طالبان د مدغم کېدو له ډاره اوربند نه کوي

0 253

که څه هم افغان حکومت او طالبانو تېر کال د کوچني اختر په لومړیو درې ورځو کې اوربند اعلان کړ او وروسته حکومت دا اوربند څو ورځې نور هم وغځاوه، خو وسله‌والو طالبانو پر لومړني هغه بسنه وکړه او د تېر په څېر یې د حکومت د اوربند پر مهال پر افغان ځواکونو او عامه ځایونو کې خپلو بریدونو او چاودنو ته دوام ورکړ.
هاغه مهال د دواړو خواوو تر منځ اوربند د هېواد او نړۍ په کچه له تود هرکلي سره مخ شو، افغانانو له کلونو ځنډ وروسته ایله د ارامې احساس وکړ او د هېواد ګوټ ګوټ ته د تګ پر مهال یې له هغو خپلوانو، کلیوالو او هېوادوالو سره په یوه کاسه کې ډوډۍ وخوړه چې د جګړې له کبله یې کلونه کلونه ان له لیدو محروم وو. دغه راز ګڼ ‌شمېر طالب جنګیالي هم مخ پر ښارونو را وخوځېدل، له خلکو او امنیتي ځواکونو سره یې د روغبړ تر څنګ، سېلفیانې واخيستې، ایسکریم یې وخوړل او ښايي ځینو یې د لومړي ځل لپاره یا هم له کلونو وروسته د ښار له فضا، سړکونو، اوسېدونکیو او تماشې خوند اخيستی وي.
له کوچني اختر مخکې په کابل کې د هېواد له ګوټ ګوټه را ټول شویو استازیو چې شمېر یې ۳۲۰۰ کسانو ته رسېده، د سولې مشورتي لویې جرګې په پای کې پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې په روژې میاشت کې اوربند وکړي. ولسمشر محمد اشرف غني په هماغې ورځې اوربند ته تیاری وښود، خو شرط یې دا و چې باید دوه‌اړخیز وي او وسله‌والو طالبانو بیا نه یوازې د خلکو داغوښتنه رد کړه، بلکې په روژه کې یې د جګړې پر تېزېدو ټینګار وکړ.
اوس چې کوچنی اختر ته یوازې څو ورځې پاتې دي، افغانان تمه لري چې طالبان به لږ تر لږه د اختر په ورځو کې اوربند ته غاړه کېږدي، پخواني ولسمشر حامد کرزي چې له یو شمېر نورو پخوانیو توپکیانو او ځینو خپل‌چاریو سیاستوالو سره یو ځای یې له طالبانو سره په مسکو کې پر افغان سولې خبرې کړي او لا یې د سفر خولې نه‌ وې پاکې کړې، پر خپلې فېسبوک‌پاڼې د اوربند په اړه د طالبانو د تېر کال د ویډیو هرکلی اوس وکړ، خو طالبانو نه یوازې په مسکو کې د دوی غوږونه ور خلاص کړي وو چې اوربند نه‌ کوي، بلکې اوس یې یو ځل بیا پر خپل دریځ او اوربند نه کولو ټینګار کړی او پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي خبرونه یې ناسم بللي دي.
پوښتنه دا ده چې طالبان ولې له اوربنده وېره لري او سره له دې چې حکومت ورته چمتووالی ښودلی او افغانان یې هم په یوه غږ غوښتنه کوي، ولې دې پرېکړې ته غاړه نه ږدي؟ ښکاره ده چې طالبان د خپل تېر اوربند تجربې ته په پام او اوسنیو شرایطو کې چې د سولې خبرې روانې دي او امریکا او یو شمېر افغان سیاستوالو په‌ دې برخه کې ښه نازونه ورکړل، یو ځل بیا د اوربند اعلانول، خپل سیاسي مرګ بولي او نه غواړي عام ولس، افغان ځواکونه او ان د دوی خپل جنګیالي څو شېبې په ارامه تېرې کړي.
طالبان د تېر کال له اوربنده ښه خاطره نه‌ لري او د دې ډلې ډېری جنګیالیو د اوربند پر مهال نه یوازې په خپل هېواد کې د ازادي احساس وکړ، بلکې د زړه ځینې غوټې یې هم را وسپړلې او په خپلو مرکو او خبرو کې یې په زغرده ویل چې له جګړې ستړي شوي او غواړي د خپلو ورونو د شهیدانولو پر ځای، د هغوی تر څنګ، ارام ژوند وکړي. هماغه و چې د دوی مشرانو وروسته اعلان وکړ چې د اوربند پر مهال له خپلو سرغړوونکیو جنګیالیو سره به د اوربند او د دې ډلې د حدودو ماتولو په اړه حساب او کتاب وکړي.
باور دا دی چې د طالبانو ګڼ‌شمېر جنګیالي چې تېر کال د اوربند پر مهال ښارونو ته را کته شول، د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو چلند یې ولید، پر خپلې جګړې یې پښېماني وښوده او همدا لامل و چې په ډاګه یې له جګړې د ستړي کېدو نارې وهلې، خو دا چې جګړې ته له ورستنېدو پرته یې بله داسې لار نه‌ لرله چې خپل سر او کورنۍ یې پکې خوندي او ارام ژوند وکړي؛ نو زړه نازړه بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شول، خو د امنیتي ادارو د مالوماتو له مخې، ډېر جنګیالي یې له اوربند وروسته له جګړې لاس اخیستی او بېرته خپلو سیمو ته نه‌ دې تللي او که تللي هم دي، د تېر په څېر په پټو سترګو او اخلاص نه جنګېږي.
ښايي طالبان به وېره لري، که یو ځل بیا له افغان حکومت سره اوربند، هغه هم اوږدمهالي هغه ته چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده، حاضر شي، ښايي په سنګر کې خپل هغه جنګیالي له لاسه ورکړي یا هم له جګړې زړه‌توري شي چې اوس د خپلو افغانانو پر وړاندې جګړه کوي، خو د روانې جګړې له نورو اړخونو‌ نه دې خبر او یوازې او یوازې د نورو د موخو او ګټو لپاره جنګېږي.
بل لامل یې دا دی چې طالبان خپلواکي نه ‌لري او تېر ته په پام څنګه چې د دوی د ملاتړو هېوادونو، په تېره بیا د پاکستان له لوري ورته وویل شي، هماغسې کوي. دوی نه یوازې د پاکستان له خوښې او لارښوونې پرته د جګړې، اوربند او سولې په برخه کې خپلسری ګام نه‌شي اخيستای، بلکې تل د هغوی لارښوونو ته په تمه وي او له مخې یې هره ورځ د افغانانو وینې تویوي.
خو طالبان باید وپوهېږي چې تر کله به د خپلو هېوادوالو پر وړاندې جګړه کوي او که ژر وي که پس، بالاخره به سولې ته غاړه ږدي، خو څومره چې په ‌دې برخه کې اقدام کوي، ښه ده. دوی باید په خپل دریځ کې نرمښت وښيي او په هېواد کې روانه کړې پردۍ جګړه پای ته ورسوي. له خپلو هېوادوالو سره د سولې مېز ته حاضر او نه یوازې خپلې ستونزې او مخالفتونه حل کړي، بلکې په ګډه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د خپل هېواد راتلونکي په اړه بحث او پرېکړې وکړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply