له پیښوریو ګیله / محمدنعمان دوست

0 322

موږ ټرک ته لارۍ وایو، ماشوم وم چې د ټرک لفظ مې په یوه سندره کې واوریده: (( زه یم د ټرک ډریور…)) هغه مهال د مهاجرت شپې ورځې وې او موږ د پیښور په تهکال کې اوسیدو.همدلته د ټرک په مانا پوه شوم او بیا چې به د تهکال پر سړک هره لارۍ تیریده ما ویل که د همدې سندرې سندربول پکې ناست دی. تر ډیره مې ورکتل.

هغه وخت دا سندره راته عادي وه. د وروستۍ کړۍ د مانا ژورو ته یې نشوم ښکته کیدای. هغه ویل: (( په خپله ژوند هم یو لوی سفر دی – دنیا کې هر څوک یو ډریور دی- د مرګ آډه باندې اخر به هم ودریږم زه – زه یم د ټرک ډریور…))

هو،

دا ډریور استاد هدایت الله و. (( ډیر ژړیدلی و، ډیر کړیدلی و)) او بالاخره له اوږده او له کړاوه ډک سفر وروسته د مرګ په اډه ودریده.

د هدایت الله ارام او له سوزه ډک غږ، د لوړ کلام انتخاب، د ښه کمپوز او ښې موسیقي ملتیا دا هنرمند له نورو ځانګړی کړی و. هغه وخت چې د استاد هدایت په څیر سندرغاړو دور و، ځوان نسل له ځان سره هندي سندرې نه زمزمه کولې. د همدوی کلامونه به یې د تنهايي ملګري و او د خپلې ژبې له سندرو یې خوند اخیسته.

خو دې قام له خپل دغه محبوب سندرغاړي سره، چې کابو نیمه پیړۍ یې خلکو ته ذهني سکون ورکړ، څه وکړل؟ هیڅ هم نه. حتی د جنازې کټ یې د څلور پنځو کسانو په بدرګه له کوره راووت.

سړی حیران شي، پښتون قام ولې داسې حرام نمکی دی؟ ټول عمر له ټوپک شکایت کوي؛ خو هغه څوک چې د ټوپک د بدرنګه او خونړي غږ په ځای ورته نرمې نغمې غږوي، بیا یې داسې بې قدره کړي.

دې قام باندې څه تندر پریوتی چې لر او بر په یوه مرض ککړ دي. ما اوریدلی و چې کله د تلپاتې ملي سندرو سندربول استاد اولمیر وفات شو، نو لوی کابل کې یې کوچني قبر ته ځای نه پیدا کیده. یو شاګرد یې په ژړا جسد مخاطب کړ او ورته ویل یې: استاده، تا خو ویل: دا مې د بابا وطن، دا مې د دادا وطن…. دا څنګه د دادا وطن دی چې څوک دې قبر ته ځای نه درکوي.

د پښتون قام نږدې د هر هنرمند د ژوند پای همداسې دردونکی وي. چې تر څو ژوندی وي خلک  ورته لاسونه پړکوي خو چې له کاره ولویږي بیا یې څوک پوښتنه هم نه کوي.

همدا اوس د مشهور غزلبول سندرغاړي او د مشرقي بلبل ( استاد ایوب) همدا حال دی. په ناسم وضعیت کې دی، مرګ ته شیبې شماري؛ خو څوک یې د پوښتنې نشته. شاید د اطلاعات او فرهنګ وزارت او ریاست دې ته په تمه وي چې وفات شي او د تسلیت پیغامونه یې خپاره کړي.

له پیښوریو ګیله

 موږ ته خو له کابو نیمې پیړۍ راهیسې د ټوپک د فضیلیت احکام بیانیږي. هغه ټوپک چې دلته یې د مسلمان ولس څټه وویسته. دلته د ټوپک وژونکی غږ او ټوپک چلوونکی فضیلیت لري او د موسیقي خوږ غږ او غږوونکی یې د کفر معادل ګڼل کیږي. خو پر تاسو څه وشول؟ ولې د خپلې خوارې ژبې، چې د اردو ژبې د سیلاب تر مستو څپو لاندې کیږي،  د لویو هنرمندانو په مقابل کې داسې بې تفاوته شوئ؟ ولې خپل بې جوړې او نه تکراریدونکي سندرغاړي په داسې بې قدرۍ رخصتوئ؟

ښه راته یاد شي: تازه مې لیکنو ته مخه کړې وه. ګلنار بیګم وفات شوې وه. ما یې په اړه یو تاثر لیکلی و. هغه مهال د وحدت اخبار دفتر خیبر بازار کې و. په کاغذ لیکلې لیکنه مې د همدې اخبار دفتر کې  یوه ته د میز پر سر کیښوده. وې لوسته، کله یې کاغذ ته کتل او کله ماته او بیا یې ویل: دا ستا خپل لیک دی؟ ما ویل هو. ستا نامه؟ خپل نوم مې واخیست. هغه بیا کاغذ ته وکتل او ویل یې دلته خو بل څه دي. ما ویل په خپل نوم یې نه شم خپرولی. بیا راباندې خلک غصه کیږي. بد مې ګڼي. هغه تک سور شو او بیا یې ویل: دا به ټیک ستا په نامه چاپیږي، پریږده مړه. ځوان کهول باید دومره ونه ډار شي…

زه یې زړور کړم. لیکنه زما په نوم چاپ شوه ؛ خو زما اندیښنه بې ځایه نه وه. له ما دا لیکنه هیره شوې وه. یو وخت چې جلال اباد ته راغلم یو ملګري د ستړي مشي په مهال راته وویل: څنګه یې ګناه ګاره؟ زه حیران شوم. بیا یې راته ویل: په ډمانو دې هم لیکل شروع کړل!

زه غلی شوم. ما ویل انسان وه، د چا مال یې نه و خوړلی. قتل یې نه و کړی. ظلم یې نه و کړی او زه د هر بې ازاره انسان په مرګ خپه کیږم.

په هرصورت، له هنر او هنرمند سره دغه شان بې تفاوتي د ويښ قام خاصه نه ده. هر چا چې دې ژبې ته په هره برخه کې کار کړی قدر یې په کار دی.

نعمان دوست، کابل

میزان ۱۰، ۱۳۹۸

Leave A Reply