نړیوال اقتصاد د یو بل بحران په لور

0 420

زاهد الله محمدي-

غواړم لوستونکو ته لومړی د اقتصادي بحران په اړه معلومات ورکړم چي څنګه او ولي رامنځ ته کیږي؟

اقتصادي بحران یا Recession ديته ته وايي چي کله د یو هیواد اقتصادي وده چي عموما په GDP  اندازه کیږي د اوږدې مودې لپاره د کمیدو په حال کې وي .GDP یا ناخالص ملي تولیدات عبارت د ټولو تکميل شوو شیانو او خدماتو څخه دي چي د یو کال په موده کې په یو هیواد کې تولیدیږي. څنګه چي GDP  له څلورو شیانو څخه حسابیږي چي عبارت دي له لګښت (مصرف)، پانګونه (سرمایه ګزاري)، د حکومت له خوا لګښت او صادارت او واردات، نو له دي امله د بحران رامنځ ته کیدل هم د دغه شیانو د کمیدو څخه رامنځ ته کیږي. په نړیواله کچه بحران هغه وخت رامنځ ته کیږي چي د نړۍ اقتصادي وده د ۲.۵٪ څخه کمه وي او په انفرادي ډول یو هیواد هغه وخت د بحران په حالت کې شمیرل کیږي کله چي د مسلسلو دوه ربعو په تیریدو سره يې اقتصادي وده په کمیدو وي. نړیوال اقتصاد د یوویشتمي پيړۍ په لومړۍ لسیزه کې له یو لوی بحران سره مخامخ شو چي د ۲۰۰۸ کال مالي بحران په نوم شهرت لري دغه بحران نړیوال اقتصاد ډیر سخت وځپه چي په نتیجه کې يي د امریکا د متحده ایالاتو بانکونو سقوط وکړ، او د نړۍ نور بانکونه هم له مالي خساري سره مخامخ شول ، نړیواله اقتصادي وده ټيټه شوه، د دې ترڅنګ یې تجارت، صنعتي تولیدات، او تقاضا په نړیواله کچه کمه کړه، د دغه بحران تاثیراتو تر اوسه په نړیوال اقتصاد سیوری غوړولی دی.

اقتصادپوهان د نړۍ اوسني وضیعت ته په کتو انديښنه لري چي نړیوال اقتصاد د یو بل بحران په لور روان دی، هغه عوامل چي د بحران د رامنځ کیدو زمينه برابروي او نړیواله اقتصادي وده له ګواښ سره مخامخ کوي په لاندي ډول دي:

د چين او امریکا سوداګریزه جګړه :

د نړۍ ستر اقتصادي قوتونه چين او امریکا په داسې مهال په سوداګريزه جګړه بوخت دي چي نړیوال اقتصاد باندي يې ښورا زیات اغیز کړی دی، تر اوسه متحده ايالاتو د ۲۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت چينايې توکو باندي ۲۵٪ ګمرکې مالیه وضع کړې ده، خو تمه کیږي چي په راتلونکې کې به ولسمشر ټرمپ دا مالیه نوره هم لوړه کړي .دا په داسي حال کې ده چي چین په متقابل اقدام کې د امریکا متحده ایالاتو په توکو مثلا، الوتکو، سویابین، موټرو، د خوګ په غوښو باندي ګمرکي مالیه وضع کړې ده او په نورو شیانو باندي هم پلان لري تعرفه ولګوي. د دغي سوداګریزې جګړې سیوری په ټول نړیوال اقتصاد غوړیدلی دی د ونډو بازار په قیمتونو کې کموالی، د نړۍ د اقتصادي ودې کموالی د ۳٪ څخه دا په داسي حال کې ده چي IMF د ۲۰۱۹ کال لپاره د نړۍ اقتصادي وده ۳.۲٪ آټکل کړې وه ، د راتلونکې په اړه د مصرف کوونکو انديښنه،د تولیداتو په قیمتونو کې لوړوالی چي په لګښت باندي مستقیم تاثیر لري د ددغي سوداګریزي جګړې تاثیرات دي.

د نړۍ د لويو اقتصادي قدرتونو په اقتصادي وده کې کموالی :

د نړۍ د اکثرو پرمختللو او پرمختګ په حال کې هیوادونو اقتصادي وده په کمیدو ده، د راتلوونکې کال لپاره د هالینډ اقتصادي وده ۱.۴٪ آټکل شوي ده، جرمني د بحران په لور روان دی او اقتصاد يي په دویمه ربعه کې ۰.۱٪ کم شو،د امریکا اقتصادي وده د ۳.۱٪ څخه ۲.۱ ته ټيټه شوه دا په داسی حال کې چي امریکا متحده آیالات د نړۍ د GDP  ۲۴٪ تشکیلوي. انګلستان چي د اروپايې اتحادي په کشالي کې بند پاتي دی د ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسي تر ټولو کم اقتصادي وده درلوده. اروپايي کمیسون د اروپا لپاره په مۍ میاشت کې ۱.۸٪ اقتصاده وده اود راتلوونکې کال لپاره ۱.۲٪ وده آټکل کړي ده. د آسیا په وچه کې چين د یو کال راهیسي د امریکا سره په سوداګریزه جګړه بوخت دی ، چي په اقتصاد يي ښورا اغیزه لویدلي ده په دویمه ربعه کې يي د GDP  وده ۶.۲٪وه چي دا د دري لسیزو په موده کې تر ټولو ټيټه کچه ده، چین د نړۍ دویم ستر اقتصاد دی د نړۍ د GDP ۱۵.۴ ٪ تشکيلوي. د هند اقتصادي وده د شپږو کالو په موده کې تر ټولو ټيټي کچي ته راوغورزیده چي ۵٪ وه، سره ددي چي هند غواړي خپل اقتصاد د ۲۰۲۴ کال پوري ۵ ټريلیون ډالرو ته لوړ کړي چي اوس ۲.۷ ټریلیون ډالره مجموعي قیمت لري، خو دغه هدف ته د رسیدلو لپاره هند باید هر کال ۹٪ اقتصادي وده ولري.

  Yield Curve يا د حاصل منحني 

 Yield Curve  دهغه منحني څخه عبارت دی چي د پور پواسطه د اخستل شوي سود اندازه پري معلوميږي ددغي منحني په افقي خط د پور موده او په عمودي خط باندي د پورسود اندازه کیږي لکه په لاندي شکل کې ښودل شوی دی ، په لاندي منحني کې لیدل کیږي چي د امریکا د خزاني بانډونو څخه د ترلاسه کیدلو سود کچه دوخت په زیاتیدلو سره لوړیږي ، چي په ۲/۱۲/۲۰۱۸ کال يي د حاصل کچه د ۳۰ کلونو لپاره ۲.۵٪ څخه یو څه اندازه لوړه ده ، خو ددی کال د اګست په میاشت کې يي  د اوږدي مودي لپاره د حاصل اندازه کمه شوي ده، چي دغه منحني ته Inverted Yield Curve وايي یعني په دي معنی چي د وخت په ډیرو سره د سود اندازه کمیږي حال دا چي باید زیاته شي ځکه د اوږدي مودي لپاره پور ورکول زیات خطرناک دي په نسبت د لږي مودي لپاره ، هغه څه چي د سرمایه ګزارانو لپاره د انديښني وړ دي هغه دادي چي د ۱۹۵۵ ميلادي کال راهيسي تر اوسه د هر بحران څخه د مخه دغه منحني خپل مسیر بدل کړی دی.

 په یو باوري اقتصادي حالت کې عموما د اوږدي مودي بانډونو باندي د سود کچه زیاته وي او د کوچني مودي لپاره کمه وي،ځکه د اوږدي مودي پور خطر زیات وي او همدارنګه سرمایه ګزاران مجبور دي د زیات وخت لپاره خپلي پیسي بندي کړي خو د لنډي مودي پور کمي قربانۍ ورکولو ته ضرورت لري نو له دي امله د اوږدي مودي بانډونو د سود کچه زیاته وي په امریکا متحده ایالاتو کې اوږده موده ۳۰ کاله ده.په اوس وخت کې دغه منحني هغه شکل غوره کړی کوم چی دهر بحران څخه دمخه وي یعني Inverted Yield Curve  یا د حاصل نسکوره منحني شکل يي غوره کړی.

نور عوامل چي د بحران د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي عبارت دي له د سود د کچي لوړوالی چي په نتیجه کې د روپو جریان کمیږي او د سرمایه ګزارۍ کچه هم کمیږي، د انفلاسیون لوړوالی یعني په عمومي ډول د شیانو او خدماتو په بیه کې لوړوالی چي ورسره د پیسو ارزښت کمیږي، همدارنګه د مصرف کوونکو له خوا د مصرف کموالی هم د بحران د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي په اوس وخت کې په اکثرو هیوادونو کې عام خلک خپل مصرف کم کړی دی چي دا بیا په اقتصاد باندي مستقیما منفي اغیز لري. Brexit یا د ارويايي اتحاديې څخه د انګلستان وتل او نور سیاسي او جغرافيوي ستونزي نړیوال اقتصادي ودي ته خڼدونه جوړولی شي.

څنګه د بحران څخه اقتصاد ژغورلی شو؟

څرنګه چي مو مخکې د اقتصادي بحران د رامنځ کیدو په سببونو باندي رڼا واچوله نو ویلی شو چي د مخنیوي لپاره هم باید ددغه ډول پالیسیو څخه کار واخلو چي دغه عوامل د منځه یوسي مثلا د سود په کچه کې کموالی چي په وروستیو کې دامریکا متحده آیالاتو ،روسیې ، ترکې ، کوریا ، اروپايي هیوادونو دسود اندازه کمه کړي ترڅو د اقتصادي ودي لپاره مصرف او سرمایه ګزاري تشویق کړي، په اقتصادي برخه او سوداګرۍ برخه کې نړیواله همکاري او د سوداګرادۍ د خڼدونو له منځه وړل،او  د انفلاسیون د لوړي کچي کنترولول او داسي نور.

Leave A Reply