اتل او بوتل/ وحیدالله(محبت) ناصري

0 906

خړ شلېدلی ټکری یې په سر وه.
د لارې په سر ولاړه وه.
په هر لور یې ورخطا ،ورخطا کتل، چې په ما یې نظر شو.
په اشاره یې ځانته وبللم.
ورغلم.
په ژړغوني او وارخطا غږ یې راته وویل:
هله زویه!
دغه سل کالدارې واخله زما دې تلېپون کې یې واچوه او د یاسر په نوم نومرې ته ترې زنګ وواهه.
ما چې یې تلوار او ورخطایي ولیده.
ورته مې وویل:
سمه ده ،په سترګو مورې.
که ډیره عاجله لرې، چې د خپل مبایل نه ورته ،تر کارت اخیستلو زنګ وواهم؟
ویل یې:
کوربان دې شم ځویه ،وواهه کنه ورته!
د یاسر شمېره مې پیدا کړه، له خپل مبایله مې ډایل کړه ، زنګ مې ورته وواهه، سپین سرې مور ته مې مبایل ورکړ.
د سلام کولو نه یې وروسته په سلګو وویل:
یاسره!
بچیه کار دې پریږده، ژر شفاخانې ته راشه، وړوکی ورور دې په ښونځي کې په ګولۍ لږیدلی ټپي دی او هو بچیه همدا اوس دې نجیب ماما ته زنګ وواهه، چې شفاخانې ته راشي، صابر عملیاتوي ډاکتران وایي، وینه پیدا کړئ.
زه تلېپون بندوم ،ته دې ماما ته ژر زنګ وواهه.
مبایل یې راکړ او د عاجل اطاق په لور یې منډه ګړه.
ور غږ مې کړ مورې!، مورې!
خو مور زما غږ وانه ورید.
د سپن سرې مبایل زما په لاس کې پاتې شو.
زه هم ګړندی ورپسې د عاجل اطاق پر لور لاړم.
بېړنۍ خونه کې مې په وینو رنګ کوچني تر څنګ، د یوې بلې تور سرې سره یو ځای ومونده، چې په ساندو سر وه او ویل یې:
خدایه!
د پلار غم یې لا سوړ ندی، خدایه! ماسی مې وساتې، ته یې روغ کړې.
ورته مې وویل:
مورې!
مبایل دې له ماسره پاتې شوی وو، دا واخله.
ډاکترانو ته مې وویل:
دې کوچني ته د کوم ګروپ وینه پکار ده؟
راته یې وویل:
منفي اُو (-O).
د منفي اُو وینې لرونکي ملګري ته مې زنګ وواهه.
د وینې ورکړې، غوښتنه مې ترې وکړه.
راته یې وویل:
زما شرط هماغه دی.
وینه ورکوم، انځور به مې نه اخلي او حال به هم چا ته نه وایې.
ځکه د هغه لپاره چې وینه ورکوم، ما ویني او خبر دی.
ورته مې وویل:
ژمنه ده ژر راشه.
بس خدای!
د ځمکې د سر انسانان عجیبه پیدا کړي:
یو یې پر ځمکه د انسان ژوند اخلي، وینه تویوي، بل یې، د ژوند ژغورنې هڅه کوي، او خپله وینه ورکوي.
خو دواړه خپل کړه وړه، ددې دنیا له انسانانو پټ ساتي.
وحیدالله(محبت) ناصري
۱۳۹۶/۲/۱۱

Leave A Reply