ډيزرټیفیکېشن، چاپيريال ته ستر ګواښ

0 256

ليکنه: حذيفه هلال-

د ډيزرټیفیکېشن پېژندنه

ډيزرټیفیکېشن، چې ډيزرټايزيشن يې هم بولي، په دښتې د حاصلخيزې ځمکې بدليدل دي. دا کار مختلف لاملونه لري، چې له دې جملې يې اړين هغه وچکالي، ډيفوريسټيشن او غير مناسبه کرنه بلل کېږي.

وروستي معلومات ښیي، چې ډيزرټیفیکېشن تر اوسه په نړۍ کې ۳۶ میلیونه کیلومټره مربع ځمکه اغېزمنه کړې ده. همدارنګه تر دې مهاله يې ۲۵۰ میلیونه وګړي اغيزمن کړي او تر ۲۰۴۵ ز کال پورې به لږ تر لږه ۱۳۵ میلیونه کسان له کورونو بيځايه کړي.

له همدې امله ډيزرټیفیکېشن اوس او راتلونکي کې انسانيت ته ستر ګواښ ګڼل کيږي. ډيزرټیفیکېشن له انترکتیکا پرته نور ټول براعظمونه اغيزمن کړي او تر ټولو لوی قرباني یې د افریقا براعظم دی.

زیانونه

ډيزرټیفیکېشن ډېر زیات زیانونه لري، چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:

–  د اوبو کموالى: شنه ساحه او اوبه هغه څه دي چې غازات هوا ته صادروي چې هلته ترې وريځ جوړيږي او بيا د واورې او باران په شکل بېرته ځمکې ته راښکته کيږي، نو طبعاً کوم ځاى کې چې شنه ساحه کمه شي هلته بارانونه کميږي چې په دې توګه هغه ساحه د اوبو له کمښت سره مخ کيږي.

–  د ځمکې د حاصل کمېدل: کله چې يوه ځمکه ډيزرټيفاى شي نو هلته زراعت کم شي او کرنه په کې سخته شي چې په دې سره حاصل هم کم شي، او که چيرې بيا هم کرنه په کې وشي، نو د ځمکې په حاصلخېزۍ کې لوی منفي توپیر راځي.

د زراعت کموالى او ورسره تړلي زیانونه: کله چې کومه ساحه کې ډيزرټیفیکېشن رامنځته شي، نو هلته زراعت کم شي، چې په دې سره خو تر ټولو لوى تاوان له زراعت څخه تر لاسته کېدونکي عاید ته پېښېږي. بله دا چې د (خپله لاسه ګله لاسه) متل مطابق، د وارد شویو خوراکي توکو په پرتله د خپلو کرل شویو خوراکي توکو نرخ کم وي؛ نو ويلي شو چې د ډيزرټیفیکېشن له امله د خوراکي توکو په نرخونو کې لوړوالى رامنځته کيږي.

–  د ايکو سیستم له منځه تلل: هماغسې چې د ایکو سیستم لپاره څو مرحلې اړینې دي، چې په هغوی کې یې لومړی تولیدېدونکی نباتات دي، هغه چې په مستقیم ډول له لمر څخه خپله انرژي اخلي او خپل خوراکي توکي برابروي او نورو ته هم د انرژۍ ورکولو زمینه جوړېږي، نو کله چې لومړۍ طبقه نه وي، نو لومړي او دویمي مصرفوونکي به څرنګه ژوند وکړای شي؟

بله دا چې د يو ايکو سیستم د بقا لپاره ځينې غير ژوندي فکتورونه هم اړين دي چې له هغې جملې يې خاوره او برابر حرارت ډير اړين دي، خو د ډيزرټیفیکېشن له امله د خاورې ښوئیدنه رامنځته کېږي او خاوره له دې وځي چې هغه دې په يو ايکو سیستم کې خپله دنده پر مخ يوسي، بله دا چې کله ډيزرټیفیکېشن رامنځته شي نو د هغې ساحې په حرارت کې هم تغير راځي او ايکو سیستم له منځه ځي.

–  د بايوډايورسيټي يا د ژوند مختلف النوعيت له منځه تلل: کله چې يوه ساحه په دښتې بدله شي نو هلته له دښتیزو ژویو پرته که هر ډول نباتي او حیواني ژوندي موجودات وي، هغه ټول له منځه ځي.

–  د بادونو او خاور طوفانونو رامنځته کېدل: د ډيزرټیفیکېشن يو بل ستر تاوان د طوفانونو رامنځته کېدل دي، ځکه هلته ونې موجودې نه وي ترڅو د بادونو د تېزوالي مخنیوی وکړي، بله دا چې د شنو ساحو د نشتوالي له وجې له بادونو سره خاورې او دوړې راپورته کېږي.

ډيزرټیفیکېشن په افغانستان کې

ډيزرټیفیکېشن د پرمختللو هېوادونو په پرتله په پرمختيايي هېوادونو ډېر اغېز کوي، ځکه پرمختللي هېوادونه دومره پيسې لري چې د ډيزرټیفیکېشن خلاف عملي اقدام وکړي او مخه يې ونيسي، خو پرمختيايي هېوادونه بيا دا کار نه شي کولى. بله دا چې پرمختللي هېوادونه خوراکي توکي له نورو هېوادونو هم راواردولى شي، خو پرمختيايي هېوادونه بايد خپل خوراکي توکي خپله وکري او وريبي، چې په دې حالت کې ډيزرټیفیکېشن تر ټولو ستر ګواښ بللى شو.

هماغسې چې افغانستان هم يو پرمختيايي هېواد دی، نو د ډيزرټیفیکېشن له امله له جدي خطر سره مخ دی.  د افغانستان نږدې ۷۰ سلنه ځمکه د ډيزرټیفیکېشن له ګواښ سره مخ ده، چې ددې کار تر ټولو لوی لامل په تيرو څو لسيزو کې د ځنګلونو له منځه تلل دي.

دا چې افغانستان يو زراعتي هيواد دى آن تر دې چې اقتصاد يې هم په زراعت ولاړ بلل کيږي، نو ډيزرټیفیکېشن نه يوازې د زراعت، بلکې د هيواد د اقتصاد لپاره هم يو له سترو ګواښونو څخه دى.

د اوبو کموالى يې هم د ډيزرټیفیکېشن د سترو زیانونو له ډلې څخه دی، چې په دې سره نه یوازې زراعت او اقتصاد، بلکې روغتیا او ژوند هم له ستر ګواښ سره مخ کيږي. د ډيزرټیفیکېشن له امله د افغانستان په داخل کې او له هيواده بهر بېځایه کېدنه او کډوالي هم رامنځته کېږي.

حللارې او مخنيوى

موږ کولاى شو چې په ډېرو لارو چارو سره د ډيزرټیفیکېشن مخنيوى وکړو، اړين يې په دې توګه دي:

–  د زراعت او کرنې په طريقو کې بدلون راوستل؛ هغه لارې او طريقې په کوم سره چې د هغې ساحې خاورې او حاصل کې توپير راځي له هغې ډډه کول او پر ځاى يې نوې او عصري لارې انتخابول.

–  عامه پوهاوی؛ په عوامو کې د ځمکې د سم استعمال په اړه عامه پوهاوی رامنځته کول، همدارنګه بزګرانو ته وخت په وخت په دې اړه علمي درسونه وړاندې کول.

– له کرنیزې عصري ټکنالوژۍ سره بلدتیا او استعمال؛ وخت په وخت د زراعتي ټکنالوژۍ سره ځان عیارول ترڅو په ښه ډول د هغو عواملو مخنیوی وشي، چې له امله یې ډيزرټیفیکېشن رامنځته کېږي.

– د ډيفورسټيشن مخنیوی؛ ډیفورسټیشن پخپله د ډيزرټیفیکېشن تر ټولو ستر لامل دی، نو په مخنیوي سره یې د اغېزو مخه نیول کېدای شي.

Leave A Reply