سوله، که د ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې؟ / یعقوب خالقي

0 243

له ۲۰۰۲ کال راهیسې یواځې امریکا د افغانستان د بیا رغوونې لپاره له ۱۲۶ میلیارده امریکايي ډالرو زیاته مرسته کړې چې په بیلابیلو برخو کې لګول شوې او پایلې یې د تیرو اتلسو کلونو لاس ته راوړنې ګڼل کیږي. د پوځ او پولیسو تشکیل او تنظیم، ښوونه او روزنه، روغتیایې آسانتیاوې، د بیان آزادي او رسنۍ، اقتصادي وده، د ښځو حقونه او څو نورو برخو کې پرمختګونه، مهمې لاس ته راوړنې ګڼل کیږي.

د پوځ جوړېدل او د جګړې دوام: 

 د افغانستان له شاوخوا ۳۵ میلیونه نفوس څخه شاوخوا ۳۰۰ زره کسان د پوځ غړي دي، چې نږدې ټول لګښتونه یې امریکا او ناټو غړي هېوادونه ورکوي. د امریکا کانګرس په ۲۰۱۵ کال کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په پیلېدو سره د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د لګښتونو لپاره ۳.۹ ملیارده کلنی تخصیص تصویب کړ چې دغه تخصیص د ۲۰۱۹ کال لپاره ۴.۹ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی دی. دا یواځې د افغانستان د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو لګښت دی چې اوس مهال یې امریکا ورکوي اما که یې پایلې ته وکتل شي، له دې ټولو لګښتونو داسې ښکاري چې د افغانستان د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د اوږد مهال پایښت لپاره مشخص پلان نه تر سترګو کیږي. دا خبره له دې ښکاري چې څه موده وړاندې ولسمشر اشرف غني ویلي و د امریکا له ملاتړ پرته به ملي اردو له شپږو میاشتو زیات پایښت ونه کړي. له دې سره اشرف غني دا خبره هم کړې وه چې یواځې له ۲۰۱۴ کال راهیسې افغان پوځ ۴۵۰۰۰ تلفات ورکړي دي.

رسنۍ: 

په ټول افغانستان کې ۱۸۷۹ تصویري، صوتي او چاپي رسنۍ فعالیت کوي، چې دا د تیرو اتلو کلونو له مهمو لاس ته راوړنو ګڼل کیږي. له دې ډلې په ټول هېواد کې له ۲۰۰ ډېرې ټلویزونې شبکې فعالیت کوي چې ۹۶ یې یواځې په پلازمېنه کابل کې او ۱۰۷ نورې شبکې په ولایتونو کې فعالیت کوي. د مالوماتو پر اساس تر ۲۰۱۹ کال پورې په هېواد کې ۲۸۴ راډیوګانې هم رسنیز فعالیت لري خو له دغه زیات شمیر رسنیو سره بیا هم د عامه پوهاوي، فرهنګي او ټولنیزو چارو په برخه کې خورا زیاتې ستونزې پر ځای پاتې دي. د ډيری ټلویزوني شبکو په خپرونو کې داسې څه نه لیدل کیږي چې له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره دې مطابقت ولري او یا دا چې دغه ډول خپرونې او نشرات  دې د عامه وګړو لپاره د پوهاوي سرچینې وګڼل شي.

اقتصاد: 

له ۲۰۰۳ کال وروسته تر ۲۰۱۲ کال پورې د هېواد اقتصاد د چټک پرمختګ په حال کې و چې په دې برخه کې هر کال د پرمختګ کچه تر ٪۱۱ زیاتېده، خو په ۲۰۱۴ کال کې د اقتصادي پرمختګ دغه فیصدي ٪۲.۲ سلنې ته راښکته شوه. که څه هم په تیره یوه نیمه لسیزه کې د بیارغونې، مخباراتو، سوداګرۍ، او ترانسپورت په برخو کې پرمختګونه شوي خو بیا هم که په دقیق ډول پام وشي په اقتصادي برخه کې بنیادي پرمختګ او هیله مندي کمه تر سترګو کیږي. تر ډېره د بیارغونې چارې تر اوسه هم پر بهرنیو مرستو پورې تړلې دي. په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوال بانک د راپور له مخې، د افغانستان کورنی ناخالص تولید (GDP) ۲۰.۸۴ میلیارده امریکايي ډالر و. په همدې کال کې د سویډن کورنی ناخالص تولید ۵۷۰ میلیارده، د ایران ۴۱۵ میلیارده او د پاکستان ۲۴۶ میلیارده امریکايي ډالر و. په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان د کورني ناخالص تولید ٪۹۰برخه له بهرنيو نظامي او غیر نظامي مرستو څخه جوړه شوې. په همدې ترتیب که غور وشي نو دې پایلې ته رسیږو چې که بهرنۍ مرستې پای ته ورسیږي نو د افغانستان د دغه اټکل شوي کورني ناخالص تولید کچه به له ۲۰ میلیاردو ډالرو څخه ۲ میلیارده ډالرو ته راښکته شي. په تېرو څو کلونو کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې په بي ساري ډول خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. د اوبو او برښنا په برخو کې هم په تیرو ۱۸ کلونو کې پر زیربناوو، د اوبو پر هغو بندونو چې د برښنا لپاره ترې کار واخیستل شي، کار نه دی شوی، بنیادې لاس ته راوړنې نشته او تر اوسه هم آن د پلازمینې کابل برښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه تر لاسه کیږي.

ښوونه او روزنه: 

د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د هېواد په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زده کوونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته شو. د امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پرمختیايي ادارې یا (USAID) د مالوماتو پر اساس اوس مهال په ټول هېواد کې ۹.۲ میلیونه زده کوونکي په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي چې ٪۳۹ یې نجونې دي. ۳۰۰ زره محصلین په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي چې ۱۰۰ زره یې ښځینه محصیلینې دي. په تیرو کلونو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنې شته خو د لوړو زده کړو په برخه کې تر اوسه هم خورا ډېرې ستونزې لا پر ځای پاتې دي. د مثال په ډول، په دولتي پوهنتونونو کې د ۱۲ ټولګیو د فارغانو بشپړ جذب نشي کېدای، د ډیری خصوصي پوهنتونونو درسي میتود او خدمتونه معیاري نه دي، د اسنادو جعل او ورته نورې ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي. د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره په هېواد کې د ننه آسانتیاوې ډېرې محدودې او کمې دي؛ د عملي اثارو، عملي ژباړو او ادبیاتو په برخه کې ډېر زیات کار ته اړتیا لیدل کیږي؛ د علمي څیړنو (تحقیقاتو)، د فرهنګ د غني کولو او دېته ورته مسایلو کې د حکومت لخوا لازمې آسانتیاوې نه دي رامنځ ته شوې.

د ښځو حقونه: 

د تیرو اتلسو کلونو د لاس ته راوړنو له ډلې د ښځو د حقونو خوندیتوب د حکومت او نړیوالې ټولنې لپاره یوه مهمه لاس ته راوړنه ګڼل کیږي. د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د هغوی د حقونو د خوندیتوب په برخو کې نړیوالې ټولنې په میلینونو ډالرو مرستې کړې دي، د ښځو لپاره د زده کړو او کار زمینه برابره شوې او آن د هغوی د خوندیتوب لپاره ځیني قوانین لکه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او د ښځو او ماشومانو د آزار او اذیت د مخنیوي قانون، تدوین، تصویب او نافذ شوي دي. خو له دې ټولو سره سره، اوس هم افغانستان په ټوله نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو بدترین هېواد ښودل شوی دی. له دریو دوې برخې نجونې اوس هم له زده کړو لرې پاتې دي، ٪۸۷ ښځې نا لوستې دي، له ۷۰ څخه تر ۸۰ سلنه نجونې له اجباري نکاح، او له ۱۶ کلنۍ څخه په کم عمر کې له واده کولو سره مخ دي. د مالوماتو پر اساس له ۲۰۱۴ کال راهیسې ٪۸۰ د ځان وژنې پېښې د ښځو لخوا شوې دي چې اصلي عوامل یې کورني تاوتریخوالي او فقر ښودل شوي دي. په ۲۰۰۸ کال کې د ګلوبل رایټس یوې سروې ښودلې چې نږدې ٪۹۰ ښځې له کورني تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. (USAID) څو کاله وړاندې د افغان ښځو د پرمختګ لپاره د ۲۸۰ میلیونو ډالرو په اندازه د پروموټ پروژه پیل کړه، چې موخه یې د شاوخوا ۷۵ زرو افغان ښځو لپاره د ښو دندو، کاري زده کړو او د هغوی لپاره د ورته نورو پرمختګونو چمتو کول وو، خو د دغو ۲۸۰ میلیونو ډالرو پروژې پایله دا وه چې تر اوسه یواځې ۵۵ ښځې په ښو دندو ګمارل شوې دي. په ټوله کې د ښځو د حقونو لپاره لازم او بنیادي کارونه نه دي شوي د مثال په ډول په افغاني ټولنه کې د عامه پوهاوي په برخه کې هیڅ د پام وړ کار نه دی شوی تر څو د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره عامه ذهنیت جوړ شي.

روغتیا: 

د روغتیا په برخه کې هم نړیوالې ټولنې له افغان حکومت سره مالي او تخنیکي مرستې کړي خو په دغو تیرو اتلسو کلونو کې د روغتیا په برخه کې ستونزې له ورځې بلې ته زیاتیږي. اوس هم په هېواد کې د مجهزو او عصري روغتونونو د نشتوالي له امله ډيری خلک نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.

د یوې شوې سروې د موندنو پر اساس اټکل شوی چې په ۲۰۱۹ کال کې به د جګړې، طبیعي پېښو او د اساسي خدمتونو د نشتوالي له امله ۱.۹ میلیونه وګړي بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري. په ځینو ولایتونو کې خو حتي ماشومان له مهمو واکسینونو پاتې کیږي.

د عدلي او قضايي سیستم جوړښت: 

په تېرو کلونو کې د نورو برخو تر څنګ د دولت د عدلي او قضايي سیستم د جوړښت په برخه کې هم نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا په میلیونونو ډالر لګولي دي. عدلي او قضايي سیستم رامنځ ته شوی خو په عمل کې یې کار او فعالیت د ټولنیز عدالت د تامین او د قانون د حاکمیت په برخه کې ډېر کمزوری ښکاري. په قضايي سیستم کې د اداري فساد، د عدالت نه پلي کېدل او ورته ډېرې نورې ستونزې دي چې د ولس لپاره د ناهیلي لامل کیږي.

په پای کې: 

په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا هڅې ډېرې شوې او ښکاري چې امریکا غواړي له طالبانو سره د یوې هوکړې پر اساس په افغانستان کې روان حالت ته بدلون ورکړي. له طالبانو سره د امریکا د خبرو یوه مهمه برخه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خپل منځۍ خبرې دي چې د حکومت طرف ته یوه اندېښنه د تیرو اتلسو کلونو لاس ته راوړنې دي چې پر خوندي پاتې کېدو یې ټینګار کیږي. پورتنیو مالوماتو ته په کتو سره، باید ووایو چې د تیرو اتلسو کلونو لاس ته راوړنې تر ډېره نمایشي بڼه لري او بنیادي او لازم کارونه نه دي شوي چې په هره برخه کې باید شوي وای. نو په همدې اساس که حکومت د خپلو سیاسي اهدافو لپاره له دغو لاس ته راوړنو څخه د ډال (سپهر) په توګه کار وا نه خلي او تر ډېره د افغان ولس اساسي اړتیاوو لکه د جګړې پای ته رسېدل، امنیت او رواني سوکالۍ ته ترجیح ورکړي ښايي پایلې به یې د افغانستان د یو ښه او روښانه راتلونکي لپاره بنسټ او بنیاد تشکیل کړي.

Leave A Reply