استعمار، اشغال، خپلواكي /ايمل جلال

0 514

د دې څو كرښو اصلي مخاطبان بيا هم هماغه اصلاحي ماسټران او ډاکټران، فکري، ږیرکلي او نېكټايي لرونكي طالبان او سیاسي اسلام‌پال دي چې د «حى على الحساب» بلنې ځوابولو ته يې سترګې مړې او ملا ماته ده؛
پوهېږم، كه د كوټې د شورا ملايانو سره مو ټول كورني او بهرني خواخوږي سياسي او اقتصادي تيوريسنان هم يو ځاى شي، ځوابولاى يې نه‌شئ، ځكه ستاسې په سياسي تيوري او ديني ادبياتو كې داسې څه نه‌شته چې پر اساس يې په ۲۱مه پېړۍ كې يو تمام عيار نظام جوړ او عملي كړئ. همدا د «استعمار، اشغال او خپلواكۍ» په څېر سياسي اصطلاحات چې تاسې يې د خپلې ناولې جګړې د مشروعيت لپاره كاروئ، ستاسې نه دي. دا تاسې ته د جهاد مقدس له وخته ستاسې د پلرونو نه په ميراث دي. دا چې هغوى ته چا وركړي، په دې ليكنه كې به يې ولولئ.
ستاسې اصلي مشكل دا دى چې د ۲۰مې پېړۍ په خوسا شويو سياسي تيوريانو باندې د ۲۱مې پېړۍ سياسي چارې تحليلوئ. يا لږ تر لږه د خپلو ګټو لپاره دا كار قصداً كوئ. په همدې اساس د «استعمار، اشغال او خپلواكي» د سياسي اصطلاحاتو وراسته شوي تعريفونه چې د ۱۹مې او ۲۰مې مېلادي پېړۍ د سياسي فضا زېږنده وو، د ۲۱مې پېړۍ په دنيا كې د طاليبي جګړې د مشروعيت لپاره كاروئ. په دې ډول د پردۍ مور بچي غولوئ او د اور د لرګيو په توګه ترې استفاده كوئ. غم دا دى چې زموږ د خلكو په ذهنونو كې دا ۴۰ كاله كېږي چې دا اصطلاحات پېچكاري شوي دي، ځكه خو په پټو سترګو ورته لبيك وايي.
په افغانستان كې د وروستي ځل لپاره د «استعمار، اشغال او خپلواكي» كلمات يوازې د شاه الله خان د خپلواكي د مبارزې پر مهال په سمه مانا وكارول شول. د ۲۰مې پېړۍ په پيل كې مو نيكونو د انګرېزانو د استعمار پر وړاندې حقيقي مبارزه وكړه، د شاه امان الله تر قيادت لاندې يې اشغال ختم كړ او خپلواكي يې واخيستله. ګوډ ملا او بچه سقاو همدا ستاسې نېكونه وو چې سړى مو تورې تېښتې ته مجبور كړ. په همدې پېړۍ كې مالېزيا، اندونېزيا، هند، جنوبي افريقا او لسګونو نورو ملتونو د پورتنيو كليماتو د حقيقي مانا په درك سره خپلواكي تر لاسه كړه چې نن د نړۍ قدرمن هېوادونه دي.

د «استعمار، اشغال او خپلواكي» سياسي اصطلاحات چې اوس پرې تاسې خپلې مبارزې ته مشروعيت وركوئ، د سړې جګړې پر مهال پر افغانستان د شوروي د يرغل سره سم يو ځل بيا په نوې بڼه رواج شول. د امريكا – شوروي په څېر د دوو ابر قدرتونو د تقابل په خونړي ميدان كې دا اصطلاحات درته همدې امريكايانو له سره تعريف كړل چې تاسې يې اوس يرغلګر بولئ. كه باور نه لرئ، او مطالعې ته مو هم ملا ماته وي؛ نو په يوټيوب كې هغه تاريخي ويډيو ليدلای شئ چې غالباً په تورخم كې د امريكا د ملي امنيت سلاكار زبيګنيو برژنسكي پكې څه وايي؟ كه مو پيدا نه كړه، زه به يې لينك به زه درته دركړم.
له يوې خوا د شوروي د «کمونیزم، انقلاب، كور، كالي، ډوډۍ، سنګر او …» شعارونو د بلې خوا د امريكا د «جهاد، مجاهد، شهادت، استعمار، اشغال، خپلواكي او …» شعارونو د ميليونونو افغانانو وينې توى كړې او مليونونه نور يې اواره كړل. تر لس كلن جنګ وروسته دواړه بې‌غمه لاړل خپلو كورونو ته او دا خاوره يې ستاسې پلرونو ته چې ځانونه يې اتلان بلل، پرېښودله.
شوروي د خپلو شعارونو سره د تاريخ كندې ته ګوزار شو. نړيوال سياست بدل شو، روسيه وزېږېدله، نړيوال اقتصاد پياوړى شو، ټيكنالوژيك انقلاب راغى، فاصلې لنډې شوې، د هېوادونو تر منځ عنعنوي پولې ونړېدلې، د ملتونو تر منځ اړيكې لا زياتې شوې، هر چا د خپلو ملي ګټو مطابق خپل ځمكنى، هوايي او بحري حريم د نړۍ پر مخ پرانيست. خو په افغانستان كې ستاسې اتلانو پلرونو لا هم يو بل سره كپل. دوى حتا د دې درايت هم نه درلود چې د سعودي او پاكستان په څېر د خپلو بادارانو ګټې خوندي كړي.
بيا يې پرې د طالب په نامه عذاب نازل كړ. په دې كې به څه حكمت و چې د طالبانو په «اسلامي شرعي نظام» كې چې عملاً د پاكستان او عربو د مخامخ لاسوهنې سره سره د هيچا له خوا د «استعمار، اشغال او خپلواكي» په څېر اصطلاحاتو ته پام نه كېدلو، خو چې كله يې د مصرف د تاريخ د تېرېدلو سره سم د بي – ۵۲ په زور جارو شول، يو ځل بيا مو دې اصطلاحاتو ته پام شو.
اصلي خبره دا ده چې تاسې د يوې سياسي مفكورې په حيث د هويت د بحران سره مخ ياست. تاسې د ۲۱مې پېړۍ په سياسي چاپېريال كې د ۲۰مې پېړۍ په ورستيو اصطلاحاتو شخوند وهئ. . له دې بحرانه د وتلو لپاره تاسې دوه لارې لرئ؛

۱ . يا بايد د «استعمار، اشغال او خپلواكي» سياسي اصطلاحات د ۲۱مې پېړۍ د سياسي چاپېريال د تقاضا سره له سره تعريف كړئ، تر څو په افغانستان كې د روانې جګړې لپاره د اشغال په نامه د بهرنيانو نظامي هډې بهانه نه كړئ. دا هډې د دوو يا څو خپلواكو هېوادونو تر منځ د ملي ګټو په نظر كې نيولو سره د دوه اړخيزو يا څو اړخيزو تړونونو په چوكاټ د را منځ ته شوي تفاهم په اساس وبولئ. كه چېرې پر تړون اعتراض لرئ؛ نو په نظام كې دننه يې د اصلاح هڅه وكړئ او معقولې حل لارې وړاندې كړئ چې اول مو زه ملاتړ وكړم.

۲. او كه په هغه تعريف چې ۴۰ كاله وړاندې ستاسې د پلرونو د مقدس جهاد پر مهال درته امريكا كړى و، ټينګار لرئ؛ نو بيا كيسه بل ډول ده. كه چېرې د بهرنيانو نظامي هډې درته استعمار ښكاري؛ نو يوازې امريكا په نږدې ۷۰ هېوادونو كې ۸۰۰ دايمي او موقتي هډې لري. روسيه، انګلستان او فرانسه بيا په بهر كې تر ۳۰ زياتې هډې لري. ايا ستاسې په حساب تر نيمې زياته نړۍ مستعمره ده او بايد خپلواكي واخلي؟ د دې هېوادونو خلك هم لكه ستاسې خواخوږي طالبان د خپلو نظامونو پسې ټوپكونه را واخلي؟ كه ځواب مو مثبت وي چې فكر كوم همداسې دى، بيا نو ستاسې په اند طالب، داعش او حقاني ډله پوره حق لري چې ستاسې په اند دا مستعمره نظام له منځه يوسي. بيا نو تاسې ولې په كابل كې يا په غرب كې پراته ياست؟ ولې مو د خپلواكي لپاره د طالب، داعش او حقاني سره اوږه په اوږه د دې اشغال شوي نظام د ړنګولو لپاره ټوپك نه را اخلئ؟
حقيقت دا دى چې تاسې دومره ذليله ياست چې له يوې خوا ستاسې په اند د همدې اشغال شوي نظام د معاشونو، پروژو، تجارتونو او نورو نعمتونو نه مو زړه نه كېږي چې غره ته وخېژئ او د بلې خوا د پردۍ مور بېوزله، بې‌سواده بچي تشويقوئ چې د نظام د ړنګولو لپاره ځانمرګي وكړي. تاسې خو د اشغال شوي نظام له ډيموكراسي او د بيان له ازادي ګټه اخلئ او پوهېږئ چې دولت درته څه نه وايي، خو كه زه د طالب او داعش پر ځاى واى اول مې تاسې د خپلواكي قرباني كولاى.
ستاسې دا دوه‌مخي هره ورځ د جګړې په دواړو غاړو كې ددې وطن د لسګونو بچيانو په وينه تمامېږي. لږ شرم او وجدان ښه شى دى، خو كه څوك يې ولري.

Leave A Reply