په افغانستان کې طالبان د واک پر سر د جګړې په حال کې

ژباړه : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

322

د جرمني لومړنۍ دولتي ټلویزیون آ، ار، ډي د پاکستاني الصله بریتانوی، خبریال، لیکوال او څیړنوال احمد رشید سره مرکه، هغه د افغانستان په اړه څو کتابونه لیکلي دي، چې د “خدای لپاره د افغانستان جنګیالي“ په هندوکښ کې نوې جګړه او افغانستان د کړنګ په غاړه او لویډیځ “غوره شوي کتابونه دي.

مرکه کونکي په نوې ډهلې کې د جرمني لومړي ټلویزیون سټیدیو خبرياله اغلۍ سبیلې لیښټ:

ژباړه : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د افغانستان له نيولو وروسته د طالبانو په منځ کې د واک پر سر جګړه پيل شوي ده.

داعش او نورې وسله والې ملېشې هم په هېواد کې فعالې شوي دي، دا خبره لیکوال احمد رشید کړي ده او هغه تشریح کوي، چې لوېدیځ له دې حالته کومې پایله ترلاسه کولي شي.

د أ، ار، ډي خبریالۍ پوښتنه : آیا په افغانستان کې د طالبانو تر منځ د واک پر سر جګړه روانه ده ؟

د احمد رشید ځواب: زه فکر کوم چې طالبان د واک پر سر د جګړې په حال کې دي. دا حالت لا د مخه د انتقالي حکومت د کابینې په جوړښت کې راڅرګند شو – په هغه ډول چې سختدریځو د طالبانو حکومت په لومړي سر کې خپل ځانونه ځای په ځای کړل او منځلاري طالبان یې یوې خوا ته ټیل وهل.

ملاعبدالغني برادر په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د یوه هوکړه لیک په اړه خبرې اترې ترسره کړي دي. خو هغه هېڅکله په خپله کابل کې د بهرنيو پلاوي سره نه راښکاره کیږي. په داسی حال کې چې هغه په حقیقت کې د لومړي وزیر مرستیال دی.

حقانيان په کابینه کې (هغوي د یوې اورپکې شبکې مشري کوي، چې دوی ترهګریز بریدونه یې چمتو او ترسره کړي دي، دا د ټلویزیون مدیر یادونه ده) بر لاسۍ یا لوړ لاس لري. د طالبانو منځلاري ځواکونه د وژل کیدو او یا د زنداني کیدو وېره لري. دوی په هېڅ ډول د خپل ځان ریښتینی محافظت نه لري. دا هم یو لوی لامل دی، چې افغانستان له لویدیځو هېوادونو څخه مستقیمې بهرنۍ مرستې نه شي ترلاسه کوي.

د أ، ار، ډي خبریالۍ پوښتنه : کله چې د طالبانو سختدریځه څانګه دومره ستر اغېز ولري، د دې پایلې به څه وي؟

د احمد رشید ځواب : منځلاري طالبان د خبرو اترو لپاره ډیر لیواله دي. سړی کولي شي پر دوی باندې فشار هم راوړي. سختدریځي دا در سره نه مني. خو دوی هغه کسان دي، چې د واک واږې یا د واک  تارونه په لاسونو کې لري. امریکایان او د ناټو هیوادونه د حقانیانو سره، کوم چې د ترهګرو په نوملړ کې شامل دي، له هغوي سره اصلي ستونزه لري.

امريکا د دې ډلې مشر سراج الدين حقاني پر سر لس ميليونه ډالره جايزه ايښودلې ده (د افغانستان د کورنيو چارو وزير، د ټلویزیون مدیر یادونه) هغه د همدې نوملړ لسټ د حکم له مخې، د لسګونو ملکي افغانانو او پوځيانو په وژنه او د بهرني اتباعو د تښتولو مسوول ګڼل کیږي. که د حقاني ډله لا هم په کابینه کې شتون ولري او په واک کې همداسي پاتې وي، څنګه به د طالبانو حکومت پر نړیوال کچ ومنل شي ؟

“په بهر کې د تروریستي اعمالو په وړاندې کوم اقدامات نه دي تر سره شوي”

د أ، ار، ډي خبریالۍ پوښتنه : په افغانستان کې یو شمیر ځانمرګي بریدونه تر سره شوي دي. د اسلامي دولت په نوم سیمه ایزې څانګې، داعش- خراسان، مسؤلیت په غاړه اخیستلي دی. تاسو دا څنګه ارزوئ؟

د احمد رشید ځواب: داعش-خراسان پخوا په افغانستان کې یوه ډېره وړه او بې ارزښته ډله وه. کله چې طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د وتلو تړون لاسلیک کړ. داعش وايي، چې په دې کار سره طالبانو د جهاد له اصولو سره خیانت وکړ او له لویډیځ او ناټو سره یې د ټلوالۍ تړون لاسلیک وکړ. د داعش خراسان ګڼ شمېر ځانمرګې بریدګرو د حقاني ډلې څخه روزنه ترلاسه کړې ده. د دوی شبکه په افغانستان کې د ځانمرګو روزلو تر ټولو ستره فابریکه ده. دوی یوازې ځوانان نه روزي چې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي. دوی بمونه او ماینونه هم جوړوي او هرهغه څه چې تاسو د برید لپاره ورته اړتیا لري. ظاهرآ داسې ښکاري چې د طالبانو یوه برخه د داعش پر ضد اقدامات کوي، خو بله برخه یې له داعش سره ګډ کار کوي او په ځانمرګو بریدونو کې د ځانمرګو لوجیستیکي ملاتړ هم ترسره کوي. تر اوسه طالبان په دې نه دي توانیدلي، چې د داعش د زیاتیدوکي فعالیتونو مخه ونیسي.

 د آ، ار، ډي خبریالۍ پوښتنه : نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې څه رول لوبوي؟

د احمد رشېد ځواب : په افغانستان کې لسګونه افراطي ډلې شته چې ډېرې فعالې دي. د پاکستان څخه ترهګري ډلې شته، په پاکستان کې داسې ډلې شته چې ډېرې ځواکمنې دي. په دې ډلو کې پاکستاني طالبان هم شامل دي، چې په افغانستان کې یې پناه اخیستلې ده. د منځنۍ اسيا له هېوادونو ازبکستان او تاجکستان څخه وسله والې ډلې – او همدارنګه هغه جنګيالي چې په سوريه کې جنګېدلي او هلته يې د جګړې ټکټيکونه زده کړي او بمونه جوړوي. اویغوران هم شته. د چین حکومت په چین کې اویغوران ځوروي او ډیری یې د بیا روزنې زده کړې لپاره زندانونو ته لیږي – او له طالبانو غوښتنه کوي، څو په افغانستان کې اویغوریان چین ته وروسپاري. دوی به احتمالا هلته اعدام شي. طالبانو ډاډ ورکړی، چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې له افغانستانه د ګاونډیو هېوادونو پر ضد ترهګریزه بریدونه ترسره کړي. خو تر اوسه د طالبانو له خوا د دې کار د مخنیوي لپاره هېڅ کوم اقدام نه دی شوی، څو د دې محنیوي وشي. له دغو ډلو څخه ډیری یې له طالبانو سره جنګیدلي او د هغوی متحدین دي.

“د طالبانو په رسمیت پیژندلو پوښتنه باید وځنډول شي“

د آ، ار، ډي خبریالۍ پوښتنه : که حقاني شبکه په بشپړه توګه واک په لاس کې واخلي، د افغانستان څخه به څه جوړ شي؟

د احمد رشید ځواب: زه فکر کوم، چې خلک به له لوږې مړه شي. زه دا نه وینم، چې لویډیځ یا نور لوی قدرتونه د اړتیا وړ بشردوستانه مرستې چمتو کړي، کله چې طالبان لا نوره ډیر اورپکي او جنګیالي وګرځي.

زه هیله من یم، چې طالبان په دې وپوهیږي، ترڅو هیواد ته نور اړین خوراکي توکي ورشي. موږ لا د مخه د کډوالو یو سیلاب لیدلي دی، خو که بشري مرستې پای ته ورسیږي، موږ به یو بل سیلاب هم ووینو. چې دوی به بیا د اروپا په لور لاره ومومي کړي. پاکستان او ایران تر ډیره بریده خپلې پولې تړلي دي او د نورو کډوالو منلو څخه ډډه کوي.

زه په دې هکله ټینګ باور لرم، چې لویډیځ باید له طالبانو سره خبرې اترې وکړي، ترڅو بشري مرستې چمتو کړل شي. د طالبانو د رژیم رسمیت پیژندلو پوښتنه باید وځندول شي، که څه هم طالبان یې غوښتنه کوي او پر نړیوال کچ کنګل شوي پیسۍ باید ور ازادۍ کړل شي، تر څو د ډاکټرانو، روغتیاپالانو، ښوونکو او دولتي مامورینو معاشونه، کوم چې د میاشتو راهیسې پاتې دي، اجرا شي.

پای

Comments are closed.