معصوم بغاوت / شهرت ننګيال

0 431

موږ دواړو بايللې، په دې توپير چې ما خپله ماتې منلې او هغه د خپلې ماتې نه منلو ځېل يا ضد نيولی.
همدا زموږ تر منځ هغه پټ اختلاف ګرځېدلی چې کله کله خپړو لګولو ته ورسېږي.
قدرت زموږ برخليک داسې سره غوټه کړی چې نه چا په لاس پرانيستی شو، نه په خوله.
يو وخت و چې زه او قانع يې لازم او ملزوم ګڼلو، خو ما ته د ظالم او مظلوم کيسه، يا اړيکه ښکارېده.
يوازې دا نه، بلکې اوس هم ځان راته د وخت د دوو زبرځواکونو (عصمت قانع او اسد دانش) هغسې مستعمره برېښي چې له کوم بفرزون يا حايل پرته، د دواړو زبرځواکونو لښکر ورته مورچه بند ناست دي.
له همدې ځايه دغو زبرځواکونو د خپلې ملګرتيا د څکې تر څنګ، د دښمني په خوند هم اړولی يم. په يوه ټيکټ دوې مزې همدې ته وايي.
ځکه خو ځينې په دې شش و پنج کې دي چې زما د دوستانو په کتار کې يې راولي، که د دښمنانو په ليکه کې؟
کله کله داسې هم شوي چې خپلې مستعمرې ته دواړه زبرځواکونه پر يوه وخت او يوه دريځ، پر ګډ يرغل سلا شوي. دواړو خپلو لښکرو ته د بريد قومانده ورکړې او د خپلو استخباراتي مالوماتو له تبادلې يې د يو بل مټ غښتلی کړی دی.
د زبرځواکونو ګډ خوی او عادت دا دی چې که وغواړي، ملګری دې کړي، په دوستي يې مجبور يې او که زړه يې شي دښمني دې قلمداد کړي، له دښمني پرته، بله لار نشې موندلای، ځکه خو يې پر يوه وخت بايد دوستي او دښمني دواړو ته چمتو و اوسې.
وايي، د پخواني شوروي اتحاد کوم مشر د رومانيا چارواکی پوښتلی و؟
– شوروي اتحاد ملګری هېواد ګڼې، که ورور هغه؟
– ورور
– ولې ملګری؟
– ملګرتيا په خوښه کېږي، خو وروري مجبوريت ګرځېدلی وي.
د زبرځواکونو د دوستي، دښمني پر مجبوریت ښايي وروڼه، ملګري پوهېدلي وي.

ما او قانع ځان ته خپله د ګنا پېټي تړلي او ټول عمر مو په خپلو اوږو ګرځولي، ځکه خو مو د ډېرو په ثوابونو د خپلې ګنا عذاب نه دی مارچه کړی.

ته د خپل ځان له غمه مرې، زه د جانان له غمه
ذاهده! ستا ثواب زما ګنا ته چېرته رسي
ما ډېرې توبې د قانع له لاسه ماتې کړې، خو دی مې هم په ډېرو ګناوو اړولی دی. حساب برابر…
زموږ د ځواني وخت د يوه پټ درد او زجر په منګولو کې تېر شوی. د قانع په خبره زموږ ټول عمر په فاجعه نه، بلکې د فاجعو په منځ کې تېر شوی، پټ مې ځکه وويل چې له ظاهري بڼې د هغې پته نه شوای لګېدلای.
د مرحوم اجمل خټک په خبره؛
درد دې منمه خو زخمونه پټ کړه
اوس د زخمو د پټولو وخت دی
که ژاړې، ژاړه، خو په زړه دننه
د نورو مخ کې د خندلو وخت دی

اباسين ښه و په ټاټکو چلولو او دياړي يې له دغسې پټ درده ځان ژغورلی و. موږ د زړه په ستوماني اوښتي وو. ستوماني هم هغسې چې هندو ستړی، خدای ناخوښه.
په دغه کشمکش کې د قانع زور دا و چې پر ما راباندې کا. زما وس دومره چې مرور شم. د ده ځواک دا چې ما په زور پخلا کړي.
پخلاينه د بښنې له غوښتو او معذرت سره شونې ده، خو قانع پخلاينې ته هم له زوره کار اخيست.
د دغسې مرورتوب په ورځو کې د بورډ نهر پر غاړه قانع مخامخ راباندې را روان دی، زه د سړک بلې غاړې ته شوم، خو دی هم راپسې راواوښت. له څنګه په تېرېدو يې کلک په څنګل ووهلم. ما غوښتل خپله لار ووهم، خو ده له مټه راونيولم چې ولې دې ووهلم. بلې خبرې ته ځای نه و، غاړه مو سره ورکړه.
يو ځل موږ دواړه په يوه دوسيه کې تورن کړای شوو، خو قانع وعده معاف ګواه وګرځېد، څاروان او نثار ته ماجرا مالومه ده. خو ښه وه چې د اصلي مجرم په پته لګولو يې ځان او زه له مواخذې خلاص کړو.
د سپېدې په دويمه ګڼه کې مې چې د بورا په نامه ليکنه خپره شوه، قانع يې پته لګولې وه، د لاهور شهزاد هوټل کې يې د ملګرو تر منځ مجله راواخيسته، ويل تاسې غوږ شئ دغو ليکنو او ليکوال ته نومرې ورکوم.
چاته اووه، چا ته شپږ، پنځه، ويل دې بوراګي ته درې نومري ورکوم.
که هر څو يې ناکام راوايستلم، خو د بورا پرده يې وساتله. د خوابدي د دغو ورځو بنډارونو کې چې ما کومه خبره کوله، ده به يا رد يا راغبرګه کړه. صميم صاحب ويل له دغسې نه خبرو، يا خوابدي خو خبرې ښې دي.
له دې ما دا پته ولګوله چې قانع په نه خبرو او مرورتوب څومره ځورېږي، بس همدا حربه مې پسې راواخيسته.
بله ورځ يې راته کړه چې څه په خوله درځي راته وايه يې، خو د مرورتوب تر کچې يې مه غځوه، زړه مې چوي، موږ بل څوک لرو چې زړونه ورته راوسپړو.
ماته پته ولګېده چې قانع څومره معصوم، بلکې ماشوم دی. ځکه خو نور د ده هره ستوغه، ترخه، غوسه، جنګ، درواغ، رښتيا ټول راته معصوم ښکارېدل.
ماشوم مې ځکه وويل چې موږ دواړو له خټو ګټو او له کاغذونو جوړو بتانو او ماڼيو ته خپله اور ورته کاوه، هغه و چې په کاغذي کښتيو کې زموږ ستړی سفر ساحل ته و نه شوای رسېدلای.
د قانع همدغه معصوميت و چې د شهيد پوهاند مجروح د جنازې پر مهال چې په ټولو د وير، وېرې او ترهې سيوری پروت و، چيغه يې کړه، مجروح ISI وژلی. مرحوم پريشان خټک يوې بلې خوا ته په اوتر او ببر کتلو له مشر مجروح د تلو اجازه واخيسته.
قانع له پيله د بغاوت پېريانو نيولی، د ده پر زړه او دماغ د بغاوت د چينجي خوله خښه ده.
دا ځانمرګي چې اوس ځان پورې بمونه تړي، ۳۵ کاله وړاندې د قانع اجتهاد و چې له ټک ټک پرته به يې په پښه د کوټې دړه بېرته کړه، له درشله به يې له راوښتو وړاندې دا خبره په خوله وه؛
چې پر يوه ځای يې درته خميره نه کړم، له مصيبته نه شو خلاصېدلای. ته به ګورې چې په ځان پورې به مې د بمونو په تړلو دا هر څه په بل مخ اړولي وي. بچيان پر خدای او تا سپارم.
بيا به يې د کوټې د ټلېفون شمېره راکړه چې هر ځل له تېر سره په توپير راوتله.
ما به چې د راتلونکي په هيله شنه، سره باغونه ورته کتار کړل، د قانع يوه خبره وه، بايلې يې، بايللې دې ده.
ما به ورته کړه، پخې پتې مې اخېر ته ساتلې، راتلونکی زموږ دی، دا هر څه مصنوعي دي، له وخت وروسته ايکسپاير دي. وخت به راشي، خو که څوک راسره ودرېږي؟
قانع به سملاسي راغبرګه کړه؛
پخې پتې به دې په لاس کې پاتې وي، تا به بايللې وي.
رښتيا، موږ پخې پتې په لاس کې بايلوده، خو قانع بايلات نه مني.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply