لنډه کیسه : راباندې ګرانه یې ،                               خو ترسپي مې نه … خالق رشید

0 983

لنډه کیسه :

راباندې ګرانه یې ،                             

 خو ترسپي مې نه …

خالق رشید

———————–

زموږ ټولګی ځکه زموږ د کالج د ټولو یارانو په خولو کې لویدیلی ، چې زموږ ړوند ټولګیوال تل خپل سپي له ځان سره د ټولګي تر دروازې پورې راولي ، دي ټولګي ته را ننباسي ، پرڅوکۍ یې کینوي او بیا بیرته لکه یوښه سرپرست او لارښود خپله له ټولګی څخه وزې ، هلته د ټولګي دروازې ته مخامخ ځان سره وپیچې ، ترهغو چې یې خاوند له درسه خلاصیږي ، هم هلته آرام پروت وي ، اویوازې زموږ ټولورفتار او زموږ قدموته،  په خپلو نیم کښو سترګوپه حیرانتیا دریانتیا سره ګوري اوګوري …

زما او زما د ړانده ملګري کورونه هم سره نژدې دي ، کله کله چې سهارمهال کالج ته راځو، په لاره کې سره یوځای کیږو ، سپي یي ترمخ دی ورپسې وي ، ټول فکر او پام یې دې ته وي چې څنګه ښه درس ووایي او څنګه ښې نمرې ترلاسه کړي ، دی تل دزړه په سترګو پرهمدغه ورکه پسې څارو وي … دی نصرت نومیږي خو موږ یې له ډیرې مینې نصرت جان بولو ، زموږ یوشمیر چې ټوکي ورسره لري ، دهغوحساب بیا بیل دی ، څوک نصرتی بولي او څوک يی په دې خاطر چې هرڅه دده له خوا ډیرزر نشریږي بیا نشرتي بولي ، ښه هلک دی ، زحمت وباسي ، او د زړه روښانتیا یی دومره ده چې په هرڅه پوهیږي اودهرڅه په باره کې نا لیدلی خو مناسب قضاوت کولای شي …  زموږ یوه ټولګیواله یې ښه ایسده ، تل به یي غږ پرهغې و، له هغې سره یې هم اړیکي پردې خراب شول چې ده یوه ورځ ورته ویلي وو ، راته ګرانه یې … هغې ورته ویلي وو چې څومره …  ده بیا په ځواب کې ورته ویلي وو چې :  ډیره  راباندې ګرانه یې خو ترسپي مې نه …

له هغه وروسته به یې چې نصرتی لیده ځان به یی تر پربله کاوه ، داسې چې نوریي هغه نژدې اړیکي سره پرې شول چې تراوسه پورې بیا یو پربل  ورنه غلل … که رښتیا ووایم دغه نشرتی ، شرارتي نوم هم د لومړي ځل لپاره د هغې له خولې راووت چې  ورو ورو دنورو په خولو کې هم پریوت …  دده یوه ښه یا بده ځانګړنه داوه چې دزړه روغې خبرې کله کله داسې ، لکه چې نه پوهیږي په کوم ځای اوڅنګه یې  وکړي لکه  دناپوه سترګور هغه ړندې او برندې ترې راوځي …خو دی داسې نه  دی ،  زموږ ټولګیوال کله کله دده په اړه دا خبره هم کوي چې ، نصرت که ړوند هم دی خو  خبرې یې هره یوه لکه دهندوانو شیو ا دری سترګې لري …

زه یوازنۍ خارجي وم چې له دوی سره مې په یوه ټولګي کې درس وایه ، ټولو مې ډیردرناوی کاوه ، په تیره بیا نصرت… ده به تل له ما زما د وطن په باره کې پوښتنې کولې ، په دغه اړه یې ځانګړې لیوالتیا وه ، هڅه یۍ کوله چې په ډیرو خبره باندې ځان پوه کړي ، ځکه چې زموږ ټولګی په خپله د سیاست پوهنې ټولګی و، استادانو به هم چې لکچرونه  راکول نو یومثال خو به که په ورځ کې نه و ، خو په اوونۍ کې خوخامخا افغانستان و :  داسې لکه په افغانستان … لکه امریکا چې په افغانستان کې اوس …. لکه امریکایی پالسي د افغانستان په باره کې … دا ډول مثالونه به تل په ورځ، اوونۍ  اومیاشت کې سره کار ته پورته کیدل …

نه پوهیږم چې په هغه ورخ پرکوم اړخ را پورته شوي و، کله چې زه له کوره راووتم ، دی هم د کالج پرلور له خپل سپی سره ټک ټک نری نری روان و،  په هغه سهار سخت باران شوي و، لاره خټو اوچکړو پرسرا خستي وه ، په سرګ به چې موټر تیره ډند اوبه به یي په بې دریغه توګه  د سړک دغاړې خلکو ته ورپاشلي ، ما ترلاس ونیو او دواړه ګډ سره روان شوو،  ما لا دده لاس سم په لاس کې نه و نیولی چې خپل لاس یې زما له لاسه یوډول ورکش کړ چې زه یې په ځان کې ولګولم …  زرمې پوښتنه ترې وکړه :  انشاالله خیرت خو به وې ؟  ده را غبرګه کړه :   ـ اړینه نه ده ، پرې مې ږده چې په خپل سپي پسې ځم ، که ما له انسانه  دخیرتمه درلوای نو بیا مې سپی څه کاوه ، … ځه خپله لار دې وهه … ما پریږده او سپی مې …

زه حیران شوم ، نصرت خو کله هم ماته داسې کم نظري نه وه کړې … پرې مې ښود ، له خپل سپی سره روان و، لږ وړاندې چې ولاړ سپي یې مخکې روان و، ناڅاپه دکوڅې دسر کوم سپي حمله پرې وکړه ، دده سپي غوښتل ځان نصرت ته رانژدې کړي ، خوهغه یی له نصرت سره یوځای  دواټ څنګ نالۍ ته ورټیل وهل او دواړه په خټو او چکړو کې سره لیت پیت شول . ما زر ځان ورورساوه ، را پورته مې کړ، خو دومره چټل شوی و چې ناچاربیرته دکورپرخوا روان شو، هیڅ یی هم ونه ویل ، ان چې یه ساده مننه یی هم ونه کړه …  په همدغه شیبه کې زما هماغه ټولګیواله هم را پیداشوه ، چې هغې هم دا صحنه ټوله لیدلې وه ، ځکه خویي ماته په تانه ییزه  ژبه وویل :

ـ ودې لید ، نشرتي  … شرارتی ، هغه په خپل سپي دومره نازیږي چې بس هغه ده ته هرڅه کوي ، خودکوڅه یی لنډغرو خرپ او ترپ یي نه لیدلی … ښه شو، ډیرښه شو، ماته یې ویلی وو چې راته ګرانه خو تر سپي مې نه …

ددې خبرې خدای شته زه یوڅه سره سوچې غوندې کړم : دکوڅه یي لنډغرو خرپ او ترپ ….   زرمې پوښتنه ترې وکړه :           ـ داڅه ډول سپي دي ؟

زر یی ځواب راکړ :

ـ داهم هغه سپي دي ، هغه چې هرچا هرې خوا ته وشکارل ، بیا نو مخ څټ نه لري … ولي ستاسې په ملک کې داسې نشته ؟

ـ کیدای شي ، خو زه ډیرنه یم ورته متوجه شوې …

ـ شته ، شته ، ولی هغوی چې  امریکایان کارترې اخلي او هغوی چې ستاسې په کوڅو اوبازارو کې په خرپ او ترپ سره ژوند کوي ـ هو، داخوشته ، دا دواړه ډوله شته …

ما بیا پوښتنه ترې وکړه :

– کوم ډول ښه دي اوکوم بد ؟

هغه راته موسکۍ شوه :

ـ سپي خو دواړه سپي دي ، دالومړی یي تعلیمی دي ،هرڅه دیوه ورکړه شوې درس له مخې ، ترسره کوي او دابله ډله بس شکارل شوی او دخرپ او ترپ دي … لکه چې دنصرت پرهغه یی نن حمله وکړه او د سترګو په رپ کې ورک شو …

خو زه لاهم ددې ددغې پوښتنې په سوچ کې وم چې: ولی تاسې یې نه لرئ ؟  چې موږ دواړه ټولګی ته راورسیدو ، لامو ښوونکي نه و راغلی چې نصرت یي هم سپي  ټک ټک  را ورساوه او پرمايی غږ وکړ چې چیرې یم ؟  ماهم په مات زړه غږ ورته وکړ چې کواکي  ، شته یم ، شته …  له لنډې دمه وروسته یې زه ځانته وروبللم ، او دننۍ پیښې له امله یې بښنه رانه وغوښته …خو لامل یې راته ونه وایه … په عین حال کې یې سرټکونه له دې وه چې ګوره  زما سپي څومره شریفه دنده ترسره کوي اولنډغر کوڅه یی سپي بیا څومره  بدغوني دي … په څومره بد غونۍ یې  پرموږ را وترپل …

ما څه ورته ونه ویل خوده له خپلې بښنې سره سره  زموږ دهم ټولګیوالې هم هغه پوښتنه راڅخه وکړه ، تاسې هم په خپل وطن کې داسې کوڅه ډوب لنډغرلرئ …

ما ده ته هم په لنډو ځواب ورکړ :

ـ کیدای شي ….

ده را غبرګه کړه :

–  کیدای څه چې خامخا یې لرئ  … ستاسې هغه ترموږ هم خطرناک پردې دي چې هغوی یومهال تعلیمی وو ،هغوی امریکایانو ډیرنازول، خوکله یې چې سریله پریښودل ، بیا ترې کوڅه ډب هغوی جوړشول … هغه ډیرخطرناک نسل دي، هو، ډیر … مادهغوی په باره کې ډیرڅه اوریدلي دي …

ـ نصرت جی ، نه پوهیږم … زه ډیرماشوم وم چې له وطنه راوتلی یم …

ـ هو ، دادرسره منم  ، خو داسې مه وایه چې  : کیدای شي اویا  وي به  …

زموږ دغه خبرې زما ټولګیوالې نجلۍ هم اوریدلې ، داسې ښکاریده چې نصرتی هم له هغې داخبره اوریدلی وه ، ځکه یې دخپلو خبره په ترڅ کې داهم وویل چې ده له سلما څخه هم دغه خبره اوریدلې چې :

ــ سپي خو دواړه سپي دي ، دالومړي یي روزل شوي دي ،هرڅه دیوه ورکړه شوې درس له مخې ،ترسره کوي او دابله ډله بس شکارل شوي او دخرپ او ترپ دي اوبس  …

رښتیا ما نورڅه ورسره ونه ویل ، زموږ دسیاسي اړیکو ښوونکې راغله اوپه خپل لکچریي پیل وکړ، هغې هم نن بیا دخپل لکچر په ترڅ کې څوڅو ځلې د افغانستان نوم یاد کړ: … لکه په افغانستان کې دامریکا شته والی… لکه امریکا چې پرته له کوم لرلیده افغانستان ته دعراق جګړه را ولیږدوله … لکه امریکا چې په اتیایمه لسیږه  کې افغانان دروس پرضد وسلوال او دهغه  پرضد وکارول او بیا یي خپل افغانستان هم پر دوې وران کړ …

په هغه ورځ دا زموږ وروستي لکچرو، ما زدیګرناوخت  ستړی ستومانه کورته را ورسیدم ، دخپلې ورځې اوږدو ته مې یولنډ سوچ وکړ ، زما دټولګیوال سپې را یاد شو، دخپلې هم ټولګۍ خبره را یاده شوه، په همدغه سوچ کې مې ډوب وم چې د پلار تلیفون  مې وشرنګیده … ، له کومې جنازې راغلی و ، سخته په قهرو ، دایي لومړۍ خبره وه چې :

ـ بچیه سلام ،  شکر چې جوړ یې موږ خونور له جنازو ترپزې راغلي یو ، هره ورځ ، هره شیبه ، او هرګړئ یوه څه چې جنازې پرخاورو سپارو ، وطن نور سپیو په سراخستي ،هغوی سپیوچې نورنو د انسانانو په وینو هم ماړه شوي …

ما هیڅ هم ورته ونه ویل یوه شیبه مې ښه ورسره وژړل ، بیامې  زر خدای پاماني ورسره وکړ، د تلیفون له ټنۍ وهلو سره سم مې فکر ته راغله چې کاشکي مې هغه دخپلې ټولګیوالې نجلۍ جمله د پوښتنې په توګه ترې کړې وای چې :

ـ پلاره ، له کومو سپیو ؟دامریکایانو له روزل شویو بګیلو

او که له شکارل شویو خرپ ترپ والو …. ؟؟؟

 

خالق رشید

دوه زره  اتلسم کال   ، جنوری ۳

Leave A Reply