لنډه کېسه- اوبه په ډانګ نه بيليږي!/ ناصرخان شیرزی

0 1,113

احمدشاه دوه زامن درلودل يويې زلمی اوبل يې جمشيدنوميده، زلمی اوجمشيدپخپلوکې يوبل ته ډيرگران وه.

کله چې به له دوی څخه کوم يو یې چيرته تللی وو ؛ نودا بل به ورپسي ډیر خفه وو.

دوی لاماشومان وه ، چي پلاریې «احمدشاه » ددې فاني دنياڅخه سترګي دتل لپاره پټې کړې.

دپلارپه وفات کيدلو دواړه ډيرغمجن شول او دیوې ډیرې اوږدې مودې لپاره یې ان له لوبو کولو هم لاس واخیسته.

خو دوخت په تیریدو سره دواړو یوځل بیا په کراره کراره سره لوبو کولو ته مخه کړه.

دورځو نه یو یوه ورځ وه ، چې دواړولوبې کولې ، چې دبرکلي جانداد دکلي په لویه لاره تیریدلو او دوی یې ولیدل او ددوی په طرف ورغلی، جانداد ګورې ، چې دواړه په خپلو کې یودبل سره لوبې کوي او په مینه مینه سره خبرې کوي.

دغه وخت دجاندان په فکر کې یوه خبره پیداکیږي او وایې که دوی دواړه همداسي سره یوځای وي ؛ نو هیڅکله به زما وسه پرې ونشي.

جانداد ځان سره وایې ، اوس به ددوی اتفاق له منځه وړم!!

جانداد ښه ورنږدي کیږي او تر ستړي مشي وروسته ورته وایې ماهم دځان سره دملګري په توګه منئ!

هغوی چې تل دښه ملګري په لټه کې وه ورته وویل، هو تاسي کولای شئ هره ورځ له مونږ سره یوځای لوبې وکړئ!

دجمشید او زلمي دخبرې سره سم جانداد به هره ورځ ددوی کلي ته ورتللو او له زلمي او جمشید سره به یې یوځای لوبې کولې.

خو دلوبو ترڅنګ به یې هره ورځ ددوی ترمنځ دبې اتفاقۍ دپیداکیدو خبرې هم کولې.

کله به چې دجمشيد سره مخامخ شوو ؛ نوورته به يې ويل ته مې ښه دوست يې اوستاخلاف خبرې نشم زغملای، تيره ورځ زلمي تاسي پسي بدې بدې خبرې کولې، جمشید به ددې خبرو په اوریدلو سخت خفه شوو.

اوجانداد چې به کله هم دزلمي سره مخامخ شوو، نو هغه ته به یې هم همداسي خبرې کولې.

لنډه داچې جانداد دزلمي او جمشید ترمنځ بې اتفاقي پیداکړه او جمشید او زلمي یودبل سره کینه او حسد پیداکړو، که ددوی څخه یوه هم ښه خبره وکړه ؛ خو په بل ورور به یې ښه نه لګیدله او قصد به یې ورسره کولو او خبره دومره سره اوږه شوه ، چې دواړه یو دبل سره جنګ کولو ته تیار شول، نو هره ورځ به یې خپلمنځي جنګونه کول.

بالاخره جانداد په خپل کار کې بریالی کیږي.

جمشید او زلمی چې نوي دځوانۍ پړاو ته رسیږي ؛ نو دخپلمنځي شخړو څخه ستړي کیږي او یو بل ته وایې ،چې نور مو یوځای سره اوسیدل سخت شول او ستالاره خپله ده او زما لاره خپله!

جمشید دیوبل دوست سره وکتل او ورته یې وویل په کلي کې ژوند راته سخت دی غواړم ښارته لاړ شم ، چې هم زده کړې او هم څه نا څه حلاله مزدوري وکړم.

دوست یې مشوره ورکوي او له ځان سره یې ښارته بیایې او هلته خپلې زده کړې کوي.

زلمی چې یوسرسخته ځوان وو او دتعلیم کولو هم چندان شوقي نه وو ، نو په کلي کې پاتې کیږي.

او هره ورځ په کلي کې کله دیوه سره په یوه خبره بحث کوي او کله بل سره په بله خبره، ان کله کله ددوی بحث ترشخړو رسیږي.

زلمي به هره ورځ په یوه خبره نه په یوه خبره دیوکليوال سره شخړه کوله.

دټولو کلیوالو ترمنځ یې دجنګي نوم وګټلو ، بس که پردی جنګ به وو نو هغه به هم ترزلمي رارسیدلو ، همغه وو ، چې دزلمي ټول عمر په جنګ کې تیر شوو.

دزلمي ورور جمشید چې په ښار کې یې زده کړې کولې یو ښه ډاکټر ورڅخه جوړ شوی وو او یو ښه ژوند یې ځان ته جوړکړی وو.

زلمي چې دژوند ډیر کلونه يې په شخړو کې تیرشوې وه ، نو غوښتل یې چې خپل ورور سره یوځای شي او تل به یې دهغه په اړه فکرونه کول، چې دډیرو فکرونو له وجې زلمی ناروغه کیږي.

کلیوال زلمی دعلاج لپاره ښارې روغتون ته بیایې او هلته بستر کیږي.

یوه ورځ چې زلمی دناروغۍ په بستر پروت دی او سرته یې یو اشنا کس ولاړ دی ، چې دده درملنه کوي ، په بیړې سره ورڅخه پوښتنه کوي ، ته جمشید نه يې؟

جمشید چې دښار په دغه ستر روغتون کې ډاکټر وو ، او د زلمي درملنه هم دده په غاړه وه ، نو دزلمي په حال سخت خفه کیږي او ورته په ژړغوني غږ وایې «هو جمشید یم ستا ورور!»

جمشید په روغتون کې دزلمي درملنه کوي او تر درملنې وروسته یې خپل کورته بیایې.

زلمی خپل ورور ته وايې « وروره ماوبخښه چې تل به مې له تاسره جنګونه کول. »

جمشید ورته وایې « الله (ج) دي وبخښه ، سه خبره نشته ، خیر دی هغه وخت نه پوهیدو.»

ددواړو ترمنځ یوځل بیا هغه دماشومتوب مینه پیداکیږي.

یوه ورځ چې جمشیدو او زلمی دکور په انګړ کې سره ناست وه ، نو جمشید ورڅخه دکلیوالو پوښتنه کوي ، زلمي ورته ټوله کېسه کوي او ورته وایې ، بس ددوی دلاسه مې ټول ژوند تباه شوو او …

جمشید چې دزلمي ناامیده خبرې اورې ، نو په فکر کې یې هغه دبرکلی جانداد ګرځي او ورته وایې ، ستا ژوندپه اصل کې هغه دبرکلي جانداد تباه کړلو ، له مانه یې بیل کړلی او لیوانو ته یې یوازی پریښودې ، ځکه داسي درسره وشول!

زلمی هم ورته وایې ، اممممممممممممممم ریښتاهم داټول کارونه دجاندادي دي!

پرسبا جشمید له روغتون څخه رخصت اخلي او دواړه دکلي پرلورې روانیږي.

 

کله چې کلي ته رسیږي ، نو ټولو کلیوالو ته وایې سبا زمامیلمانه یاست ، چې حتماً زمونږ ځای ته راشئ!

زلمی هغه دبرکلي جانداد ته هم خبر ورلیږي.

پرسبا ورځ جانداد او ټول کلیوال راټول شول ،د ډوډۍ ترخوړلو وروسته جمشید کلیوالو ته وایې((زما او دزلمي ترمنځ دبرکلي دغه جانداد بې اتفاقي راوسته ، خو مابیاخپله دهمت څخه کار واخیستلو او اوس دښار په مرکزي روغتون کې ډاکټر یم او ستاسي په خدمت کې یم.

خو زما د ورور ژوند یې تباه کړلو، خو خیر داچې زه ډاکټر یم ؛ نو زلمي ته به په روغتون کې ښه دنده پیداکړم ، او بیرته به یې ژوند ښه شي ان شاء الله.))

ټولو کلیوالو چې دجمشید خبرې واوریدلې، ټولو ورته چکچکې ووهلې ، کلیوالو لا همغسې چکې وهلې ،چې زلمی له خپل ځایه راپورته شوو او داسي غږ یې وکړ:

(( په پښتو کې یومتل چې وایې « اوبه په ډانګ نه بیلیږي. » ))

Leave A Reply