ولې دري ژبې ته فارسي هم وايي؟

0 354

ليکوال: ډاکتر نوراحمد خالدي

ژباړن: تمهيد سيلاني 

هغه څه چې نن يې موږ د دري، فارسي دري او ياهم  يوازې د فارسي ژبې په توګه پېژنو، دفارس د خلکو اصلي ژبه نه ده، بلکې زموږ د خلکو ژبه ده، چې مخکې له اسلام څخه موجوده وه او وروسته له اسلامه يې دعربي ليکدود په منلو سره ، پرمختګ کړی او له دې ځايه سلګونه کلونه وروسته فارس ته خپره شوې ده، چې د سعدي او حافظ په ګډون د ايران د وګړو ژبه ګرځېدلې ده. نو ولې د فارسي په نامه پېژندل شوې ده؟

په يوه ويډيو کې  چې حجم يې ډېر دی او و مې نشو کولی چې دلته يې را واخلم، يو پېژندل شوي ايراني ژبپوه ( محمد حيدري ملايري) د ايلامي، پارتي، پهلوي او دري ژبو په هکله خبرې کړي، د استاد ملايري او نورو سرچينو له توضيحاتو کولی شو داسې پايلې ته ورسېږو:

  • د هخامنشيانو (۵۵۰- ۳۳۰ ق.م) د امپراتوۍ رسمي ژبه ديلمي يا ايلامي وه.

 

  • د اشکانيانو ( ۲۴۷ ق.م تر ۲۲۴ وروسته له ميلاده ) رسمي ژبه پارتي يا ( پهلوي اشکاني ) وه، هغوی له پارت ( تر اسلام وروسته خراسان ) د کسپين بحيرې په ختيځ کې را پورته  شوي وو.

 

  • د ساسانيانو او له هغوی وروسته اشکانيانو( ۲۲۴ – ۶۵۱ تر وروستيو، له ميلاد وروسته ) چې په فارس يې حکومت وکړ، ژبه يې پهلوي وه.

 

  • پارتي دپارت وګړو ( د نني ايران د ختيخې سيمې ) او د  نني افغانستان د شمال لويديځو وګړو ژبه وه. پهلوي ژبه د ايران د لويديځ او نور و ډېرو سيمو ( فارس، آذربايجان ) د وګړو ژبه وه.

 

  • ساسانيانو ورو ورو پهلوي ژبه د پارتي ژبې ځايناستې کړه،

 

  • پهلوي او پارتي ژبې يو له بله توپير لري.

 

  • کله چې عربو مسلمانانو په عراق عجم ( ننی ايران پرته  له خراسانه ) يرغل وکړ، د هغې سيمې خلکو په پهلوي ژبه خبرې کولې .

 

  • دري ژبه له پهلوي ژبې وروسته نه وه، بلکې هماله له پهلوي ژبې سره موجوده وه او ورڅخه متاثره شوې ده.

 

  • د عربو د يرغل پر مهال د تخارستان، بلخ، ماورالنهر او خراسان د وګړو ژبه دري وه.

 

  • د عربو په راتګ سره د نني ايران وګړو خپله ژبه ( پهلوي ) ورو ورو له لاسه ورکړه او ورو ورو يې دري يا د بلخ، ماورالنهر او خراسان د وګړو ژبه خپله کړه.

 

  • د اليور په وينا بلخ، خراسان، او منځنۍ آسيا د نني فارسي دري د زېږېدو ځای دی.

 

  • دري ژبه په افغانستان کې  دځينو بومي ( کليوالي، محلي ) وګړو او  ټبرونو د پيوند ژبه وه، چې دپخوانيو اشکاني، تخاري، سغدي او پهلوي ژبو له ترکيب څخه را منځته شوې ده او د پېړيو په  اوږدو کې د سانسکرت، ترکي او عربي ژبې څخه بډايه شوې ده.

 

  • په باختر، خراسان او ماورالنهر کې د اسلام له پېژندلو وروسته دري ژبې د عربي رسم الخط خپل کړ او د ورځې په تېرېدو سره ورو ورو په ځانګړې  توګه د طاهريانو له دورې وروسته په دربارونو کې د عربي ژبې ځای د رسمي ژبې په توګه خپل کړ.

 

  •  دري ژبې زموږ په سيمه کې د بلوغ مراحل تر سره کړل، لومړني اديبانو او شاعرانو لکه: حنظله بادغيسي او رودکي سمرقندي په بلخ، خراسان او باختر کې ژوند کوو، خراساني سبک له درې سوه تر شپږ سوه کلونو  پورې په دې سيمه کې را منځته شو، له اسلام وروسته د دري ژبې لومړنی نظم و نثر په همدې سيمه کې را پيدا شو، ددې اثارو سبک ته خراساني ويل کيږي، نو خراساني سبک يعنې د دري ژبې د پخوانيو او لومړنيو اثارو سبک چې په ختيځ يا نني افغانستان، ماورالنهر يا هم منځنۍ آسيا کې را منځته شول. له تاريخي پلوه دا سبک د طاهريانو، صفاريانو، سامانيانو او غزنويانو دورې ( ۳ – ۶ لمريز ) را نغاړي.

 

  • لويديخ او سويل لويديځ، ترکيې او نني آذربايجان وعراق عجم ( ننی ايران ) ته د سلجوقيانو او خوارزمشاهيانو د واکنيو په  خپرېدو او ورتګ سره ورو ورو په هغو سيموکې د دري ژبې ادبيات خپاره شول او د خراساني سبک له پيل څخه درې سوه کاله وروسته عراقي سبک رامنځته شو. عراقي سبک ۷-۸-۹ پېړۍ را نغاړي، د ۷ پېړۍ  په پيل کې مغولانو په منځنۍ آسيا (ماور النهر)، باختر او خراسان يرغل وکړ، کومو پوهانو، علماوو او اديبانو چې له دې تاړاکه ځان روغ وويست، هغو سيمو ( اصفهان، شيرآز، بغداد) او نورو سيمو ته و تښتېدل چې د ددوی معنوي او مادي شتمنۍ پکې خوندي وې او همدارنګه د مغولانو له يرغل څخه په امن کې وو.

 

  • هغه څه چې نن يې موږ د دري، فارسي دري او ياهم  يوازې د فارسي ژبې په توګه پېژنو، دفارس د خلکو اصلي ژبه نه ده، بلکې زموږ د خلکو ژبه ده،نو ولې د فارسي په نامه پېژندل شوې ده؟ استاد ملايري د  فارسي نوم لامل د فارس د هخامنشيانو او ساسانيانو د واکمنيو پايښت په ختيځ يا بلخ، ماورالنهر او خراسان په سيمو کې همدارنګه د هغوی فرهنګي تاثيرات يې لامل ګڼي. ددې ترڅنګ د صفوي او افشاري واکمنيو تاثيرات هم د يادونې او ملاحظې وړ دي.
Leave A Reply