آزادي / نصير احمد احمدي

0 840

څوارلس کلن هلک خپله پېغله خور تر کوڅيو ونېوله، د هغې پر اوږه تم منګی يوې خواته کوږ شو، ولوېد، له درب سره مات کلدورکي ( د منګي ټوټې ) يوې بلې خواته ولوېدل.

نجلۍ پر ژامه سوک وخوړ، لاړې يې باد شوې ، کيڼ لورته ړنګه شوه، سر يې د چوترې پر سميټي ژۍ ولګېد، ځای پر ځای پرېوته.
هلک د هغې تشي ته لغتې ونيولې، په عمر پخه ښځه له کوټې راووته، هلک يې پورې واهه، پر نجلۍ ور پرېوته، له خولې يې ښېراوې راووتې:
_ خدای دې ټک له ټکه که، مغزى دې مات شه، ښه ورځ ونه وينې…
هلک لاس ور وغځاوه، ښځه يې تر مټ ونېوله، نجلۍ ته يې دوه_ درې سوکه ورکړل، ځای پر ځای ودرېد، له خولې يې ځګونه باد شول:
_وژنم يې !
دا يې وويل او ديوال ته نږدې د خرې پر کته کېناست.
ښځې خپلې لورته وکتل، سترګې يې سپينې راختلې وې، غاښونه يې په وينو سره ول، ښځې په ژړا کې وويل:
_مړه دې کړه!
هلک لاړې تو کړې، پر خپله بهيدلې پزه يې لستوڼی تېر کړ، څه يې ونه ويل.
د نجلۍ زګېروی شو، شېبه وروسته يې سترګې رڼې کړې، يو دم يې وژړل، ځان يې د مور غېږې ته ور واچاوه.
مور يې د هغې په ککرۍ لاس تېر کړ، ګوتې يې په وينو سرې شوې، په غريو کې يې وويل:
_څه ووايم، خدای دې ځوانيمرګ کي.
وروسته يې د نجلۍ ټکری سم کړ، نجلۍ ولاړه شوه، زانګې وانګې کوټې ته ننوته.
ښځې هلک ته مخ ور واړاوه، ورو يې وويل:
_څه خطا، څه ګناه، ولې؟
هلک خپله پزه پورته کش کړه، په خشکه يې وويل:
_دا دريم وار دی چې په اوبو پسې د باندې وځي!
مور يې چيغه کړه!
_نو په دې کې څه خبره ده؟
هلک په غوسه وويل:
د کلا تر مخ هلکان مردکي کوي، شرم دی شرم!
ښځې په غريو کې وويل:
_زار ( زهر ) دې تر خوله سه، هغوی خو سره خوله هلکان دي، نن جامې مينځو! اوبه راوړي !
هلک چيغه کړه!
_ دومره آزادي مه ورکوه! که مې دا وار ولېده! مرداره به يې کم
له دې سره يې په جېب کې پرتو مردکيو ته شرنګ ور کړ او په منډه له کلاه ووت.

پای

Leave A Reply