غني باید د اوبو د مدیرت په خاطر هم بیا راشي

0 374

محمدروښان ښاد

افغانستان ته له خدای ورکړو پرېمانه او سرشاره طبیعي زېرمو څخه یو هم خوږې اوبه دي، خو درېغه چې زموږ اوبه وړیا زموږ هیوادونو ته ورځي او هغوی ورڅخه استفاده کوي، مګر په هیواد کې ورڅخه د موثرې استفادې لپاره تر دې وړاندې هیڅ ګام نه و اخیستل شوی، ولسمشر غني چې له کومې ورځې د اوبو د مدیریت خبره کړې، نو زموږ د همسایه ګانو چلند تر پخوا لا خشن شوی دی او نږدې دی چې ایران هم د افغانستان پر وړاندې د دښمنۍ دریځ اختیار کړي.

ولسمشر غني غواړي چې د هیواد د ودې لپاره د افغانستان د صنعتي کېدو کوښښ وکړي او د دې کوښښ د پایلې ترلاسه کولو لپاره دا مهمه ده چې موږ اوبه مدیریت کړو او د برېښنا په تولید کې ورڅخه استفاده وکړو او په دې برخه کې افغانستان کافي ظرفیت لري. برېښنا داسې یوه حیاتي اړتیا ده چې زموږ او ټولې سیمې وده ورپورې تړلې ده. د برېښنا د تولید داسې نوې لارې شته چې د سیندونو اوبه بېرته سیندونو ته غورځوي او برېښنا تولیدوي.  که چېرې موږ دا پروسه په پام کې ونیسو له خپلو ګاونډیانو سره په مشترکه توګه ګټور ګامونه اخیستی شو چې په ځانګړي ډول شمالي ګاونډیان راسره د امو د سیند په برخه کې مرسته کولی شي.

په دې کې شک نشته چې نن سبا د اوبو ارزښت له تېلو څخه کم نه دی ځکه په هره اندازه چې د نړۍ هوا تودېږي په همغه اندازه د اوبو اهمیت زیاتېږي او موږ د اوبو یوه داسې سرچینه یوو چې ګاونډیانو ته مو هم پرېمانه اوبه روړانې دي، ځکه موږ په څو لسیزو کې د کوم اغېزناک دولت څښتنان نه وو او له همدې کبله مو د اوبو په برخه کې حقوق هم نه دي خوندي شوي. د دې ملي طبیعي پانګې د خوندي کولو لپاره باید موږ د نړیوالو اصولو پر بنیاد له خپلو ګاونډیو سره یوې موافقې ته ورسېږو.

د ولسمشر کرزي په وخت کې چې افغانستان ته کافي امکانات په واک کې ورکړل شول، نو که هغه مهال نوموړي غوښتي وای او د اوبو په مدیریت یې تمرکز کړی وای، نو نن به افغانستان په دې برخه کې زیاتې لاسته راوړنې او پرمختګونه لرلی، خو درېغه چې هغه وخت ورته پام ونشو او له افغانستان سره مرسته شوې پرېمانه پیسې هم حیف او میل شوې.

د افغانستان اوسنی ستونزمن وضعیت یوازې له دو لارو څخه په اسانه بدلېدلی او په هیواد کې ثبات تامینېدلی شي چې یو له کانونو او دویم له اوبو څخه موثره استفاده ده او ولسمشر غني پر دې دواړو برخو تمرکز لري او له همدې امله یې د کانونو د استخراج مخه نیولې او له همدې امله یې له چین سره د کانونو په برخه کې شوی قرارداد هم ځنډولی دی، ځکه تر هغو چې په دې برخه کې کافي وضاحت رانشي او قانوني ستونزې حل نشي، نو د معدنونو استخراج ته به اجازه ورنه کړي او دویم تمرکز یې د اوبو په مدیریت دی چې په دې برخه کې د ځینو بندونو د جوړولو چارې ادامه لري او د ځینو تخنیکي مطالعات، نو دا چې په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده، ځکه نو ولسمشر غني باید د دویم ځل لپاره راشي او د اوبو د مدیریت، کانونو، زیربنا او نورو برخو کې خپلې پروژې بشپړې کړي.

Leave A Reply