د حکومت ضد ښکاره او پټې دسیسې

0 261

محمد الیاس سعیدي-

په ۲۰۱۴ کال کې ټاکنو کمېسیون ته وویل، د ټاکنو ګټوونکی اعلان نه کړې، چې هېواد بحران ته ځي او وضعیت خرابېږي. د جمعیت په لومه کې راګیر زعامت دومره وېرېدلی و، چې له یوه خپلواک ارګان څخه یې د هغه خپلواکي سلب کړه او برخه په راڼه میدان کېښودل شوه، چې مدعیان ترې خپله برخه پورته کړي. څوک نو کمه اخلي؟

جنجالونو خلک زړه توري کړل او هېواد واقعاً بحراني حالت سره مخ شو. ملي وحدت حکومت جوړ شو او له هماغه ورځې چې محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه پر ضد یې تبلیغات پیل شول. د دغو تبلیغاتو لویه برخه د کرزي تبلیغاتي شبکې پر مخ یوړه او د بیان ازادۍ تر عنوان لاندې دریځ یې ان ځینې وخت طالبانو ته هم د برئت ورکولو هڅې هم وکړې.

په رسنیو کې په نوم سیاستوال او شنوونکي کېناستل او ټولو همدا ویل، چې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت به تر شپږو میاشتو زیات دوام ونه کړي او نن دی که سبا دی سقوط کېږي. خو افغانستان سقوط نشو او هغه دی حکومت پنځه کاله هم پوره کړل.

د همدې جنجالونو او تورونو په منځ کې د تبلیغاتي شبکې د تورونو او دسیسو څپه پیل شوه. هغوی چې له نظام څخه بې برخې پاتې وو شور پیل کړ. د بېلګې په توګه اوسني پارلماني وزیر فاروق وردګ د ډیورنډ پر سر د معاملې دسیسه راپورته کړه. خپلې مرمۍ یې وډزولې، خو کومه ده معامله او کوم دي هغه ۷۰ میلیون ډالر؟

که په ډیورنډ معامله شوې وای، خو کوم رسمي سند خو به یې وای او هغه دی څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزير په څرګندو الفاظو وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله نشته، يوازې يوه کرښه ده چې انګرېزانو کش کړې. اوس دې نو هغه د ۷۰ میلیون ډالرو والا زهر وخوري.

د دسیسو دا بازار لا ختم نه و، چې کرزي د لویې جرګې او لنډمهالي حکومت جوړولو مرموزه شبکه فعاله کړه. په ښار کې د لویې جرګې د رابللو لوحې ولګول شوې، تبلیغات وشول او ډرامې جوړې شوې، چې دا حکومت خپله قانوني دوره نشي پوره کولی، صلاحیتونه نه لري او دا او هغه. د کرزي ددې دسیسې لپاره مشخصې رسنۍ وګمارل شوې او هر ماښام به یې خبري بولټونونو کې د لویې جرګې د رابللو خبرونه جوړول، خو دا دسیسه هم ناکامه او ارماني خوب پاتې شوه.

دا دسیسې لا ختمې نه وې، چې حکومت ورو، ورو د ځان په سمبالولو لګیا شو. له زورواکو سره حساب کتاب پیل شو، څوک ونیول شول او په چا چیغې پورته شوې. یوه بله مرموزه شبکه راپورته شوه او د قومي او سمتي تصفیې تورونه یې ولګول، خو په تاکتیکي او پلاني ډول هر څه داسې مخته ولاړل، چې نن ډېری هغه زورواکي یوازې له ولسمشر سره د یوې لیدنې ارماني دي، خو ورته وخت نشته.

دا ډول نورې وړې او لویې دسیسې له یوې ګرمې او شدیدې جګړې سره هممهاله روانې وې. طالبانو عملاً په دوو سیاسي جغرافیو د افغانستان د وېش پلانونه جوړ کړل او په توده جګړه کې یې په لویو ولایتونو پراخ بریدونه وکړل. حکومت بریدونه په شا وتمبول، خو په خورا زیاتو تلفاتو. په همدې منځ کې ناځوانه سیاستمدارانو په دغسې حساس وضعیت کې ددې پر ځای چې د حکومت ملا ورتړلې وای طالبانو ته د برئت ورکولو لوبه پیل کړه. پخواني ولسمشر کرزي په ښکاره وویل: ((څه پروا کوي، طالبان هم ددې خاورې خلک دي، خیر دی که یې یوه ولسوالۍ یا ولایت ونیوه!)) د افغانستان د وسله والو ځواکونو د پخواني اعلی سرقوماندان په توګه کرزی باید د ده د حکمرانۍ پر مهال د شهیدو شویو سرتېرو ځواب ووایي، چې که طالب په حقه دی، نو ولې یې پخپله قومانده د هغوی پر ضد سنګرونو ته استول او که پرون په حقه نه وو، نو نن ولې په حقه دي؟

په دې منځ کې د سولې خبرې ګرمې شوې او د امریکا او طالبانو ترمنځ په مبهمو مذاکراتو افغان حکومت انتقاد وکړ، خو د کرزي په مشرۍ د څلوېښتو سیاستوالو ډله پخپل لاس د جوړ کړي حکومت د کمزوري کولو لپاره کله مسکو او کله قطر ته ورمنډې کړې. د ګاونډیو هېوادونو په تاریخ کې دا شته، چې سیاستوال یې په بهرني سیاست کې د خپل حکومت پر ضد ودرېږي؟ دا خو بیخي نشته چې یو څوک په افغانستان کې د نیم ځواکه ولسواکۍ نظام د جوړولو امتیاز اخلي، خو بېرته د هماغه نظام پر ضد درېږي.

هغه کرزی چې د ده د حکومت پر ضد یې د ۱۳۹۱ کال په ژمي کې د فرانسې په شانتیلي کې د سیاستوالو غونډه له افغان حکومت سره موازي بلله، د مسکو غونډه ورته ولې موازي نه وه؟ د حکومت د چپه کولو یوه بله دسیسه وه، خو ناکامه شوه.

په دې منځ کې د وزیر اکبر خان په مېلمستونونو کې د موقت او انتقالي حکومت د مبهمو طرحو په خاکو هم کار وشو، خو ولسمشر غني یې پر وړاندې ودرېد. تر وروستۍ ورځې د ټاکنو ضد دریځ ونیول شو، د سولې په نوم د معامله ګرۍ پټې دسیسې رد و بدل شوې او کرزي تر خپلې چپنې لاندې ټول کله په یوه هېواد او کله په بل هېواد وګرځول، خو ټاکنو خاکې هماغسې خاکې پاتې کړې.

ددې ټولو پایله دوه خبرې کېږي. یو دا چې یو شمېر کړیو په یوه وخت د افغانستان له ښکاره دښمنانو سره په یوه مسیر حرکت وکړ او د افغانستان نیم ځواکه نظام یې له سختو کړاونو سره مخ کړ، خو د ښکاره هغو په څېر دوی هم ناکامه پاتې شول.

دویم، اوس چې ټاکنې تېرې شوې، ټاکنو کمېسیون به په نږدې راتلونکي کې نوی زعامت اعلانوي او اوس کمپاین ته هم حاجت نشته، نو زه کولای شم په جرئت د ولسمشر غني په تېر ماموریت کره کتنه وکړم او ووایم؛ همدې سړي په یوه وخت د کورنیو او بهرنیو دسیسو مخه په کامیابۍ ونیوه او په محدودو امکاناتو یې مخ پر وړاندې حرکت وکړ. که بیا ولسمشر شو په راتلونکې کې به یې دا حرکت تر پخوا ښه وکړي، انشاء الله!

اوس به ولس ته معلومه شوي وي، چې پرون څوک په حقه وو او څوک ناحقه؟! دا ټول د څه لپاره وشول او ولې وشول؟! د واک تنده سړی له دغسې پوښتنو سره کوي او هغوی چې ورته ځواب نه لري، تل به تاریخ ته ټیټ سري وي!

Leave A Reply