې وازه پاتې شوه ، اخ ېې کړل او لکه څارنوال ېې پوښتنې قطارکړې:

ـ چا ؟

ـ میړه

ـ ولې ؟

ـ زموږ له اړیکو خبرشوی و ، چا پیغورورکړی و.

ـ نوته څنګه بچ شوې ؟

ـ دا خبرلکه په کلی کې چې بم خلاص شي یو دم ټول کلی ونیو، زه په بیړه له کوره راووتم ، دتیښتې لارمې خپله کړه، پوهیږې له شاه څومره ډزې راباندې وشوې ، خوپوره به مې نه وه، ځان مې په منډه ،منډه ترې پناه او غیب کړ، ښارته اوبیا دلته راوتښتیدم ، زما په ټس کې ېې زما ورونه ونیول، بیا نوجرګې شوې او مرکې شوې.

ملګری په خبروکې ورټوپ کړل:

ـ نوبیا جرګې څه فیصله وکړه ؟

ـ ورونومې ومنله چې زه له دوی هم فراری یم او دوی مختاردی هرچیرې چې مې ومومي ، کولی شي ،ما ووژني.

ملګری ېې دوی ته نږدې په پوسته کې ولاړسرتیری ته وکتل ،پخپل ټوپک ېې لاس راتیرکړ، ده ته ېې مخ ورواړاوه :

ـ اوتا بیا پریکړه وکړه چې دلته عسکرشې

ده سروښوراوه :

ـ څه مې کړی وای ،بله لارمې نه درلوده ؟

ملګري ېې وخندل :

ـ نوته وا دلته به له مرګ نه بچ شې!؟ …نه وینې چې هره ورځ دڅومره سرتیروجنازې له دې ولایته درومي ؟

ـ په دې پوهیږم

ـ نوچې پوهیږې ،بیا دې ولې عسکرۍ ته زړه ښه کړ؟

ـ دا ځکه که ما ووژني ورونه مې خامخا غچ اخلي .

ملګری ېې حیران شي ، وې پوښتي:

ـ نوته خو واېې چې هغوي ستا دوژلو اجازه ورکړې ده!

ـ په دې خو مې ځان خلاص کړی دی ـ خو ته پوهیږې ورونه به مې غچ پری نه ږدي .

ملګری ېې اوږې پورته ونیسي ، ودریږي :

ـ یعنې ته دلته ددوي په صلاح نه ېې نه راغلی ؟

دی سروښوروي :

ـ راغلی یم، خوزه مې ورونه پیژنم چې ما به بې غچه نه پریږدي ، او که هغوی زما غچ اخلي ، د ملا ټبرهم زما له ورونو نه کم نه دي.او چې ترڅو زموږ ترمنځ بیا روغه کیږي ،ډیری ککرۍ به له منځه تللې وي.

ملګری ېې وړاندې لاړشي ، دیو لوی ګټ شاته ودریږي ، دی بیرته درې ته سترګې ونیسي ، اندیښنوکې ډوب شي ، ملګري ېې بیرته راوګرځي ، دده ورپام شي :

ـ اوس نو ته راته ووایه چې ستا د جګړې انګیزه څه ده ؟

ملګری لکه پوهیده چې له ده به هم خامخا دا پوښتنه کیږي ، مخې ته پروت ټوپک ته وګوري ، ځواب ورکړي:

ـ ما خودرته وویل چې زه په بدل پسې راغلی یم .

دا ځل دی پوښتنې یوپه بل پسې قطارکړي :

ـ پلار دی صاحب منصب و؟

ـ نه ، ساده ملا و.

ـ په فوځ کې ؟

ـ نه دکلی په جوما ت کې.

ـ چا ووژاه ؟

ـ همدې دله ګانو، دچا له لاسه چې مې ټوپک اوږې ته اچولی او جګړې ته راغلی یم .

ـ نو ولې ېې ووژاه ؟

ـ ځکه چې دفوځ د یوه افسرجنازه ېې کړې وه.

ملګري ېې لویه ساه وکښله ، په خپل ټوپک ېې لاس وواهه ،

ـ که نه زما له تا هم له جګړې ډیربدراتلل، پوهیږې د مکتب عمومي اول نومره وم، په کانکورکې هم طب ته کامیاب شوم،

پړینګ په ژړا شو….

ـ ته پوهیږې ، په همدې شپه چې پلارمې شهیدیږي ، ماته په هغې پسې مرکې ته ورته چې ماته له ځانه هم ګرانه وه. که اوس مې پلارژوندی وای هم به مې دخوښې واده شوی وای او هم به د طب محصل وای.

ده ېې په ولي لاس کیښود، په سینې پورې ېې ونیو…

ـ زغم وکړه ، ته يوازینی قربانی نه ېې ، هلته چې دجګړې اورونه بل وي ، څوک له وروره محرمیږي ، څوک له پلاره ، څوک له موره ، څوک له مینې ، څوک …..

خوملګری ېې لکه کوڼ چې وی او هیڅ نه اوري ، دده په خبرو هیڅ غوږونه ګراوه ، له غوسې ېې مخ نورهم سورراواوخت ،سترغلي ېې وپړسیدل، ودرید، ورسره ټوپک ېې له ځمکې پورته کړ، لټ ېې وواهه ، درې ته ېې دټوپک خوله ونیوه ،ډزشو، لاسونه ېې ورپیدل ،په هبیتناک غږېې چیغه کړه:

ـ کله ېې پریږدم ، چا چې هم له پلاره خلاص کړم او هم له مینې ، ولاچې ژوندي هم په لاس راشي ، که دژوندڅکه رانه وکړي.

دی هم راپورته شو ،دده په اوږه ېې لاس کیښود:

ـ داسې مه وایه ، هره جګړه خپل اصول او قانون لري ، که موږ دهغوي اسیران ووژنو، هغوي به له دې بترچلندراسره وکړي ،

دده غوسه نوره هم راوپاریږي ، له خولې ېې چیغه راووځي :

ـ نوته وا په دې ځناورو دی رحم وشي ؟

دی بې له ویرې په سړه سینه ځواب ورکړي:

ـ رحم په هرچا په کاردی ، څه فکرکوې چې په دوی به ظلم نه وی شوی ؟ دجګړې هره غاړه د خپلې جګړې لپاره یوه توجیه لري.

ملګري ېې لاس وراوږدکړ، شورېې نورهم جګ شو، په ملنډوېې دی وننګاوه:

ـ ته اوس له ځانه څه حضرت عیسی یا ګاندي جوړوې ، دا دخره اولاده باید نابوده شي، تخم ېې باید ورک شي،

دی ېې له ګریوانه راونیو:

ـ ته ځواب راکړه ، زما پلارڅه ګناه کړې وه ، ددوی غوندې ملا نه و؟

ده وخندل ، په سړه سینه ېې ځواب ورکړ:

ـ زه نه دعیسی اوګاندي فکر تبلیغوم او نه هم خان عبدالغفارخان یم اوله هغو افراطي ږیرورومې هم کرکه کیږي ،چې په دینې توجیې خلک وژني .

ملګری ېې غاړه هسکه ونیوه ،بیا ېې په غروروویل:

ـ زه د ملا زوی یم ، په پلارمې وياړم خونه مې پلارافراطي و او نه هم زه .

ده غیږته رانږدې کړ، په مخ ېې ښکل کړ:

ـ منم ، که پلاردی افراطي ملاوای کله افراطي دینداروواژه؟!

دی له ده راشاته شو ، ودرید، ده ته ېې برندې سترګې ونیوې:

ـ نوولې دې زما دخبروپورې افراط وتاړه ؟

دی بیا ورنږدې شو ، په ولي ېې لاس ورکیښود:

ـ ځکه چې په دومره کرکه جګړه نن سبا یوازې دیني افراطیان او لیونیان کوي …زه دې له جګړې نه راګرځوم ، خوزه دی د جګړې د اصولو رعایت ته رابولم.

ملګری ته ېې بیا غوسه ورغله ، دده دلیل ېې بابیزه په نظر ورغئ :

ـ داسې مه وایه ، هیڅ جګړه بې جدبې او انګیزې نه کیږي ،

ده په خبروکې ورټوپ کړل :

ـ زه جذبه او انګیزه نه ردوم ـ خوپه جګړه کې د عقدو سړول جګړه لنډوي نه ،اوږدوي ېې .

ملګری ېې بیا غاښونه وچیچل:

ـ نوته واېې زه باید په هغوي رحم وکړم چې له پلاراو مینې ېې محروم کړی یم ؟

ده بیا دده په اوږه لاس وواهه  ، دده لاس ېې په لاس کې ونیو ، په سړه سینه ېې وویل :

ـ پوهیږم ، له درده دې راځم، خوګوره جګړې یوازې په زوراو غچ نه ګټل کیږي ، جګړې په بحښنه اویوبل ته په تیریدنې هم پای مومي.

ملګري ېې لاس دده له لاس نه  بیل کړ، شاته راغی ،ده ته مخامخ ودرید، دده په سترګوکې ېې سترګې خښې کړې  ، بیا ېې لاندې درې ته په ځیرسترګې ونیوې ، ، ددرې لپاسه ولاړشفق ته ېې وکتل ده ته ېې مخ ورواړه ، په خنداېې وویل :

ـ ما ته مه ګوره !

لاس ېې درې او په آسمان کې ځلیدونکي شفق ته ونیو:

هلته وګوره ، له ښکلاخوند واخله ،

ملګری ېې هم وخندل ، لکه کوم کوچنی او یا لیونی ېې چې په وړاندې ولاړ اوپه ګډووډوسروي . ده چې شفق ته کتل او له نندارې ېې خوند اخیست ، بیا مخ ورواړاوه ، دده په پنجه ېې خپړه کیښوده:

ـ ګوره ، په زوربه ځمکې ونیول شي ، یوڅوک به د واک په ګدۍ کیني خو دا ګټل نه دي ، داسې ګټل همداسې راپرزیددل هم لري … هرواکمن چې په زورراغلي همداسې په زوراومرګ له واکه هم راپریوتی دی،

ملګری ېې په فکرکې لاړشي ، مخ ورواړوي ، په شونډوېې نرۍ موسکا وځلیږي او لکه ګونګی چې شي  اویا له ولویږي او یا دژوند په باب په نووفکرونو او خیالونوکې ډوب شي ، غلی ودریږي سترګې درې ته ونیسي ،له ده سره یوځای ددرې دښکلاپه ننداره شي.

لندن ــ انګلستان

۲۰۲۱د جولای ۱۵

Comments are closed.