خیرات(لنډه کیسه)  / نورالله زیار

0 724

ټکنده غرمه وه. محمد ګل تر غټو ونو لاندې کړاند ګرځېده. داسې تک تور اوښتی و، لکه ټول کال چې یې په غرونو کې مال څرولی وي. ځمکې ځای نه ورکا و، کله به په درې نفري څوکۍ کې یوازي کېناست، کله به یې مخ په دواړو لاسونو کې ونیو، کله به لاس تر زنې کېناست.

په پارک کې د ماشومانو شور ماشور و. هر رنګ غږونه اورېدل کېدل. محمد ګل په څوکۍ کې اوږد- اوږد پرېوت. په غوږونو کې یې ګوتې ونیولې. تېز لمر یې ونشو زغملای، ژر ولاړ شو. څو قدمونه یې لا نه و اخیستي، چې ودرید. لږ شاته کوږ شو، اسمان ته یې وکتل، په لوړ اواز یې وویل: پلاره! خدای ج دې مه بخښه، خدای ج دې پښه تر ګور راوکاږه.

ولي خان د محمد ګل پر اوږه لاس ورکېښود؛ خیر، خیر ولې داسې ښېرې کوې؟ مخ دې هم تور و شین اوښتی دی. خیر خو دی؟

محمد ګل په لوېدلي غږ وویل: یاره ولي! یو خو له تا څخه ولاکه په ګور کې خلاص شو. خیر چېرته دی، که خیر وای پلار کاپر ته به مې ولې ښېرې کولې.

ولي خان محمد ګل تر لاس ونیو، ویې ویل: ته! پر دا څوکۍ کېنه. څه شوي دي؟ پلار غریب دې په مرګ هم در څخه خلاص نه دی. دا ژوند دی، خوږې او ترخې لري. محمدګل په ځړېدلي غږ وویل: دا نو ژوند دی، خوږې او ترخې لري. ژوند چېري ده؟ ژوند مو د سپو دی.

ولي خان په نرمه لهجه ورته وویل: په غم دې در شریک یم. ما ته ووایه؛ ولې غوسه یې؟ په دې سره به دې غوسه هم کمه شي.

محمدګل د ولي خان تر زنې لاس لاندي کړ. ولي! ما ته وګوره. زه خر یم؟ ولي د نه په موخه سر وښوراوه. محمدګل وویل: ولي خانه! نن یو ټرن ایراني د یو عالم خلکو په مخکې ماته خر وویل.

ولي خان: ولې؟

محمدگل: له خپلې کوټې څخه راووتم. ما ویل؛ هسې هم جمعه ده، په ملګرو به پوښتنه هم وکړې، سات به دي هم ورسره تېر شي. د هغوی د کوټې پر لور روان شوم. بازار ته، چې راورسیدم زنګ مې ورته وواهه. ما ویل؛ که مو څه شی په کار وي؟ هغوی ډوډۍ وغوښتله. نانوایې ته ور وګرځېدم. په لاین کې تر ټولو خلکو شاته ودرېدم. تر څنګ مو د ښځو هم یو کتار ولاړ و. په نوبت یوه ښځه او یو سړی تللو او ډوډۍ یې اخیستله. څه سر دې خوږوم، زما نوبت را ورسید. د نانوایې په دروازه کې مې د شیشې په صندوق سترګې ونښتې. تر نیمایي له روپيو ډک و. دې ته حیران وم، چې اوسپنیزو روپیو هغه نورې کاغذي روپۍ ښې تخته کړې وې. ما هم لس زره تومان هغه صندوق ته ور واچول. لس ډوډۍ مې راواخیستې. په دغه وخت کې ملګرو زنګ را وواهه، ومې ویل؛ درغلم، دا ده نانوایي ته ولاړ یم. د ټلېفون له قطع کېدو سره مې د باقي روپیو غوښتنه وکړه. نانوای اوږې پورته واچولې. شونډې یې کش کړې. مګه پول هم دادی؟ ما په سر ښورولو د هو ځواب ور کړ. ډوډۍ مې ټینګې په لاس کې نیولې دي. نانوای له ما څخه د روپیو غوښتنه وکړه. د شیشې صندوق مې پر سر وټکاوه، چې دلته مې واچولې. یوه شېبه یې نېغ راته کتل بیا یې را باندې غوټه کړه، ټولې ډوډۍ یې راڅخه واخیستلي. په لوړ اواز یې راته وویل: خر! ببین انجا چه نویشته است. این صندوق صدقه است. کرار د پارک په لور راروان شوم. سوکه مې له ځان سره وویل: په دغو کوپارو کله خیرات کېږي. زه څه خبر وم چې صدقه ده.

نو پلار کاپر خو باید دومره خط مت راباندې زده کړی وی، چې دا د صدقې کلمه خو مې لوستلی شوی.

ولي خان سر وښوراوو، وای- وای، دا غم زه هم لرم.

لیکوال: نورالله زیار

1396/7/2

Leave A Reply