د خړې دښتې لېوان /شګوفه پکتین

0 1,399

شپه وه. سخت باد لګېدو. زه یوازې وم. زړه مې ډېر تنګ و. هر شېبه مې زړه هغه کسان غوښتل، چې زما زړه او روح ته یې ارامي وربخښله. زړه مې د زړه پاچاهان غوښتل؛ خو دوی راسره نه وو. کله چې به باد تېز شو؛ د لویو ونو ښاخونه به په هرې لورې خوځېدل. زه ډېره ډارېدم، چې هسې نه دا باد ما هم له ځانه سره یوسي. زه تر نورو خوېندو او وروڼو لویه وم. کله به چې د باد اواز لوړېدلو؛ نو زما کوچنۍ خور، چې لا ډېره وړه وه زما تر شا به پټه شوه او په لړزېدلي غږ به یې وویل: خورې! زه ډېره ډارېږم. مور او پلار مو چېرته دي؟ دوی ولې نه راځي؟ ایا هغوی له موږ سره مینه نه لري؟ زما سترګې به له اوښکو ډکې شوې او د غمونو ځولۍ به مې راوغوړېده؛ خو څه مې نه ویل.

شپې به ویده شوم، په دې هیله چې په خوب کې به مور او پلار زما لیدو ته راځي؛ خو هغوی نه راتله. سهار به شو. د سهار نسیم به ډېر تازه و. ښکلې هوا، رنګین اسمان او شنه منظره؛ خو زما زړه به د غمونو خړې دښتې غوندې و. زړې جامې به مې پر تن وې. قلمونه به مې په لاس کې وو او خرڅول مې. غیرت مې اجازه نه را کوله، چې چا ته د محتاجۍ لاس ونیسم او دوی ته ووایم، چې د خدای په رضا ما ته یو څه راکړئ. یوه ورځ ډېره ستړې شوم. شپه شوه. دېره توره تیاره وه. ټول خلک ویده وو؛ خو زه غمونو خوب ته نه پرېښودم. په هغه ځای کې پرته له د خړې دښتې د لېوانو له اوازونو بل څه نه اورېدل کېدل، ډېره ډارېدم. د کور ټولې دروازې مې بندې کړې او ویل مې داسې نه چې د خړې دښتې لېوان موږ پسې راشي.

کوچنۍ خوېندې، وروڼه مې په بړستنو کې درانده پټ کړل او زه هم په فکرونو او سوچونو کې ډوبه خوب وړې وم. خوب مې لیدو، چې د کور ور خلاصېږي. ډېره وېره راسره وه. داسې نه چې د خړې دښتې لېوان راغلي وي. سترګې مې رډې رډې د وره په لور ختلې وې. وروسته له یوې وړې دمې د وره په لور وخوځېدم. ډېر خوندور او زړه راښکونکي اوازونه مې واورېدل، چې ویل یې؛ لورې! دروازه خلاصه کړه. موږ راغلو. د دروازې په خلاصولو سره مې له خوشالۍ ټوپونه ووهل. د خوب په څو شېبو کې ما فکر وکړ، چې د پادشاهۍ ژوند لرم؛ خو کله چې د همدې خوشالیو په شېبو کې راپاڅېدم؛ ګورم چې نه مور وه او نه هم پلار. توره شپه وه زه تنها.

د چاپ منبع: سپین غر مهالنۍ، لومړی کال ، لومړی ګڼه،سه شنبه، ۱۳۹۶د لړم ۲۳مه

 

Leave A Reply