له خپلواکۍ تر بې واکۍ او بلواکۍ يوه پيړۍ مخ پر شا مزل

0 424

 -ډاکټر عبدالرحمن زمانی

نن يوځل بيا زمونږ کړيدلې او جگړې ځپلې اولس د هيواد د بشپړې  سياسي خپلواکۍ د گټلو د وياړ  نه هيريدونکې ياد  پداسې حال کې راتازه کوي او لمانځي، چې د قدرت په گدۍ ناست واکمنان مو په بشپړه توگه بې واکه، په وطن مو د خپلواکۍ او استقلال په ځاې بلواکي خپره،  او د ملي حاکميت پر ځاې  راته  د هيواد د مقدراتو او راتلونکي  سرنوشت او برخه ليک په هکله فيصلې په پرديو هيوادونو کې نيول کيږي .

مونږ خپله آزادي سل کاله مخکې  لاسته راوړه، خواوس  مو هم اتيا، تر،  نوي  فيصده ستم ځپلې ولس  د بې سوادۍ، ولږې،  فقراو بيکارۍ  په پنجو کې گير دئ . او په زرهاوو ځوانان مو يا د کار په لټه گاونډي هيوادو کې په نشه اي موادو معتاد راستنيږي، او يا هم اروپايي هيوادو ته د تيښتې په هڅه سمندرونو کې ډوبيږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي .

مونږ خپله آزادي سل کاله مخکې  لاسته راوړه، خواوس  مو هم  په  هيواد کې امنيت نشته او  هره ورځ مو له گاونډي هيوادونو راغلي انتحاريان او ډار اچوونکي بې وځله او بيگناهه هيوادوال په وينو لمبوي .

لنډه دا چې مونږ خپله آزادي سل کاله مخکې  لاسته راوړه، خواوس  مو هم  فکري، شعوري او سياسي استقلال  وده نده کړې او هيواد مو د ټولو ځلاندو افتخاراتو سره-سره بيا هم د کورنيو مافيايي کړيو، خارجي لاسوهنو او ملي يووالي د شوړيدو او له ځانه  دبې خبرۍ په پنجو کي گير دئ، او د پرمختگ او ترقۍ په لورې د خپلې طبيعي ودې نه  بيا هم وروسته پاتې  او بې برخې دئ .

مونږ خپله آزادي سل کاله مخکې  لاسته راوړه، خواوس  هم  نه خپلواکه يو، نه يو بل ته د خپلواکۍ دمبارکي  د ورکولو وړ يو،  او نه د خپلواکۍ د لرلو خوشحالي کولی او جشن نيولې شو.

که مونږ خپلواکي نه لرو نو بيا ولې دا ورځ  د اسد د مياشتې په اته ويشتمه (٢٨) لمانځو؟

د خپلواکۍ د گټلو جگړه په ۱۹۱۹ کال کې د افغانانو او انگريزانو دريمه جگړه وه. په دغه جگړه کې زمونږ نيکونود مشرقی، جنوبی، قندهار او چترال په څلورو جبهو کې د خپل ځوان پاچا او ملي رهبر، غازي امان الله خان، تر قيادت لاندې د يوه ملي پاڅون او بيسارو قربانيو او فداکاريو په برکت د هغې انگريزي امپراتورۍ شونډک په خاورو ومخلو،  کوم چې د لومړۍ نړيوالې جگړې څخه فاتحه او مغرور راستون شوې وو، او تر ولقې لاندې مستعمرات يې دومره پراخه وو، چې لمر به پکې نه پريوتلو.

 انگريزان پوه شول چې د خپل څرگند پوځي برلاسي سره – سره ، د افغانستان د خلکو د پولادي ارادي او په خاصه توگه خپلواکۍ غوښتونکو قبايلو د وسله وال پاڅون په وړاندې ټينگيدلې نشي، نو ځکه يې لومړې د متارکې غوښتنه او بيا د اسد د مياشتې په  (٢٨) اته ويشتمه نيټه د افغانستان  بشپړه  سياسي خپلواکي ومنله .

پدې توگه د اسد د مياشتې په ۲۸مه ورځ، زمونږ ملت د انگريزي استعمار د ۱۲۳ کلن شر نه ځان خلاص او د بشپړې سياسي آزادۍ په گټلو سره  يې د ژوندانه په مختلفو تعليمي، اقتصادي، کلتوري، ټولنيزو، سياسي او ډيپلوماتيکوډگرونو کې پراخه انکشافي پروگرامونه پيل کړل .

 لکه څنگه چې هر هيواد په خپل تاريخ کې داسې لويې ورځې او نه هيريدونکي شيبې لري چې د هغوې په وياړونو او افتخاراتو کې شميرل کيږي، زمونږ د گران هيواد په معا صر تاريخ کې دداسې  تاريخي او وياړه ډکو ورځو په جمله کې يوه هم  همدا د اسد د مياشتې (٢٨) اته ويشتمه نيټه ده . د اسد يا زمري ۲۸ مه نيټه زمونږ د ملي وحدت او د گډ هيواد په دفاع  کې د يوه موټي واحد ملت د بري نښه ده.

د خپلواکۍ ملي پاڅون – زمونږ تاريخي وياړ او د بشپړې خپلواکۍ دگټلو ورځ  زمونږ  د آزادي غوښتونکي ملت او گران هيواد په سرنوشت کې يوه ډيره مهمه ورځ ده .  هغه ورځ چې زمونږ تاريخ او اوسني نسلونه پرې افتخار کوي .

د نړۍ د نورو ويښو او ژونديو ملتونو په شان مونږ هم  پدې ورځ سره راټوليږو چې د خپلو برياليتوبونو او وياړونو لمانځنه وکړو.  دوياړونو لمانځنه يواځې د خپلې خوشالۍ، سرلوړۍ او غرور په نيت نه کوو، بلکې غواړو هغه په ښه توگه وپيژنو او د نورو وياړونو د ترلاسه کولو لارې – چارې ترې ومومو؛ د خپلو ناکاميو څخه زده کړه وکړو او د راتلونکو مشکلاتواو آزميښتونو په وړاندې خپل امکانات و سنجوو.

د اماني نهضت يا غورځنگ اهدافو يواځې سياسي اړخ نه درلود

د مشروطيت د غورځنگ او غازي امان الله خان اهداف يوازې  د خپلواکۍ تر گټلو محدوده نه وو، بلکې ځوان پاچا د انگريزانو د ماتې او خپلواکۍ تر گټلو وروسته، چې د هيواد د ترقۍ او پرمختگ لومړنې شرط گڼل کيده، ډير ژر داسې اصلاحات پيل کړل چې د افغانستان په تاريخ کې د لومړې ځل دپاره وو، او په سيمه کې يې څارې نه درلود. اعلیحضرت غازی امان الله خان، تر هغه ځايه چې ممکن وو، اصلاحات او ريفورمونه د خپل ځان، خپلې کورنۍ او دربار د غړو او دولت له لوړ پوړو مامورينو پيل کړل، ځکه هغه پوهيدو چې که اوبه د پاسه په سرچينې کې خړې او ککړې وي، په ښکته ځايو او ويالو کې يې د پاکولو کوښښ بې ځايه او بيهوده هڅه ده :

  • په امانی دورې کې دلومړي ځل دپاره يو داسې اساسي قانون جوړ شو چه په سيمه او نړئ کې يې څارې نه درلود. ددغه قانون په اساس ټول افغانان ، پرته له قومي، سيمه ايز، مذهبي او جنسي توپيره د مساوي حقوقو خاوندان شول، او خلکوته د هغوې حقوق وروپيژندل شول .
  • د لومړي ځل دپاره نوي اداري تشکيلات جوړ، د دولتي ادارو دندې او وظايف سره جلا، او يوه مسئوله کابينه جوړه شوه.
  • د لومړي ځل دپاره پر لويو جرگو سربيره دولتی شورا جوړه او بيا د افغانستان په لومړۍ ملي شورا بدله شوه .
  • د لومړي ځل دپاره د نړۍ هيوادونو سره د يوه خپلواکه او مستقل مملکت په توگه سياسي ارتباطات ټينگ شول.
  • د لومړي ځل دپاره په هيواد کې  اسارت او مرئيتوب، بيگار د ځورونې او شکنجو اعمال د قانون له مخې منع شول . او د کنيزې او غلام  په نامه د انسان خرڅول او اخيستل بند شول ‘
  • د لومړي ځل دپاره د يوې نظامنامې له مخې د هيواد د مطبوعاتو آزادي اعلان شوه او بيا د انيس، سحر او نوروز د شخصي جريدو په گډون تر  (۲۳) زياتې جريدې او مجلې خپرې شوې او يواځې د معارف په مطبعه کې  اوه سوه زره  (۷۰۰،۰۰۰) ټوکه کتابونه چاپ شول.
  • د لومړی ځل دپاره په هيواد کې د انجونو مکتب جوړ شو. او د د لومړی ځل دپاره د ښوونځيو متعلمين د زده کړو د پاره باندنيو هيوادونو ته واستول شول.
  • د لومړی ځل دپاره په هيواد کې د اورگاډی يا ريل پټلۍ جوړه او ددهمزنگ د ماشین خانې نه تر دارالامانه يې فعاليت پيل وکړ. د جوړ شوي پلان له مخې د ريل کرښه بايد له کابله تر غزنی – قندهار- چمن ، او له هغه ځايه تر هرات او تورغونډۍ پورې غزيدلې وای، چې له بده مرغه په هيواد کې د اغتشاش او اړو-دوړ له امله دا پروژه سرته ونرسيده .
  • دلومړي ځل دپاره هوائی قواوې او هوائي چلند منځ ته راغې او افغاني پيلوټان وروزل شول.
  • د لومړی ځل دپاره په هيواد کې هوائي ميدان جوړ شو.
  • د لومړي ځل دپاره مالي نظام اصلاح، بانکي نوټونه ياپيسې چاپ او جنسی ماليه په پولې ماليې بدله شوه .
  • دلومړي ځل دپاره د افغانستان «پُستی ټکټ» چاپ او گټې اخيستلو ته وسپارل شو. د کابل او سترو ولايتونو، او همدا شان د کابل  او خارجي هيوادونو لکه ترکیې، ایران، هند او شوروی تر منځ د هوائي پُستې ليکه ټينگه شوه .
  • د لومړي ځل دپاره په کابل کې عامو خلکو ته راډيو په کار واچول شوه او دا هغه وخت وو چې نورو گاونډيانو راډيو نه درلوده.
  • د لومړي ځل دپاره د تياتر او سينما پاخه بنسټونه کيښودل شول .

لنډه داچې د هيواد د پرمختگ او د خلکو د ژوند د وضعيت د ښه کولو دپاره داماني دورې د يوې لسيزې اقتصادي، تجارتي، صنعتي، زراعتي، مالداري، روغتيايي او نورې لاسته راوړنې دومره ډيری دي چې مونږ يې نن يوه پېړۍ وروسته هم آرمان او غوښتنه کوو.

له خپلواکيه تر بيواکيه د يوې پيړۍ وروسته تگ عوامل

د هيواد د اوسنيو ستونزو او مصیبتونو د تاریخي عواملو پيژندنی دپاره د تيرې يوې پېړۍ تاریخ ته يوه بيا کره کتنه په کار ده تر څو زمونږ نني او راتلونکي نسلونه پوه شي چې که نن د افغانستان مليونونه اوسيدونکي د سواد او پوهې له نعمته بې برخې دي؛ که بې مروته پردي مو په آسانۍ سره  د مکروبونو په شان د  سياسي، کلتوري، اقتصادي، امنيتی  او روحي چارو رگ-رگ ته  ننوتلي؛ که د قومي، ژبني، مذهبي او نورو تعصبونو او کرکو بلاوې مو ورځ تر ورځ پياوړي  او  زمونږ د ستونزو د ماشوړې دسر پيداکول مو ورځ په ورځ  لا پسې سختيږي؛ نو ددې ټولو خطرناکو ناخوالو ريښه او سټه مو د افغانستان د پرونيو واکمنانو په ضد ملي  سياستونو او کارنامو کې  نغښتل شوې ده .

که د اماني  غورځنک د ماتې او سقوي تورې انتقالي دورې نه وروسته  دنوي استعمار په مستقيمه مرسته  واک ته رسيدلي خانداني رژيم  ماهيت  او ورځني سياست ته وکتل شي، نو په آسانۍ سره څرگنديږي چې ددوې بقا پدې کې وه چې هيواد او اولسونه دي وروسته پاتې، وږي  او بې وځله وساتل شي، د ملي معارف د پراختيا مخه ونيول شي؛ د کورني استبداد او انگريزانو د نفوذ په وړاندې د خلکو د ملي مقاومت او ميړانې د روحيې د وژلو او ملت د کمزوري کولو دپاره د ې دخلکو ترمنځ ژبني، مذهبي، نژادي، سيمه ايز، او قبيلوي نفاق واچول شي؛ او د دغه پروگرام  په پلي کولو او تطبيق کې دې  د ويرې او ډار، ځنځير او  زندان، شکنجې او اعدام، دوکې او فريب، په سياستونو اتکا وشي .

تر هغې وروسته مو په تيرو څلويښتو کلونو کې د روسانو په اوږو سپاره تپل شوي رژيمونه، د پاکستانيانو په اوږو سپاره  راستول شوي رژيمونه، د امريکنيانو په اوږو سپاره  په بن  کې جوړ شوې رژيمونه  وليدل، چې څنگه يې د پردو په گټه د افغانستان د خلکو په سرنوشت لوبې وکړی، او دا لړۍ او سلسله لا تر اوسه هم دوام لري .

د اماني نهضت تر ماتې وروسته  د پردو پر اوږو سپرو تپل شوو رژيمونو د ظلم او استبداد، انسان وژنې، شديده سياسي اختناق، پر بشري حقوقو او انساني کرامت د تيری، واک ته رسيدو او شخصي گټو دپاره د ملي گټو تر پښو لاندې کولو، په پټه د نورو د گټو دپاره د خلکو او هيواد په سرنوشت لوبې کولو په شان ځينې مهم گډ خصوصيات درلودل . چې  په نتيجه کې يې زمونږ  ملت دې حال ته رارسولې آن تر دې چې ډيرو لا د تاريخ هغه مهم سبق هم  هير کړئ چې افغانستان د امپراتوريو قبرستان دئ .

زما اشاره پدې وروستيو ورځو کې د افغانستان په هکله  هغه سپکو او هوائي خبرو ته ده  چې په بې ماهيته او بې ځايه غرور سره  د ځمکې د نقشې له مخه د افغانستان محوه کول خپل  تصميم پورې مربوط گڼي. دوې  دا هير کړي چې پدې خاوره کې د داسې ډيرو قدرتونو او امپراتوريو پوزې په خاورو منډل شوي دي . له تاريخه بې خبره دا کسان  نه پوهيږي چې:

څو چې دا ځمكه آســـمان وي

څو چـــې دا جــهــان ودان وي

څو چې ژوند پر دې جهان وي

څو چـــې پاتــې يـــو افغان وي

 تـــل بــه دا افـــغــــانستان وي

(پای)

Leave A Reply