د واک روحاني نارسیزم او جمهوریت

0 304

احمدولي نعیمي-

انګرېز چي هند ته قدم کېښود ورسره يې داسي یوه طرحه د سنتي ټولنو لپاره راوړه چي خاصه نښه یې امت مسلمه وه. دوی چي غوښتل د منځنۍ اسیا په هیوادونو خپل راج وچلوي نو ددې لپاره یې اول کار دا وکړ چي مذهبي افراط رامنځته کړي او د دې ټولنو له خلکو څخه په دې ډول د ژوند مادي اړخ واخلي او د نوښتونو باب ورته پرمخ وتړي.

دا پلان یې په دومره عالي ډول په مسلمانانو کي رشد وکړ چي ټول د تقدس په معنویت کي دومره ژور ولاړه چي د وخت او زمان د غوښتونو سره یې هیڅ مادي نوښت او اسانتیا په اړه فکر ونه کړ. د ژوند ټوله دایره ورته دا سوه چي د مرګ څخه وروسته حالت ته ګټه ورسوي او د دنیا څخه یې سکوت اختیار کړ. بل کار یې دا وو چي خپل په سیال او تر واک لاندي سیمه کي هيڅ داسي شخص او فکر ته اجازه ورنکړي چي د ژوندانه د پرمختګ لپاره ګام پورته کړي. د افغانستان معاصر تاریخ له دې پېښو ډک دی چي د (شاه شجاع) له وخته څرګند واقعیتونه وینو. کله چي وخت د غازي امان الله خان واک ته رارسیږي هغه ازادي اخلي او بیا کومي ننګوني چي په مخ کي ورته راځي هغه ته دومره سخته تمامه سوه ځکه چي دې ټولو ننګونو خورا تجربه درلوده او د تقدس په دایره کي یې هم خلکو ته دومره ارزښت درلود چي هر څه یې پر شا واړول.

دا هغه وخت وه چي روحانیونو د سلو کلونو په شواخوا کي په دې برخه کي په ونډه او واک کي پاته سوي وه او که کوم امتیاز او حرکت چي د دوی سره شریک سوی نه وای هغه ته بیا بېلابېل توجیهات جوړېدل. روحاني سیاست او متیازات دومره اوج ته رسېدلي وه چي اخر دې ته په دین کي یو اصلي مقام د دوی لخوا ورکړل سو.

د بېسوادي ټولني یو عمده مشکل هم همداسو چي د ژوند هره فیصله او کار یې د دوی په مشوره کول. دا کار هم د مذهب په دایره کي شامل سو او تر ټولو لوی غم خو دا وو چي د کلتور په دایره کي یې هم لومړی مقام ترلاسه کړ. د تیري یوې پېړۍ له وخته بیا تر اوسه د افغانستان هر متمدن او پرمختیايي کار د افغانستان د سیال او لومړنیو رقیبانو لخوا نه دي پرېښودل سوی او په هر ډول چي کیږي د تقدس له ادرسه یو توجیه ورته پیداکوي او بیا مذهبي افراطیون چي په ښه سم پروسیجر تربیه سوي د تشدد تر حده یې مخنیوی کوي.

د افغان وطن هغه بادشاهان او ولسمشران چي هڅه یې کوله په کم وخت او لږو امکاناتو سره د وطن هر ارزښت وساتي او د انساني ژوند لومړنۍ اړتیاوي پوره کړي، هغوی په دې سپېڅلې اراده کي سره له ډېرو هڅو بیا هم نه دي پرېښودل سوي چي افغان انسان ته سالم ژوند برابر کړي. خبره چي د جمهوریت راسي او بیا د جمهوریت په کیفیت او فضیلت سره ټول پخواني، کلیشه یي، روحاني، قومي، ژبني او پردي ګټي سیاستونه ماتیږي نو د هغوی زړه به څنګه نه چوی چي له پېړۍ راهیسي یې دې ته کار، مصرف او دوام ورکړی وو او اوس یې همدا ګټي په خطر کي لویږي. د وطن لپاره چي هر نوی کار پيلیږي او ثبات ته یې رسوي هغه په اول ځل د هغوی لخوا د ماتي سره مخ کوي چي د تقدس له ادرسه یې کلونه کلونه د نورو لپاره کار کړی او ګټه یې ور رسولې.

کله چي ملتونه بار بار مات سي بیا داسي یو وخت راځي چي یو طبقه پيداکيږي چي هم له سر او مال څخه تېر وي چي ددې وطن هر ارزښت او ګټه خپل د ژوند لومړیتوب ګڼي. کله چي کلونه کلونه یوه ډله چي د مذهب تر نامه لاندي خپل شوم سیاسي راج چلوي او بیا سخت دریځه انسانان له ځان څخه جوړ کړي، هغوی دومره بیا د ځانځاني په حد کي راګیر سي چي که یې ماشوم هم د توقع خلاف خبره وکړي عکس العمل یې تشدد وي. نارسیسیزم د ټولني ډېر سخت حالت دی او بیا کله چي روحاني سي، هغه بیا یوازي یو شي ته فکر کوي، د مقابل وژل! روحاني نارسیسزم (نرګیست) په تېرو څو کلونو کي دومره بار بار وځپل سو او مات سو چي اوس یې هیڅ زړه نه مني چي په ارامه دي کښېني. ددې ملت هغه په وینو لړلی تاریخ پیاد دی، چي ددې غریب وطن ټول د کور سامان کباړ سو او تور دوښمن ته یې په خندا او تحفه کي ورکړ.

دا ملت اوس هم حافظه لري چي پردي ګټو خلکو به د لومړي ولسمشر په وړاندي د پردیو ارمانونه پوره کول او ویل به یې (داود خان کافر دی او د جمهوریت کفر دی!). اوس هم هغه د تاریخ توره ورځ ددې ملت په یاد ده چي ولسمشر (شهید نجیب) به ددې وطن د بقا په خاطر زارۍ ورته کولې چي راسئ په یوه کمبله کښېنو وطن به جوړ کو په پردیو یې مه پلورئ دا قیمت بیا نه سي ادا کېدلای. د مذهب په نوم ناولو سیاسیونو به ویل (چي یوه ورځ هم نه جمهوریت منو، نه نجیب او نه موږ د جهاد لاره پرېږدو!).

یوه محاسبه که وکړو، هغه دا چي دا دریم ځل دی چي د جمهوریت په وړاندي هماغه زاړه ناروا سیاسیون ټاپې لګوي او خپل روبوټ پلویان په احساساتو راولي. لومړی ځل یې د شهید داود خان په وړاندي د جمهوریت سره جنګ اعلان، دوهم ځل یې د شهید ډاکټر نجیب په وړاندي او اوس دادی دریم ځل د ولسمشر غني په وړاندي ولاړ دي.

یو د خندا او د حیف وړ پاراډاکس خو دادی چي شهید ډاکتر نجیب به زارۍ ورته کولې چي راسئ جنګ پرېږدئ او ټاکني راسره وکئ، دوی به ویل دا کفر دی. اوس دادی خپله د ټاکنو لا لارې واک غواړي او په عین وخت غواړي چي د درغلۍ نوم ورکړي. سره له دې لا شرم هم نه لري که واک ورنکړل سي بیا به سنګر ته خیژي او دا د ملت د بقا لار ښیي.

دوی ته په خطاب کي یو وخت یو لېوني شاعر څه ښه ویلي:

چي دي وس د بدو نه وي، څه به ته څه به دي ښه وي

توبه هله د شرابو چي شراب درته پراته وي

Leave A Reply