د افغانستان نیمګړی ښوونیز نظام او دبدلون اړتیا

0 338

 پوهیالی تورن عبدالخالق“حکیمی”-

غواړم خپله لیکنه په لاندې وینا پیل کړم:

(Bernie Sanders) د امریکا نامتو سیاستوال او سناتور د ښوونیز نظام او لوړو زده کړو په هکله وايي: موږ د لوړو زده کړو په برخه کې په نامالومه لور روان یوو، څلویښت کاله وړاندې د امریکا په سترو عامه پوهنیزو بنسټونو کې زده کړې وړیا وې خو اوسمهال د ګاریګرو د کورنیو لپاره ستونزمنه ده چې لوړې زده کړې بشپړې کړي په داسې حال کې چې باید لوړې زده کړې د ټولو لپاره یوه رښته یاحق وي نه یوازې د شتمنو کورنیو لپاره.

له نیکمرغه افغانستان هغه هېواد دی چې ۶۰ سلنه ځوانان پکې ژوند کوي، لوړو زده کړو ته لیوالتیا لري، شاوخوا ۳۵۰ زره محصلان، چې ٪۲۷ سلنه یې نجونې دي، په زده کړو بوخت دي.

د محصلانو په منځ کې دا شکایت ورځ تر بلې د ډېریدو په حال کې دی چې په دولتي پوهنتونونو کې د ځوانو محصلانو د شمېر د ډېروالي او په خصوصي پوهنتونونو کې د لوړ فیس له امله نه شي کولای خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړو.

 نو که موږ د نړۍ سیاسي تاریخ ولولو په لوستلو سره یې په دې پوهیږو چې په نړیوال سیاسي نظام کې هغه هېوادونه ډیری مهال په واک کې پاتې شوي چې د پوهې اوزده کړې په برخه کې یې ډېره پانګونه کړې، پوهنیز یا علمي اقتدار ته یې ځان رسولی دغه ځواکمن هېوادونه ول چې د کوچنیو ملتونو برخلیک یې ټاکلو او د دوی په مقرراتو کې یې د خپلې خوښې سره سم لاسوهنه کوله.

په دیني او تاریخي متونو کې په تکراري بڼه ټینګار شوی چې علم ځواک دی، نو هر ملت چې پوهه ولري ځواکمن بلل کیږي که مونږ پوهه ولرو، پوهنیز تولید لپاره هڅه وکړو، د پوهنیز اقتدار لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړو هوسا او سوکاله راتلونکې به ولرو.

نن ورځ موږمسلمانان په اسلامي ټولنه کې ژوند کوو چې ددې اسلامي ټولنې د ارزښتونو او پرمختګونو بنسټ ایښودونکي زموږ ستر لارښود د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دی چې له زانګو نه تر قبره پورې خپلو لارویانو ته د زده کړې لارښونه کړېاو هیڅکله یې د افراطیت او تشدد په خپرولو کې ونډه نلره.

د پوهې په برخه کې مسلمانانو د ستاینې وړ لاس ته راوړنې لرلې چې غوره بیلګه یې د عباسیانودوره ده چي په دې دوره کې په بغداد کې۳۶ کتابتونونو شتون درلود چې له بده مرغه دا کتابتونونه ټول د مغل پوځ له خوا وسوځول شول.

په رنسانس کې اروپايان ته د پوهې ارزښت مالوم شو، چېپوههځواک ده؛ خو دا ځواکهغه مهال اغیزمن وي، چې له تخصص سره مل وي. اروپایاناو امریکایان د پوهنیز پرمختګ په پایلله کې وتوانېدل چې په نړۍ راج وچلوي، د ملي ځواک څخه بې برخې ملتونه ایل کړي ځکه چې زبر ځواک هېوادونو پوهې، زده کړې ته لومړیتوب ورکړ پرمختګ ته ورسېدل او مونږ سره له دې چې د ویاړونو څخه ډک تاریخ لرو خو بیا هم په دې ونه توانېدو چې د نړیوال پوهنیز پرمختګ سره سم پرمخ ولاړ شو وروسته پاتې شوو؛ نو اوس اړینه ده چې د پوهنیز پرمختګ لپاره کار وکړو که د پوهې په ډګر کې وروسته پاتې شو نو زمونږ د کولتور، سیاست دښمنان به زمونږ پروړاندې لاغښتلي شي.

یعقوبیسنا لیکي:

په پوهنیزو بنسټونو کې که غواړو چې د زده کړې او پوهنیزلیدلوري وضعیت بدلون وکړې نو مهمه ده چې واکمن نظام  له بنسټه د ښوونې او روزنې نصاب بدل کړي؛ ځکه چې کېدای شي د سیمې او نړۍ په کچه تر ټولو وروسته پاتې نصاب ولرو چې تر ډېره بریده ښوونیز اړخ هم نه لري.

تر دولس کلنې زده کړې وروسته زده کوونکي اویا زده کړیالان د ننۍ نړۍ هیڅ مهارت نه زده کوي، د سم لیکلو او سم لوستلو مهارت او منطق هم په دوی کې نه وي ولې؟ ځکه چې زمونږ د هېواد ښوونیز نصاب منظمه، قانوني او کارنده بڼه نه لري.

پنډ، پنډ کتابونه چې په ښوونیزو بنسټونو کې لوستل کیږي د بې ارزښته اطلاعاتو څخه ډک دي، د اطلاعاتو ډېران ته ورته والی لري سربېره پر دې د اطلاعاتو اعتبار يې هم خورا ټیټ دی.

د ښوونځیو د لوست په کتابونه کې خورا ډېرې ستونزې پرتې دي، د بېلګې په توګه د کتاب نوم ادبیات دی خو د سم لیکلو او سم لوستلو ښوونیزو اړخونو پرځای د وګړو مذهبي، تاریخي…اړخونه پکښې مطرح شوي په خواشېنۍ سره باید ووایو چې په دغه تکراري اطلاعاتو د افغانستان تاریخ، د اسلام تاریخ، دینیات هم ډک دی.

د مطالبو په لیکلو کې پوهنیز او منطقي اړخونه په پام کې نه دي نیول شوي، تر دولس کلنې زده کړې وروسته د زده کوونکو ذهنونه په بې بنسټه اطلاعاتو ډک وي د جنسیتي، مذهبي او قومی تعصب څخه هم رنځیږي.

د ښوونیز نصاب د جوړونې په لړ کې باید د غونډو مطالبو پوهنیز او منطقي اړخونه په پام کې ونیول شي ترڅو د زده کړې په دولس کلن بهیر کې د زده کوونکو ذهني اډانه علمي، منطقي بڼه ومومي.

په ښوونځیو کې نجونو ته د دیني علومو د استادانو له خوا ویل کیږي که مو ویښتان تر پړونيښکاره شول نو شیطان پرتاسو لاړې تو کوي؛ څو کاله د شیطان د لاړو تو کولو څخه تېر شوي خو اوس هم لور یې له پلار څخه پوښتي چې شیطان ولي پرمونږ لاړې تو کوي دا ډول بې بنسټه اطلاعات دي چې زمونږ د زده کوونکو ذهنونه یې ډک کړي او ارزښتهم نه لري څه اړتیا ده چې زده کوونکي ته په لوست خونه کې دا ډول خبرې وشي.

یا کله چې ښوونکی زده کوونکی ته وايې چې څرنګه اوبه په کنګل بدلیږي نو ښوونکی لومړي د څښتن تعالی له ځواک څخه نوم اخلی د څښتن تعالی د ځواک درناوی یې په خپل ځای سم دی خو زده کوونکی ته باید په پوهنیزه توګه وویل شي چې څرنګه اوبه په کنګل بدلیږي په دې توګه زده کوونکي د پوهنیزې او منطقي ذهنې اډانې څخه برخمن کیږي.

ښوونیز نصاب باید د لامل او بدلون په بستر کې هرڅه په پوهنیزه توګه مطرح کړي ترڅو زده کوونکي د پوهنیز، منطقي لید لوري څخه برخمن شي؛ او په دې وتوانیږي چې په منطقی او پوهنیزچوکاټ کې اړیکې وپېژني د اړیکو د پېژندنې په برخه کې د پوهنیز، منطقي لید څښتن شي.

خدای بخښلی شهید مولانا عبدالغفور پیروز د افراطیت په کتاب کې لیکي:

(په سیمه کې زمونږ د مذهبي زده کړو نصاب داسې جوړ دی چې تر ډېره په تعصب، توند لاریتوب او کرکه ټینګار کوي. ډېری مضامین په تېره فقهي او کلامي موضوعات یې خورا زاړه دي چې ریفورم او سمون  ته یې جدي اړتیا لیدل کیږي، زده کوونکي او یا زده کړیال ته داسې فکر ورکول کیږي چې د اسلامي نړۍ اوسني حکومتونو د زور او وسله وال بغاوت له لارې باید له منځه ولاړ شي.

زمونږ په پوهنتونونو کې داسې زده کړیالان او استادان شته چې لاتر اوسه د ولسواک نظام ارزښتونه سپکاوی ګڼي. په سیاسي، ټولنیزو چارو کې د میرمنو په ونډه ملنډې وهي،  د مذهبي مسایلو په اړه د حکومت د بې پرې چلند(Secularism)  سره مخالفت کوي، د نړیوالو بشری حقونو او عصري اقتصادی سیستم په اړه منفی فکر لري.

ستونزه دا ده چې ډیری کسان هڅه کوي د خپلې هراړخیزې تخصصي مطالعې او زده کړې پرځای ځان د بیلګه ییز متقي مسلمان په توګه مطرح کړي همدا لامل دی چې تر اوسه پورې پوهنتونونه د مدرسې په څېر ښکاري او چاپېریال یې د اکاډمیکو شخصیتونو پرځای د تئوکراسۍ په افراطي پلویانو ډک وي، د پوهنیزو بحثونو پرځای د ټاپو او ایدئولوژیو پر بنسټ د نړۍ د ویش بې ځایه خبرې ډیری مهال مطرح کیږي.)

ارواپوهان وایي: لومړی وړکتون او بیا ښوونځۍ هغه ځایونه دی چې د انسان په ذهني او شخصیتي وده کي خورا ارزښتمن رول لوبوي نو مهمه ده چې په ښوونیزو مرکزونو کې زده کوونکي یا زده کړیالان په سوله ییز تفکر وروزل شي نه په جګړییز تفکر.

استاد اجمل ښکلی د افغانستان د تحصیلي نظام په هکله لیکي:

(دا سمه ده چې جګړه په تحصیلي نظام اغیز کوی؛ خو دا نه ده سمه چې تحصیلي نظام د جګړو په پلمه تباه کړو، نیمګړی تحصیلي نظام د جګړې د شدت سره مرسته کوي دا موږ وینو چې څومره ځوانان مو د نیمګړې تحصیلي نظام له لاسه د سخت دریځو ډلو لیکو ته ځي او څومره مو د ناملی ایدئولوژیو خوراک کیږي که تحصیلي نظام قانوني او سم وي د ځوانانو په ذهني روښانتیا کې خورا ارزښتمنه ونډه لري په دې توګه ځوانان د جګړې پرځای په پوهه باورمن کیږي او په خپل ملي رسالت پوهیږي.)

له بده مرغه څلور لسیزې کیږي چې افغانان په تحمیلي جګړه کې قربانۍ ورکوي تاوتریخوالی ورځ په ورځ پراخوالی مومي چې دغه حالت په ښوونیز نظام هم اغیز کړی؛ د افغانستان په ښوونیز او روزنیز نظام کې ډېری مهال د تاوتریخوالي ترمینولوژي کارول کیږي، مهمه ده چې پر ځای یې سوله ییز کولتور خپور، د دودولو په برخه کې یې هڅه وکړو.

جګړې زموږ د افغاني ټولنې ټول مادی او معنوي اړخونه زیانمن کړي چې په دې کې تر ټولو ډېر زیان زموږ ښوونیز نظام ته اړول شوی له همدې امله د عصري زده کړو د مخنیوی په مذهبي زده کړو لپاره خورا لوړ تبلیغات کیږي چې د رسالت په کتاب کې خدای بخښلي مولوي پیروز هم دې ته اشاره کړې.

د رسالت په ارزښتمن نښیر کې لیکوال لیکي(د زوړ پالنې او پرمختګ تر منځ د ځینو مذهبي، کولتوري ټکرونو له امله د ښوونځي او پوهنتون نوم هم بدنام شو، په کلیو او بانډو کې داسې تبلیغات پیل شول چې عصري زده کړې د بې لارۍ او د عقلی کنګلتیا او فکري کږلیچ لامل ګرزي، د شاه امان الله خان غازی، داود خان، او د خلقیانو د رژیم پرمهال دغه ډول تبلیغات وخت په وخت ډېریدل او زموږ بې سواده، ناپوه وګړو به هم منل چې له امله یې د عصري زده کړو په خلاف د کرکې ذهنیت په یوه کولتور او مذهبي ایډیال بدل شو)

په ښوونیز او روزنیز نظام کې باید جنسیتي عدالت ته ځانګړې پاملرنه وشي تر څو زده کوونکي په انساني او اخلاقي ارزښتونو باورمن شي؛ زده کوونکو یا زده کړیالانو ته د انساني ارزښتونو د لیږدونې په برخه کې تر ټولو اغیزمنه وسیله ښوونیز نصاب دی.

د ښاغلي اشرف غني احمدزي د واکمنۍ تر ټولو ستره لاس ته راوړنه د بیان آزادی ده خو له بده مرغه له دغه آزادۍ څخه افراطي توندلارې ډلې ناوړه ګټه پورته کوي.

د بیان د آزادي نه په ګټه اخیستنې سره مذهبي افراطي کړۍ غواړي په ښونځي، پوهنتون کې د دیني او مذهبي زغم پرځای دیني او مذهبي افراطیت او توندلاریتوب خپور کړي.

هر اړخیزې بریا ته د رسېدو په موخه د افغانستان د واکمن نظام دوښمنان یوازې په توده جګړه چې غوره ځانګړنه یې د جګړې په ډګر کې وسله واله مبارزه ده بسنه نه کوي؛ بلکې ایدئولوژیکي جګړه هم ګړندۍ ساتي چې مهمه بیلګه یې په لوړو پوهنیزو بنسټونو کې د دیني افراطیت ډېردل او خپرول دي.

حزب التحریر، جمعیت اصلاح او دې ته ورته ډلې د افغانستان د نازک امنیتي وضعیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی د دغه افراطي ډلو پروړاندې باید ګړندی ګامونه واخیستل شي، د قانون په رڼا کې چلن ورسره وشي ترڅو د افراطیت او توندلاریتوب د خپرولو لپاره ځوان زده کړیالان تیار نه شي.

د واکمن نظام چوپتیا د توندلارو افراطي مذهبي ډلو په وړاندې د نظام تر ټولو ستره ستراتیژیکه تیروتنه ده چې ناوړه پایلې به ولري ځکه د دوی افراطي ویناوې ځوان زده کړیالان د دیني رادیکالیزم خوا ته بیایي؛ دا یې لامل دی چې د انجینری د دویم کال زده کړیال چې د دیني تفکر او عقلي ذهنیت څخه بې برخې ؤ ځان یې د دین په نامه ووژلو او خلک یې هم شهید بولي، ددې پرځای چې د لاملونو په هکله یې علمي بحثونه مطرح کړي چې ولي زموږ ځوانان د عقیدې تر نوم لاندې ځانونه وژنې دوي په دې بوخت وي چې شهادت د نیکمرغه.

د ګاونډیو هېوادنو له خوا دیني مدرسي د سخت دریځی او دیني افراطیت د صادرولو لپاره رامنځته شوې د بشري حقونو د څارټولنه په یو نوي راپور کې وايي چې په پاکستان کې سیاسي بې‌اعتمادي، د وسله‌والو ډلو تشدد، بې‌وزلي او د دولت له‌خوا ځپونکي اقدامات د دېلامل شوي چې دا هېواد د نړۍ تر ټولو نیمګړیښوونیز نظام ولري خو بیا هم زموږ ځوانان د دیني زده کړو لپاره دغه ګاونډیو هېوادونو ته ځي چې یوازې د افراطیت په خپرولو کې برلاسي دي او لوړ هر اړخیز تبلیغات کوي تر څو په انساني ټولنه کې د انساني ارزښتونو پرځای کرکه او تشدد خپور کړي؛ خو اوس د دیني مدرسو افراطیت او سخدریځۍ د پوهنتون چاپېریال هم ککړ کړئ چې خورا جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

Leave A Reply