د طالبانو د کامیابۍ او ناکامۍ پارچه

0 277

الیاس سعیدي/

د امتیازګیرۍ په بازار کې پاکستان یو وار له طالب د قربانۍ ګډوری جوړ کړ او د امریکا له ولسمشر او پوځي چارواکو سره یې لیدنې ټولې پر دې څرخېدې چې تاسو له موږ سره کلنۍ مالي مرستې بېرته پیل کړئ، موږ به طالب رام کړو.

د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د طالبانو داخلول، له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته د طالب مذاکراتي ټیم کېنول او د طالبانو له لوري دایمي اوربند مطرح کول هغه لویې ژمنې وې، چې پاکستاني پلاوي له امریکا سره وکړې او په بدل کې یې د مرستو سپین چکونه ترلاسه کړل.

له بحران سره مخ پاکستان غواړي اوس له شته وضعیت څخه د خلاصولو لپاره په نوییمه دقیقه کې ګول ووهي او د اسلامي امارت په نوم پخپل لاس په جوړ شوي لښکر سودا کوي.

پاکستان دا کار کولی شي، خو ددې لیکنې هدف دا دی، چې ددې سودا په بدل کې به افغانستان او امریکا خپلې مطلوبې پایلې ترلاسه کړي؟ افغانان به تلپاتې سولې ته ورسېږي؟ امریکا به د پاکستان د ژمنو عمل وویني؟ او بالاخره سیمه به د پاکستان له اوسني شر څخه په امن شي؟

په نړیوال سټیج د طالبانو په استازولۍ پاکستان ځکه خبرې وکړې او په ښکاره یې وکړې، چې د طالب پر سر له امریکا ټول امتیاز همدوی واخلي، خو طالب اوس یوازې د پاکستان قیضه شوی آس نه دی، چې وغواړي چېرته پرې ولاړ شي او په کوم سرعت یې وځغلوي.

د پاکستان په لمن کې دې را لویې شوې ډلې اوس پر پاکستان سربېره له چین، روسیې، ایران، جرمني او د منځنۍ آسیا له یو شمېر هېوادونو سره هم اړیکې جوړې کړې دي. هغه جلا موضوع ده، چې دا اړیکې د طالبانو له لوري جوړې شوي او که د هغو هېوادونو له لوري، خو زموږ د بحث اصلي موضوع دا ده، چې نور طالب یوازې د پاکستان زین کړی آس نه دی، ډېرو نورو هم کرایه کړی او په معین وخت به هر یو خپل منزل ته رسوي.

په سیمه کې د امریکا خلاف ائتلاف کې راټول شوي هېوادونه هر یو د خپلو ګټلو لپاره له دې ترهګرې ډلې سره خپلې اړیکې پالي، ان مهمات او تجهیزات ورته برابروي، په نړیوالو سیاسي سټیجونو یې مطرح کوي او په مقابل کې یې طالبان په افغانستان کې د هغوی اهداف تعمیلوي.

امریکا ته د پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال دې هېواد د طالب، سولې او مذاکراتو پر سر پاکستان ته د هغوی له صلاحیتونو زیات امتیازات ورکړل. پاکستان دقیق په طالبانو کنټرول لري، خو پر هغوی د فشار راوړلو د څومره زور تمثیل چې کوي، په عمل کې یې نشي ثابتولی. د طالب مهمې مُهرې اوس هم د پاکستاني استخباراتو په لاس کې دي، خو طالبان د فشار د کمولو لپاره نور انتخابونه او ځایونه هم لري او امریکا باید په دغو نورو انتخابونو هم تمرکز زیات کړي.

د افغان جګړې او سولې پر سر د طالبانو په منځ کې اختلاف هغه بل عامل دی، چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته رسېدل یې له جدي خنډونو سره مخ کړي او له وجې یې د جګړې شدت زیات شوی او هره ورځ بېګناه هېوادوال شهیدانېږي.

ددې هرې برخې تشریح کول په دې معنی نه دي، چې پاکستان په افغانستان کې هغسې سوله غواړي چې افغانانو یې لپاره څلوېښت کاله قرباني ورکړې او نه طالب د کوم سیاسي فکر بنسټګر دی، چې د پاکستان له لمنې یې یو لاس روسیې، چین او ایران ته رسېدلی او دا یې مظلومیت او حقانیت توجیه شي.

هغوی چې له ځانونو خره جوړوي باید پرې سورلۍ وشي او د نیابتي جګړې لښکرې وي دغسې چې تر کومه کار ورکوي تر هغو استفاده کېږي او چا د سلو ډالرو ګټه د پنځوسو ډالرو لپاره پرېښې.

هاخوا طالب د تاریخ له دې قضاوت هم هېڅکله ځان نشي خلاصولی چې جګړه له افغانانو سره کوي، خو خبرې له امریکایانو سره او هره ورځ په افغانستان کې د جګړې شدت به یې د تاریخ یوه توره صفحه وي چې کابلي ایجنټان یې پخپلو فېسبوکي ببولالو نشي سپینولی. دا هم هېڅ انساني منطق نه دی چې په سوله کې د زیاتو امتیازاتو لپاره عام خلک ووژنه، بازارونه وران کړه او خلک د ژوند له نعمتونو بې برخې کړه.

له هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو پېچلتیا، د ګټو ټکر، د امتیازاتو بیروبار او د افغانانو مظلومیت؛ په کابل او ولایتونو کې هره ورځ د جګړې د شدت او د مرګ ژوبلې د زیاتېدا عوامل دي.

ورځ به راځي چې هر طالب جنګیالی به ددې عواملو ځواب وایي، تضمین به ورکوي او تائیدي به یې کېږي. هغه وخت به له تضمین او تائیدۍ پرته د چا خبره نه اورېدل کېږي او نه به لکه د ننني تور بازار هر سړی چې هر څه غواړي، پلورلی وشي.

د حساب کتاب وخت را روان دی، یوازې یو څه وخت وروسته!

هغه پوښتنې چې طالب به یې له افغان حکومت سره په مخامخ مذاکراتو کې ځواب وایي او شاوخوا ناست نړیوال تضمینونکي به ورته نومرې ورکوي، د کامیابۍ او ناکامۍ پارچه وي، نه په ځان پورې د بمونو تړل او د ښځو او ماشومانو شهیدانول!

Leave A Reply