ټاکنې د افغانستان د ژوند او مرګ خبره ده/ محمد اکبر پیمان

0 307

د هیواد سیاسي حالت کړکېچني خوا ته روان دې او هیواد د ژوند او مرګ په پوله ولاړ دې.  ټاکنیز ټیمونه په دې مرحله کې زښته زیات او سره ویشل شوې، خو دا خبره له امکانه لري نه ده چې ځینې ټیمونه به له غټو ټیمونو سره یو شي . لکه څنګه چې مو پورته اشاره وکړه د ا ځل ټاکنې د هیواد د ژوند او مرګ په معنا دې ځکه نو موږ د هیواد د اوسېدونکو په توګه ايماني او انساني  وظیفه لرو چې خپل انتخاب په ډېر غور سره وکړو.

بهرنۍ استخباراتي ادارې په دې هڅه کې دي چې په ټاکنو کې داسې  کسان بریالي کړي چې د دوی روا او ناروا ګټې وساتي. موږ په دې ښه پوهېږو چې زموږ ګاونډي هیوادونه تر روا ګټو زیات د ناروا ګټو د ساتلو په لټه کې دي. د هیواد د اقتصاد قوي کېدل د ګاونډیو هیوادونو  اقتصاد ته خطرناک بلل کېږي، د اوبو مهارول په ګاونډیو هیوادونو کې د وچکالۍ معنا ورکوي (موږ مجبور شو د ګاونډیو هیوادونو د مزاحمت او لارې نه را کولو له کبله هوایي دهلیزونه جوړ کړو چې دا کار ډېر ګران هم دی). که څه هم ولسمشر په کراتو مراتو دې هیوادونو ته وړاندیز کړی دی چې را شئ په اقتصادي چارو کې معقوله سیالي وکړئ، را شئ ازاد تجارت وکړو، راځئ چې لارې پرانیزو خو چا یې خبرو ته غوږ ونه نیوی. یو مثال یې د وآګې بندر ته د ځمکې لار ده چې پاکستان د افغان تجارتي توکو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي خو خپل ځانته حق ورکوي چې د افغانستان له لارې منځنۍ  آسیا ته تجارت وکړي، دلیل يې همدا دی چې وایي چې موږ زورور یو او ځانته دا د ناروا او نا قانونه کارونو د کولو حق ورکوو. دا چې دوی ولې زورور دي، خبره ښکاره ده، ځکه چې موږ کمزوري یو دا موږ بیا ولې کمزوري یو ځکه چې اتفاق نه لرو ، سره وېشلې یو او د عقل د کموالي له ستونزې سره مخ یو. موږ ته ورور وژنه جنت ته د ننوتلو اصلي کیلي ښکاري. دا خیالي کېلي زموږ په ذهن کې په کور د ننه دښمن او د کور د باندې دښمن په ایران او پاکستان کې ناست د جهاد ټېکه دارانو جوړه کړې ده. زموږ د جومات ملا په دې عقیده دی چې جهاد تر قیامته نه خلاصېږي، ځکه خو ښاغلي حکمتیار نغمه سنګر ته استوي او دا انسان وژنه به د ده تر مرګه دوام کوي. دا ډول فکر چې د خداى په نامه د خدای د مخلوق سر پرېکوي- تر څو د خدای بادشاهي وساتي – دا څرګندوي چې د دې خلکو دماغ سمه وده نه ده کړې او دا خلک خپل جنون ته د عقیدې نوم ورکوي. زه په دې ایمان لرم چې خدای زښته لوی دی او هغه د بادشاهي ساتل زموږ عاجزو بندګانو تر وس لوړه خبره ده. تیره ورځ د شهید د جعلي جوړې شوې ورځې په نامه په کابل  ښار کې چې کوم انډو خر روان وو فکر نه کوم چې د اسلام د مخه دوره کي ابو لهب او ابو جهل داسې کارونه کړي وي. د ښوونځى د زده کوونکي په مخونو تیزاب شیندل، د ځانمرګو حملو توجیه کول، او د کابل د قصاب په لقب فخر کول هغه خبرې دي چې زموږ د ګاونډیو له ماغزو خو زموږ د کورنیو دښمنانو له خولو را وځي. او زموږ ګاونډی هیوادونه همدا کسان د ارګ په چوکۍ کېنول غواړي. دې کسانو له قاتلانو او وژونکو څخه اتلان جوړ کړي دي په کابل او ولایتونو کي يې سړکونه او پوهنتونه په نامه شوي دي او اوس غواړي څو لسیزې نور هم د دې خلکو په سر کې مېخونه ټک وهي، چور او تالان ته دوام ورکړي، د ګاونډیو هیوادونو پروژې عملي او ملت د غم په ټغر کښینوي.

د ملت له ازلي دښمنانو سره درېدل او د هغوی په لاره تلل له خدای سره د ښکاره دښمنۍ په معنا ده. ځکه هغوی چې د خدای په ځمکه کې فساد خپروي، بې ګناه انسانان قتلوي، لارې او سرکونه ورانوي په قران کې ورته ډېره سخته جزا ټاکل شوې ده. دې کسانو نه یوازې له سړیتوب سره جفا کړې ده بلکې د خدای د قانون او دین د بدنامۍ له پاره يې هم مټي را نغښتي دي. ښه مثال یې د خدای د دین د ساتلو په نامه د خدای د مخلوق وژل دي.

په هوايي بمبارۍ کې په لوی لاس د بې ګناه خلکو وژل هم د دې پروګرام یوه برخه ده. ولسمشر په کراتو مراتو له هوايي ځواکونو وغوښتل چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي خو چا يې په خبره غوږ ونه ګراوه. داسې ښکارې چې په وسله وال پوځ کې نه یوازې د طالبانو نفوذي کسان ننوتلي دي بلکې د پخوانو مجاهدینو او مافیايي ډلو ټــپلو خلک هم موجود دي، چې په یو نه یو ډول غواړي دولت بدنام د خلکو او ولس تر منځ واټن را منځ ته کړي.  تر ټولو لا بده خبره خو دا ده چې ځینې کسان غواړي خپل تربور، کلیوال او یا بل څوک چې ورسره ستونزه لرې، دولتي اورګانونو ته غلط راپورونه ورکوي او دا کسان ورباندې له منځه وړي. او د ملکي تلفاتو یوه لویه برخه له همدې کبله را منځ ته کېږې. په وسله وال پوځ کې دا کسان د ګاونډیو هیوادنو او په کور د ننه لوټ مارانو پاخه جاسوسان دي.

  دا کسان د دین په نامه دا بې سواده ولس غولوي او د خیالي جنت دروازې ورته پرانیزي، او د همدې ولس قتل عام ته لاره هواروي. دې کسانو نه یوازې په ټوله نړۍ کي  اسلام بدنام کړ بلکې په کور دننه هم قومي تعصباتو ته لمن وهي. تاریخي مسلې را پورته کوي او ولس نور هم سره وېشي. زموږ ځینې خلک اوس هم دومره ساده دي چې خپل دوست او دښمن نه پېژني، ځکه نو ځنې يې تر اوسه د دې داړه مارانو په خبرو تیروځي. خلکو ته فکر کول په کار دي، څوک ستاسي سوداګریزو توکو ته بازار پیدا کوي، څوک تاسي ستاسي د ازلي دښمنانو له محتاجۍ خلاصوي، څوک ستاسي د خدمت کولو وړتیا لري او څوک ستاسي په غم شریک دي. که انسان خپل عقل وکاروي دا کسان له ورایه ښکاري، او ټاکل يي بیا په تاسې پورې اړه لرې.

د ملت شعـور د راويښېدو په حال کې ښکاري، ځکه څلور کاله مخکې  يې د پوهنتون یو پروفیسر خپل مشر انتخاب کړ، تر ارګه يې و رساوه  او غلو او لوټ مارانو ته يې اجازه ورنه کړه چې بیا د دوی په سر معامله وکړي. د ولس یوه لویه برخه له قومي او ژبنيو تعصباتو خلاصه ښکاري د قوم او ژبې لپاره رایه نه ورکوي بلکې د ټاکنیزو ټیمونو پروګرامونو ته ګوري او بیا رایه ورکوي.

د سپټمبر ۲۱ کال ۲۰۱۹

Leave A Reply