سوځېدلې سیاسي مهرې او تکراري خبرې /خالد سنګر

0 394

یو شمېر بې واکه او بې صلاحیته شوي جهادي قوماندانان، چې د هېواد د نورو ولایتونو ځینې قومي اشخاص هم ورسره د خپلو ګټو د ساتلو لپاره سر خوځوي، تېره ورځ یو ځل بیا په هرات کې د اسماعیل خان په کور کې راڅرګند شول او د ځینو تکراري موضوعاتو په یادولو سره یې د تېرو لسیزو په څېر یو ځل بیا د افغان ولس سترګو ته د خاورو شیندلو هڅه وکړه.

که څه هم د ولسمشر غني ځیرک سیاست په تېرو پینځو کلونو کې دغه قوماندان نه یوازې دا، چې بې واکه او بې صلاحیته کړل، بلکې له ډېرو هغو غیر قانوني سرچینو یې د دوی لاسونه لنډ کړل، چې ښاغلي حامد کرزي د دوی د چاغېدو لپاره له کوم قید او شرطه او حکومت ته د کومې ګټې رسېدو پرته دوی ته په واک کې ورکړي وو.

په دې جهادي قوماندانانو کې اکثریت یې د شمالي ټلوالې او نورو جهادي ګوندونو خلک دي، چې د هېواد په شمال کې د قومونو تر منځ د نفاق تخم شیندلو، وژنو، زورواکۍ، غصب، فساد، انساني قاچاق، د غیر قانوني وسله والو ډلو ملاتړ او سمبالښت کې پراخ لاس لري. د دې تر څنګ یې تر ډېره په ملي مسایلو کې مخالف نظر وړاندې کړی او د ملي ګټو پر وړاندې یې ډېر زیات خنډونه رامنځته کړي دي. د هېواد ټول شمالي ولایتونه له کلونو راهیسې د دغو اشخاصو په ولکه کې دي او خلک یې همېشه خپلو ناوړو موخو ته د رسېدو لپاره په خپله ګټه کارولي او د ګټې پر ځای یې زیانونه وراړولي دي.

دوی په خپله نوې راټولېدنه کې بیا د ملت د غوښتنې پر مخالف جهت او د هېواد د بیا ورانېدو پر شرط یانې د موقت حکومت په رامنځته کېدو خبرې کړي او د دښمن ژرندې ته یې اوبه وراچولي. د موقت حکومت غوښتنه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو هیله ده، ځکه موقت حکومت د واک خلا رامنځته کوي او دښمن کولای شي چې په اسانه اوبه خړې او ماهیان پکې ونیسي. افغانان د موقت حکومت تجربه لري او بیا به هیڅ کله دې ته زړه ښه نه کړي، چې بې کوره، بې وطنه او آواره شي. د موقت حکومت په غوښتنه کې یوازې د همدغو سوځېدلو سیاسي مهرو ګټې نغښتې دي او غواړي یو ځل بیا له دې تورې لارې د افغانستان د ګاونډیو دښمنو هېوادونو پر مټ دې شومې موخې ته ورسېږي.

دا جهادي قوماندان، چې د کرزې د حکومت له پیله یې ډېره غیر قانوني شتمني او واک موندلی و، د ولسمشر غني په واک ته رسېدو سره یې تر ډېره زورواکي او وسله والې ډلې کمزورې شوې او له تور بازار څخه تر لاسه شوې شتمنۍ یې په کور دننه او بهرنیو بانکونو کې کنګل شوې. په ځلونو ځلونو یې د ولسمشر غني پر وړاندې ایتلافونه او شوراګانې جوړې کړې، خو دا چې هر یو واک ته د رسېدو تندې اخیستی و او په دوی کې د بې باورۍ فضا له پخوا حاکمه وه، یاد ایتلافونه او شوراګانې یې ډېر دوام ته پرېنښودې او په لنډه موده کې سره وپاشل شوې.

عطا محمد نور چې ځان یې د شمال امپراطور باله او تل یې د حکومت د پرمختګونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي د همدغو ایتلافونو له فعالو غړو څخه و، څو ځل یې ولسمشر سره ټکرونه راغلي، خو د خپل ناکام او قومي سیاست له کبله یې ماتې خوړلي او اوسمهال یې تر ډېره په شمال کې خپل حیثیت له لاسه ورکړی دی. ده د بلخ ولایت د پرېښودو په بدل کې د نړۍ نیم سفارتونه، قونسلګرۍ، څو ولایتونه او ریاستونه غوښتل، خو غني ورسره داسې سیاست ولوباوه، چې پرته له کوم امتیاز ورکول یې منزوي او تس نس کړ.

د دوی د نوي ایتلاف نور غړي لکه اسماعیل خان، چې د کرزي د وخت تر ټول زیات مفسد وزیر و، یونس قانوني، چې پر یوه مشخص قوم یې د امریکایانو د غټو غټو بمونو د غورځولو غوښتنه کوله په ټولنه کې بدنام او باور بایللي خلک دي.

دوی د تېر په څېر په خپله هره ناسته کې هغه مسایل بیانوي، چې د ولس او وطن په خیر نه دي او په ځلونو ځلونو پرې بحث شوی. دا مسایل یوازې د وخت ضایع او د ولس غولونه ده. دوی کومه ځانګړې او د پام وړ طرحه نه لري، بلکې په خپلو سولېدلو څېرو او تکراري خبرو ځان او خلک غولوي. د هیچا نه یادېږي، چې د وطن په خیر یې کومه نوې خبره کړې وي او یا یې د شته ستونزو د حل لپاره یوه اغېزناکه طرحه وړاندې کړې وي.

دا اشخاص د افغانستان د تاریخ تر ټولو سولېدلې، سوځېدلې او له کاره لوېدلې مهرې دي، چې خپل وخت یوازې په تکراري خبرو تېروي او د هېواد او ولس د روښانه راتلونکي لپاره کومه کړنلاره نه لري، هر ګام یې د شخصي او قومي ګټو د خونديتوب لپاره دی او د خلکو له غمه مړه نه دي.

افغانانو هم اوس دغه تورې او منحوسې څېرې پېژندلې دي نه یوازې دا چې په خبرو یې نه غولېږي، ایتلافونو، غونډو او شوراګانو ته یې د توت ارزښت هم نه ورکوي او حتی ماشومان یې پر کړنو او منفي سیاسي فعالیتونو پورې خاندي. متل دی وایي (ازموده را ازمودن خطاست) دا خلک ازمویل شوي او ملت او وطن ته په حساب ورکولو کې یې له سلو صفر وړی نور نه شي او ملت به د بیا ازمویلو فرصت ور نه کړي. دوی ته یوازیني لار دا ده، چې یا د ملت او وطن د خیر لپاره مټې رابډوهي سم خلک شي او یا هم دا وطن پرېږدي. خو د وطن پرېښودو پر ځای ورته دا غوره ده، چې سم خلک شي او له وطن ورانونکو کړنو لاس په سر شي.

Leave A Reply